پاکستان په ملګروملتونو کې له پاکستاني طالبانو سره د عصري یا ماډرن وسلو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې د پاکستان لنډ مهالي وزیر اعظم انوارالحق کاکړ او نورو چارواکو مخکې څو وارې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا نه پاتې وسلې اوس د وسله والو په لاسو کې دي.
په تېرو دوو ورځو کې د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې په بمي چاودونو او هدفي وژنو کې نهه تنه وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي څيړونکي وايي، ښکاري چې د خېبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ترهګرۍ نوې لړۍ پېل شوې ده.
څېړونکو د پاکستان د هغو علماو خبره بې اثره بللې چې د پوځ له مشر سره تر لیدنې وروسته یې تور پورې کړی چې له افغانستانه په پاکستان کې ترهګري کېږي د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د ملک د هر مکتب فکر علماو له جنرل عاصم منير سره ليدلي او د پاکستان د دريځ او تحفظاتو تاييد او ملاتړ یې کړی.
پاکستان کې په قانوني توګه میشت افغانان هم وایي په ځورولو بېرته تګ ته اړ کړای شوي
د خېبر پښتونخوا د داخله چارو محکمې يو چارواکي ډيوه ته وويل تراوسه نزدې د 1000 پورې بې اسنادو افغانان نيول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي
د خېبر پښتونخوا موقتي حکومت د څلورو مياشتو د بجټ منظوري ورکړې ده څېړونکي وايي صوبه دا وخت د مالي ستونزو ښکار ده ځکه چې د وفاقي حکومت نه ورته خپله برخه پېسې پر وخت نه ورکول کيږي چې له امله يې په بجټ کې پراختیايي کارونه د نشت برابر وي.
په پېښور کې خواجه سراو ته په جمهوریت (ولسواکۍ) او مذهب کې په خپلو حقونو باندې د پوهاوي غونډه جوړه شوې د یو غیردولتي تنظيم په مرسته په دې جوړه شوې غونډه کې خواجه سراو ويل، دوي د جمهوري نظام او د خپلو حقوقو په اړه ډير معلومات نه لري.
څېړونکي په پاکستاني رسنیو کې په اسرایلو د حماس د بریدونو د کورېج پر طریقې اندېښنه څرګندوي دوي وايي اکثره وخت د دې جګړې په اړه خبرونه پارونکي وي او د وخت له تېريدو سره د خلکو په ذهنونو ژور اغېز لرلې شي. تفصیل د ارشد مومند په رپورټ کېږ
څېړونکي وايي، باچا خان بابا په پښتنه سیمه کې د عدم تشدد بنسټګر او لارښود و د ملګروملتونو لخوا د اکټوبر دوهمه نېټه د عدم تشدد د ورځې په توګه لمانځل کېږي او پوهان وايي، په نړیواله کچه اوس هم د خان عبدالغفار خان د عدم تشدد فلسفې ته په درنه سترګه کتل کېږي. تفصیل د ارشد مهمند په راپور کې.
نور کتل