د 2024 م عام انتخاباتو دوه میاشتې وروسته د بلوچستان صوبايي کابینې 14 غړو نن د جمعې په ورځ سوګند وکړو. د ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني د کابینې غړو او څېړونکو سره خبرې کړي چې صوبايي حکومت ته ورپېښو چیلنجونو په اړه معلومات ترلاسه کړي. تفصیل په ويډیو رپورټ کې:
چارواکي وايي، د بلوچستان د کوېلې په کانونو کې سږ کال ۳۴ کسان او تېرکال ۱۳۲ تنه مزدوران په بيلا بېلو پېښو کې مړه شوي دي حکومتي چارواکي وايي لا هم د دې مرګونو د مخ نيوي لپاره د پلان په جوړولو لګيا دي. تفصیل د حفيظ الله شيراني په رپورټ کې
د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت ښار کې یوې ډلې وسله والو د سمندري قواوو په پوځي ائیرپورټ حمله کړې ده خو تر اوسه د دې برید د مرګ ژوبلې په اړه څه کره رپوټونه ترلاسه شوي ندي.
د بلوچستان په سر ښار کوټه کې يو داسې کتابتون دی چې په زرګونه رجسټرډ زده کونکي او لوستونکي لري دا کتابتون د روزې په مياشت کې د ورځې تر څنګ په شپه کې هم خلاص وي او د کتاب لوستونکي ورته ورځي. بل پلو په پاکستان کې د یوې غېر سرکاري ادارې د رپورټ ترمخه پينځه اويا فيصده خلک د کتاب لیک لوست نه کوي.
نور کتل