د بلوچستان د تعليم چارواکي وايي په صوبه کې 29 لکه ماشومان له زدکړو بې برخې دي چې لويه ونډه يې د نجونو ده. تېره ورځ د کوټې ښار د کواري روډ د نجونو په کالج کې د نجونو د څلور کلنۍ درسي فراغت دستوره وشوه چې لسګونه نجونو پکې سندونه واخستل. نور حال د حفيظ الله ستوري شېراني په رپورټ کې:
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې شوې چاودنه کې د يو پوليس اهلکار او سکول د څلورو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي، او 15 نور ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغانو شمېر 40 ته رسېدلی، بلوچستان صوبه تر ټولو زياته د پوليو وايرس اغېزمنه صوبه ده، په نړۍ کې پاکستان او افغانستان دوه داسې هېوادونه دي چې پکې د پوليو وايرس لا ختم نه دی او په نورو هېوادونو کې د پوليو خپرېدو سبب ګرځي. نور حال د حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
نامعلومو وسلوالو د دوکۍ د کوېلې درنګ پر مزدورانو بريد کړی چې په کې شل (۲۰) تنه وژل شوي دي. په وژل شوو مزدورانو کې افغان وګړي هم شامل دي.
په کوټه ښار کې د ښځو د تجارت او آنلاین کاروبار کولو د موقعو او لارې پیدا کولو او دې سرہ اړوند موضوعاتو په اړه یوہ ورځنۍ غونډہ شوې ده چې ځایي او افغان کډوالو ښځینه تجارت او کاروبار کوونکو ښځو پکې ګډون کړی دی. نور تفصیل د حفیظ الله ستوري په رپوټ کې:
تر دې وړاندې هم حکومت دوه درې ځلې داسې کړي چې د بلوڅ وسلوالو اړوند خبري کانفرنسونو کې د ټولو رسنيو د کارمندانو پر ځای ځينې مخصوص خبریالان خبري غونډو ته وربلل شوي اؤ هغوي ته په خلاص مټ د پوښتنو کولو پځای د مخصوصو پوښتنو اجازه ورکول شوې ده
د توهين رسالت يا مذهب د سپکاوي په مقدمه کې يو تورن تن چې د کوټې په تاڼه کې بندي وو، د تاڼې يو پوليس عسکر پرې په حوالات کې دننه ډزې کړي او دغه تورن تن یې وژلی دی. اسلامي نظرياتي کونسل وايي په داسې ډول پېښو کې، "چې څوک وسله راواخلي او په خپل سر اقدام وکړي، د دې جواز نه شي وړاندې کول کېدی".
بلوڅ او پښتانه ملتپال ګوندونه وايي په پاکستان کې بلوڅ، پښتون او نورو قامونو ته خپل ایيني حقوقونه نه دي ورکول شوي او له قامي اسمبلۍ د اختر مېنګل استعفی د دغو "ناانصافيو" دليل دی، خو دا ګوندونه او څېړونکي وايي د مېنګل د بیړې او مايوسۍ استعفا د ستونځو د حل لار نه ده. تفصیل د ستوري شېراني په رپورټ کې:
سردار اختر مېنګل وويل : ” نور د دې رياست پر يوه اداره هم زما باور پاته نه شو، نور موږ مايوسه شوي يو، که څوک اوس خبره کول غواړي په غرو کې ناستو سره دې خبرې وکړي۔“
امریکا کې د صحت اسانتیاوو د قانون له مخې علاج ته د میلینونو امریکایانو لاسرسي سېوا شوې ده خو دا نه ده په ډاګه د راتلونکي صدر دلاندې به ددې څه مستقبل وي. نه هېرېس او نه د ټرمپ انتخابي مهم ددې قانون د تفصیلاتو په اړه خپل کوم نظر ښکاره کړی خو ووټران یې له نیزدې ګوري. تفصیل نوشیروان قلندر وړاندې کوي:
صحافي تنظيمونه او سياسي ګوندونه وايي د کوټې پریس کلب ته د ضلعي انتظاميې حکمنامه غېر قانوني او د اظهار د آزادۍ ضد ده چې وایي د غونډو اجازت به اخلي، وایي دوی ته دا په هیڅ ډول هم منظوره نه ده، خو حکومت وايي د وخت ضروت دی ځکه يې داسې کړي. تفصیل د حٖفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
نور کتل