امریکې د لشکر طیبه دوه نور غړي د ترهگرو په فهرست کې شامل کړل

د لشکرطیبه پخوانی مشر حافظ سعید چې اوس د جماعت الدعوه په نوم د بل تنظیم مشر دی. امریکې د حافظ سعید په سر د ١٠ مېلینه ډالرو انعام اعلان کړی دی

د امریکې حکومت د پاکستان د لشکر طیبه ډلې د دوو نورو مالي مرسته کونکو غړو نومونه د نړیوالو ترهگرو په فهرست کې شامل کړې دي.

د امریکې د خزانې وزات د ترهگرۍ او د مالي استخباراتو لپاره د وزارت ناېب سکتر سایگل منډلکر د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې دغه دواړه تنان د لشکر طیبه مالي سهولت کاران دي او د ډلې لپاره د پېسو راغونډولو، انتقالولو او وېشلو ترڅنگ د ډلې تندلارو ته تنخاگانې برابروي.

په ترهگرو د مالي بندیزونو د مخیوي لپاره د خزانې وزارت په انتظامي امر کې دپاکستان د لشکر طیبه غړو حمیدالحسن او عبدالجبار نومونه شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو چارو د دفتر په رپورټ ددې تازه گام مقصد د لشکر طیبه د مالي مرستو او نېټ ورک هلې ځلې گډوډول وویل شوي دي.

پاکستان باندې د ترهگرو ډلو د پالنې او ورته د پناه ځایونو ورکولو تورونه لگول کیږي.

د مالي چارو د څار نړیوالې ادارې فاینینشل اېکشن ټاسک فورس د وړاندې نه پاکستان ته ویلي دي چې د جماعت الدعوه په شمول د ترهگره ډلو مالي مرستې دې اوتړي او په دې لړ کې دې نور گامونه پورته کړي.

مالي وزارت په فوري توگه د حسن او جبار په نامو یاد د دغه کسانو هر رقم جاېداد او نور ملکیتونه بند کړي دي او امریکایي وگړو ته یې امر کړی دی چې ددغه کسانو سره دې هېڅ قسمه تجارتي اړیکې نه ساتي.

د لشکر طیبه دغه مشکوک ترهگر څوک دي؟

حمیدالحسن

د امریکې د خزانې وزات په بیان کې د حمید الحسن په حقله ویل شوي دي چې لشکر طیبه د فلاح انسانیت فاونډېشن نومې تنظیم لپاره په پاکستان کې چندې راغونډوي او بیا یې شام ته لېږي. دا تن د پاکستان د انتظام د لاندې کشمیرکې د جماعت الدعوه ډلې سره کار کوي.

د خزانې وزارت وايي چې حسن د خپل ورور محمد اعجاز سفارش او خالد ولید نومي یو بل مشکوک ترهگر په مرسته پاکستان ته د لشکر طیبه لپاره په چندو لېږلو هم ککړ موندل شوی دی.

سفارش او ولید هم امریکا په کال ٢٠١٢ او ٢٠١٦ کې هم په دغه رقم هلو ځلو ترهگر گرځولي دي.

د حسن په نامه یاد دغه ترهگر گرځول شوی تن په سماجي وېب پاڼه هم فعاله دی.

عبدالجبار

د امریکې مالي وزارت وايي چې عبدالجبار نومې مشکوک ترهگر د کال ٢٠٠١ راهیسې د لشکر طیبه په مالي څانگه کې فعاله دی. او په کال ٢٠١٦ کې د فلاح انسانیت فاونډېشن لخوا لشکر طیبه ته په مالي مرستو وېشل کېدلو کې ککړ موندل شوې دې.

جماعت الدعوه په کال ٢٠٠٦ او فلاح انسانیت فاونډېشن په کال ٢٠٠٥ کې د ترهگرو په نړیوال نوم لړ کې اچول شوې ډلې دي.