پښتانه ملت پاله سیاستوال وايي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په کېدونکو بریدونو کې پښتانه ولسونه زیانمن کېږي د دوی په وینا دواړو هېوادونو ته د خبرو له لارې د مسلو د حل راويستل پکار دي. نور حال د ارشد مومند په دې رپورټ کې واورئ
په خیبر پښتونخوا کې یو عالت هغو دوو جینکو ته د مرګ او قید سزا اورولې چې تېر کال یې د مذهب د سپکاوي په تور خپله استاذه وژلې وه
د مومند ډېم د ځمکو مالکان په ډېم کې د نوکريو او د ځمکو د پیسو د نه مېلاويدو په سر احتجاج کړی دی دوی وايي د ډيم د جوړېدو په وخت ورسره د پرمختيايي کارونو ژمنې هم شوې وې، هغه هم سر ته نه دي رسېدلې.
احمد رسول بنګش وویل "اين ايچ پي ته چې ځو نو د نورلس سوه ده نوي تر کال دو زره دولسم پورې يو اعشاريه پينځه ټريلينا روپۍ جوړېږي، بيا د کال دوه زره دولسم نه تر اوسه پورې يو اعشاريه پينځه ټريلينا نورې جوړيږي، نو دا خبره درې ټريلينا جوړېږي، دا زمونږ د صوبې حق دې او دې نو صوبه يو قدم هم شاته نه ځي."
په خېبر پښتونخوا کي د وزيراعلا د څوکۍ د پاره نومول شوی علي امين ګنډاپور وايي د دوي ازادو اميدوارو د ګډون د پاره د دوو سياسي ګوندونو سره خبرې روانې دي، نوموړې د دغه ګوندونو نومونه وانه خستل
په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ملاتړي ازاد کامياب شوي اميدواران وايي په صوبه کې د حکومت جوړولو د پاره يي هلې ځلې روانې دي د وزير اعلی څوکۍ د پاره نومول شوی علي امين ګنډاپور وايي له دوو ګوندونو سره يې خبرې روانې دي، او زر به په یو ګوند کې د شاميلېدو فېصله وکړي.
د پاکستان د ټاکنو په راغلو نتيجو کې ليدل کېږي چې د سياسي ګوندونو د کانديدانو تر څنګ په ګڼ شمېر ازاد اميدواران هم کامياب شوي
د ډیوه بحث- د پاکستان په قبايلي ضلعو کې د فرورۍ په اتمه د کېدونکو ټاکنو وړاندې د بدامنۍ پېښې زياتې شوي. په باجوړ کې د يو ازاد اميدوار د وژنې وروسته په (اېن اې اتم او پي کی دويشتم) ټاکنې ځنډول شوي دي.
د الېکشن کمپېشن چارواکي وايي دوي د ووټ اهميت او د خلکو په الېکشن کې د برخه اخستو په اهميت بېلا بېل کمپېنونه چلولي دي، د کمېشن چارواکو ميډيا ته ويلي چې زياته زمه واري د سياسي ګوندونو وي چې خلک ووټ ورکولو ته وهڅوي۔
ځايي خلک د سوړ انتخابي کمپېن يو بل علت په سيمه کې د امنيت خراب صورتحال هم بلي. په اتمه جنورئ د باجوړپه ماموندو سيمه کې د سړک غاړې ښخ بم چاودنه کې اته پوليس اهکار ووژل شوو. په کوهاټ، بنو او ډي ايي خان ضلعو کې هم د وسله والو بريدونو کې پوليس اهکار په نخښه شوي دي
په خیبر پښتونخوا کې د راتلونکو ټاکنو کاندیدان وايي، دوی په صوبه کې د امنیت خرابې وضعې اندېښمن کړي دي او دا به د رایې اچونې په بهیر هم اغېز وکړي په خیبر پښتونخوا کې په اتمه فبرورۍ کېدونکو ټاکنو لپاره ولاړو کاندیدان یا امیدوارانو کور په کور کمپاین پیل کړی.
د خېبر پښتونخوا د پوليس په وېنا تېر کال يو سل پينځه اتيا پوليس وژل شوي وو، تر ټولو زياته مرګ ژوبله د پېښور پوليس لاین یا مرکزکې په چاودنه شوې وه چې پکې د اتياو نه زيات تنان وژل شوي وو
نور کتل