لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه سیاسي مشران امن غواړي


Taliban leader Hakimullah Mehsud (L) sits beside a man who is believed to be Humam Khalil Abu-Mulal Al-Balawi, the suicide bomber who killed CIA agents in Afghanistan, in this still image taken from video released January 9, 2010. A Pakistan television st
Taliban leader Hakimullah Mehsud (L) sits beside a man who is believed to be Humam Khalil Abu-Mulal Al-Balawi, the suicide bomber who killed CIA agents in Afghanistan, in this still image taken from video released January 9, 2010. A Pakistan television st
د پاکستان د پښتنو په خاوره لویو سیاسي او مذهبي مشرانو، مولانا فضل الرحمان، محمود خان اچکزۍ، افتاب احمد خان شیرپاؤ او افضل خان لالا ډیوه ریډیو ته ویلي دي د پاکستان امن پلوته تگ د وسله والو سره د خبرو اترو د لارې ممکن دی. دغو سیاسي مشرانو لخوا په سیمه کې د سولي لپاره هلې ځلې په دې ورستیو کې تندې شوې دي.
د جمعیت العلمأاسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وايي د طالبانو سره د خبرو اترو روان کړی شوی عمل به د مواقتي حکومت په وخت کې نه ځنډیږي. د مولانا په مشرۍ کې د تمامو سیاسي گوندونو په غونډه کې د طالبانو د پاره د ترهگرو د ټکې د استعمال نه هم ډډه شوې وه.
Maolana Fazal Rehman
Maolana Fazal Rehman
د پښتونخوا ملي عوامی گوند مشر محمود خان اچکزی وايي د طالبانو سره د مذاکراتو عمل، قوي، مني او هرکلی يي کوي خو وايي په منطقه کې د جگړې ختمولو یواځنۍ لار دغه نه ده. ښاغلی اچکزی وايي د سولې د مذاکراتو عمل دې تر افغانستان پورې وغوځول شي او د پاکستان له لورې دې د سیاسي، حکومتي او پوځي مشرانو یوه کمیټي وټاکلی شي او دغه شان کمیټي دې د صدر حامد کرزۍ په شمول په افغانستان کې هم جوړه کړی شي چې مذاکرت د کامیابۍ په لور روان شي.
Mehmood Khan Achakzai
Mehmood Khan Achakzai
د حکومت ائتلافي گوند عوامي نشنل پارټۍ سپین روبي مشر افضل خان لالا ویلي دي تر څو چې طالبانو وسله نه وي ایښودلي او د خپلې سخت دریزۍ نه پشا شوې نه وي په ملک کې دننه د کامیابو، قوي مذاکراتو په حقله خوشبینه نه دی. ای این پې هم ددې روان کال په څوارلسمه فرورۍ هیواد کې د ترهگرۍ ختمولو د پاره د ټولو سیاسي گوندونو یوه غونډه کړې وه خو د جمعیت العلمأاسلام د غونډې برعکس ای این پې په ای پې سي کې د طالبانو سره د آئین په چوکاټ کې دننه د خبرو د پاره غږ شوی وو.
Afzal Khan lala
Afzal Khan lala
په پروگرام کې شریک د پاکستان پخواني داخله وزیر او د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیر پاؤ ویلي دي د طالبانو سره د مذاکراتو د پاره شوې سیاسي غونډو کې د پوځ رضا هم ضروري وه خو وايي بیا هم دوي په هیواد کې د مسلو حل په مذاکراتو کې ویني.
د پاکستان په پارليمان کې د قباېلي سيمو د منتخب نمائندگانو مشر ښاغلی منيراورکزی نه علاوه د وزيرستان نه سېنټر مولانا صالح شاه، خېبر پښتون خوا اسمبلۍ کې مفتي کفاېت الله، جمېعت الاسلام (ف) ډلې مولانا فضل الرحمان اود گوند نور غړي او د جماعت اسلامي اکثره مشران په وزيرستان کې د عملېاتو مخالفت کوي- په دوي باندې د تندلارو سره د خواخوگۍ تورونه لگول کیږي.
Aftab Ahmad Khan Sherpao
Aftab Ahmad Khan Sherpao
هم دغه تور د پاکستان د حکومت تر ټولو لوېې مخالف ډلې مسلم ليگ (ن) باندې هم دی- که وکتل ‍شي نو اوسنی پارلېمان د طالبانو سره د چلن په موضوع ښکاره وېشلی شوی دی- تر اوسه داسې ښکاري چې د تند لاريتوب مخالفت ېواځې پيپلز گوند، عوامي نېشنل پارټي او متحده قومي مومېنټ کوي- پاکستاني چارواکي او اولس طالبان د زرگونو پاکستانېانو په وژنه کې ککړ گڼي- طالبانو خپله په سوونو ځله په سېاسي، قامي مشرانو، حکومتي چارواکو، مخالفينو او عامو خلقو باندې د ځان وژونکو حملوپړه منلې-
د ډیوه ریډیو پروگرام واشنگټن نه تر خیبره کې ددغه مشرانو نه رحمان بونیري یو شمیر نورې مهمې پوښتنې کړې دي تاسو يي دلته اوریدی شۍ
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:54:42 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG