په پاکستان کې عام ولس وايي، ګراني زیاته شوې خو دوی ته د روزانه په حساب زړه مزدوري ورکول کېږی چې ژوند یې ورته تریخ کړی د پاکستان وفاقي حکومت په ۱۲ جون بجټ وړاندې کړې دې چې پکې ګڼ شمير نوي ټېکسونه لګول شوي دي چې د پوهانو په وینا ګراني به نوره هم ورسره زیاته شي.
پښتونخوا کې د سنګ مرمر د کارخانو مالکان وايي خراب امنيت او د قلنګ غوښتنو يې روزګارونه اغېزمن کړي دي۔ وايي کارخانه دار د خپل روزګار او ځان خوندي ساتلو د پاره وسلوالو ته په قلنګ ورکولو مجبوره دي. حکومت وايي د امنيت ټينګ ساتلو د پاره یې هر ممکن ګامونه پورته کوي. نور حال د ارشد مومند په رپورټ کې:
د قبايلي ضلعو سياسي مشران او څيړونکي وايي قبايلي ضلعو ته په تېرو څلورو کالو کې پوره فنډونه نه دي ورکړل شوي. دوي وايي دغه سيمي ترهګرۍ ځپلي او د پرمختيا په زغل کې وروسته پاتې دي. د صوبايي حکومت چارواکي وايي، د وفاق نه به د قبايلي ضلعو د برخي پوره فنډونه اخلي. تفصیل د ارشد مومند په راپور کې.
د پښتونخوا په مومندو کې د سنګ مرمرو يا ماربلو د کارخانو څخه د قلنګ غوښتو ضد احتجاجي مظاهره د تېرو پينځو ورځو راهسې روانه ده، احتجاج کوونکي وايي حکومت دې د بدامنۍ مخه ونيسي او د دوي روزګارونو ته دې تحفظ ورکړي. تفصیل د ارشد مومند په رپوټ کې:
څيړونکي وايي د مرکزي او د خېبر پښتونخوا حکومت ترمنځ سياسي شخړې روانې دي، او دا اختلافات به د صوبې په تاوان تمام شي. د خېبر پښتونخوا حکومت په مرکز نيوکې کړي چې د خالي په ورځ رابلل شوي د خصوصي اقتصادي کونسل(ايس ايي ايف سي) په غونډه کې د صوبې وزير اعلا نه رابلل د وفاق د اصولو خلاف ورزي ده.
د الېکشن کمېشن د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د سړیو په مقابله کې د ښځو د ووټونو د اندراج کچه لږه ده څيړونکي وايي لويه وجه يې ټولنيز بنديزونه او د ښځو د قامي شناختي کارډ جوړولو نشتوالی دی.
پېښور کې د تېرو څو ورځو راهسې د شپې موبايل انټرنېټ تړل کيږي کاروباريان وايي د انټرنېټ نشتوالي له وجې انلاین کاوبارونه خراب شوي دي او زدکونکي وايي د دوي زدکړې هم اغېزمنې شوي دي. حکومتي چارواکو لا هم د انترنټ بنديدو څه علت نه دې ښودلېږ تفصیل د ارشد مهمند په راپور کې.
نور کتل