په کوټه ښار کې د جبري لادرکه کسانو د موندنې لپاره د احتجاج کوونکو او پوليسو تر منځ شخړه شوې او پوليسو پر احتجاج کوونکو اوښکې بهوونکی ګېس استعمال کړی. احتجاج کوونکي وایي ښځینه احتجاج کوونکې هم نیول شوې دي. حکومت وایي د ښار حساسه سيمه کې پر احتجاج بنديز دی. تفصیل د حفیظ الله ستوري شېراني په رپوټ کې:
د سياسي مذهبي ګوند جميعت علما ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، په ملک کې د اېپکس کمېټۍ په غونډه چې د کوم عزمِ استحکام پاکستان عملياتو منظوري ورکړل شوې، دغه عزمِ پاکستان به د عدمِ پاکستان سبب وګرځي. نور حال د ډيوه د همکار حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
د بلوچستان د سر ښار کوټې په نوي کلي کې لاسي هنر زده کونکې افغان کډوالې ښځې وايي، دوی د هنر لرلو باوجود له مالي ستونځو سره مخ دي دوی وايي، له ستونزو سره ځکه مخ دي، چې د لاسي هنر لپاره پکار مشینونه نه لري او نه هم خپل هنر تر نورې نړۍ د انټرنيټ او وسايلو د نيشتوالي له کبله رسولی شي.
د لوی اختر له را نېږدې کيدو سره خلک د څارویو د بیو له زیاتوالي سرټکوي د بلوچستان د سر ښار کوټۍ ځينې منډيو ته د ډيوه خبريال حفيظ الله شېرانی ورغلی او له ځينو اخيستونکو اوخرڅونکو سره يې خبرې کړي.
د احتجاج کوونکو په خبره په کال2019م کي د کرونا وبا له کبله له ایران سره د دوی د سيمې د تګ راتګ سرحدي لارې بندې کړې شوې او تر دم ګړۍ پورې لا هم بندې دي چي د ماشکېل اوسېدونکي يې له مشکل سره مخامخ کړي دي
د بلوچستان صوبې ګڼو مشرانو په یوې جرګه کې له حکومتي او پوځي ادارو څخه غوښتي چې افغانستان ته څېرمه د ږوب په کلیوالو سیمو کې دې عملیات نه کوي دغو سیاسي، مذهبي مشرانو او وکیلانو د یوې جرګې په پایله کې له یادو ادارو غوښتي چې خلک دې پر کډوالۍ نه مجبوره کوي.
ملګروملتونو د غرني پسه مارخور د نړیوالې ورځې په مناسبت له اړوندو اړخونو د دغو مخ په ورکېدونکو پسونو د خوندیتوب غوښتنه کړې د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ سږ کال د لومړي ځل لپاره د مې میاشتې ۲۴ نېټه د غرني پسه مارخور د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
د بیان د ازادۍ نړيواله ورځ باندې په بلوچستان کې د خضدار پريس کلب مشر په بمي چاودنه کې وژل شوی د بلوچستان صحافيانو د وژل شوي خبريال د قاتلانو د نيولو او خبريالانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه کړې. تفصيل د حفيظ الله شيراني په رپورټ کې
د ځايي سرچينو په وينا، په ټپيانو کې د سرخاب صدر تهاڼې ايس اېچ او روزي خان زيات ټپي دی.
نور کتل