په پاکستان کې څیړونکي په دې حیرانتیا ښکاره کوي چې یو خوا ماشومانو اؤ ځلمو ته په تعلیمي نصاب کې جنګیالي د هیروګانو په توګه معرفي کولی شي اؤ بلخوا د فلم دلارې د ځلمو دذهنونو دتندلاریتوب د اغیزو څخه د محفوظ ساتلو دعوې کیږي
په یوې مرکه کې د اعتزاز حسن ورور مجتبی حسن وي او ای ډیوه ته وویل د طالبانو لخوا ورته لیکونه لیږل کیږي چې د خپل ورور د وژنې په اړه دې حکومتي چارواکو سره هیڅ ډول رابطه نه ساتي
دپاکستان سترې محکمې د شهادتونو د نشتوالي له امله د مذهب د سپکاوي په تور د یو بندي خوشې کولو امر کړی دی.
دپاکستان ملت پاله سیاسي ګوندونو عوامي نیشنل پارټۍ اؤ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د افغانستان اؤ پاکستان ترمینځ په یو بل د بې باورۍ ختمولو دپاره د زړه له تل څخه د هڅو کولو غږ کړی .
د نوازشریف په مشرۍ کې په غونډه کې تندلارو خلاف د ردالفساد په نوم جاري د امنیتي ادارو په عملیاتو او نورو اقداماتو هم غور وشو او بیان وايي په دې خبره اطمینان څرگند شو چې دا ټول گټه ور دي
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود وايي د پاکستان په افسرشاهي یا بیوروکریسي کې تر د کال ١٩٥۴ م پورې یوازې پنجابیان او اردو یونکي خلک وو چې په منصوبه سازۍ يي اجاره داري وه او ترقي يي خپلو سیمو ته وړه. هغه وايي که څه هم بجلي او اوبه د خیبرپښتونخوا وې خو کارخانې او صنعتونه په پنجاب کې لگیدل او پنجاب د زراعت لپاره د خیبرپښتونخوا اوبه هلته واړول شوې
د کمیټۍ غړي او د متحده قامي مومنټ سره تعلق لرونکي سنیټر طاهر حسین مشهدي وویل "دده نه هیرو مه جوړئ...چې څه سزا يي ده، سزای موت زمونږ د قانون د لاندې، ده په خپله د خپل جرم اعتراف کړی دی."
هارون بلوچ وایي پاکستان کې یو شمیر مذهبي او تندروه ډلې په انټرنیټ ترهګري کوي، د خلکو د وژنو او نفرت نه ډک مواد خپروي خو د هغو پرضد هیڅ ګامونه نه پورته کیږي. یواځې عام خلک په نخښه کیږي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رائټس واچ د پاکستان حکومت په انټرنیټ د اختلافي رایې لرونکو پرضد په ګامونو تیزولو تورن کړی.
په نړیوال کچ د مذهبي ازادیو د څار دپاره جوړ د امریکایي حکومت کمیشن پاکستان کې میشتو اقلیتونو ته په پیښو ستونزو اندیښنې ښکاره کړي اؤ وړاندیز یې کړی چې پاکستان دې د هاغو هیوادونو په فهرست یا نوملړ کې شامل کړل شي چرته چې اقلیتونه د مذهبي ازادیو څخه بې برخې ساتل کیږي.
دپاکستان دقبائیلي سیمو د امنیت اؤ احتساب په هکله کارکوؤنکې څیړنیزې غیر دولتي ادارې (فاټا ریسرچ سنټر) پخپل یو تازه راپور کې ویلي د روان کال د لمړیو دریوؤ میاشتو په مهال قبائیلي سیمو کې د ترهګرۍ سره تړلو پیښو کې ۷۲ فیصدي زیاتوالی راغلی.
د ایمنسټي انټرنیشنل د راپور له مخې پاکستان کې د مرګ د سزا په شرحه کې د کمي باوجود هم پاکستان د هاغو هیوادونو په فهرست کې شامل دی چې پکې تر ټولو زیات د مرګ سزاګانې ورکول کیږي.
سروی وايي د اسلام اباد په سیکټر جي ۱۳ او ۱۴ کې په تیرو څلورو کالو کې یو هم سرکاري سکول نه دی جوړ شوی خو د ښار په بیلا بیلو سیمو کې د کال ۲۰۱۴م راهسې ډیرې نوې مدرسې جوړې شوي دي.
دغه رپورټ زیاتوي په کال ۲۰۱۵م کې په سرښار کې یواځې ۱۵ د جنسي زیاتو کیسونه رپورټ شوي وو. خو تیر کال د زنانو پرضد د بیلا بیلو جرمونو شمیره ۱۱۹و ته رسیدلی وه.
دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د حقوق کنونشن د سیوري لاندې راغونډ شوؤ په په زرګونوقبائیلي وګړو اؤ د هغوئ منتخبو پارلیماني غړو د مرکزي حکومت څخه په قبائیلي سیمو کې زر ترزره دسیاسي اؤ ائیني اصلاحاتو دمعرفي کولواؤ دفاټا خیبر پښتتونخوا کې د شاملولو غوښتنې کړي دي
اسلام آباد نه د وي او ای ډیوه خبریالان ارشد حسین او پیرولایت شاه کروړ لعل عیسن او ملتان ته تلي وو چې تاشفین ملک د خپلو خپلوانو ردعمل واخلي، د کورنۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي او بهاوالدین یونیورسټۍ کې د هغې استازانو سره خبرې اترې وکړي
کروړ لعل عیسن خلک غریبانان دي خو سره غربته دغه کلي کې جماعتونه، دیني مدرسی ښی ډیری دي او خلک ېې مذهبي فکر لري. زنانه په پرده کې ګرځي او د سړو ښې لوېې لوېې ګیري دي
د خیبر پښتونخوا حکومت غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د د ایالت برخه د ۱ فېصد نه تر ۳ فېصدو پورې سوا کړی شي