د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي، که د ترهګرۍ ناسور ختم نه کړل شو د ملک وجود ته خطره پېښېدې شي. هغه ويلي، د ملک ټول سياسي مشرتابه په کېښناستل او د چېلنجونو جاج اخستل وي خو غټ چېلنج د اتفاق کمی دی.
افغان طالبانو د پاکستان دا دعوه رد کړې ده چې ګني د نهې/سې شنبې ورځې د اورګاډي یرغمل نیولو پېښه د افغانستان په خاوره کې منصوبه سازي شوې وه او له هغه ځایه هدایت کېدله.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، بلوچستان کې په جعفر اېکسپرېس برید کې د افغانستان خاوره کارول شوې او د پېښې په وخت هم معلومه شوې، چې رابطې هم افغانستان کې موجودو خلکو سره کېدې. له دې وړاندې د پاکستان پوځ هم دغه رنګه دعوه کړې خو په افغانستان کې واکمن طالبانو دغه دعوې په کلکه رد کړي دي.
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په 11م مارچ بولان سيمه کې په مسافر اور ګاډي جعفر اېکسپرېس باندې شوي برید کې د وژل شوو 25 جسدونه مچ سيمې ته منتقل کړل شوي دي.
د صوبایي حکومت له لوري د خپور کړل شوي بیان له مخې غونډې ته د وینا په مهال وزیراعلا سرفراز بګټي ویلي چې په بېګناه مسافرو برید د زغملو نه دی اؤ امنیتي چارواکو ته یې د وسله والو پرضد د سخت اقدام امر کړی دی
د بلوچستان صوبې د صحت د وزیر بخت محمد کاکړ نه د ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني وپوښتل د جعفر ایکسپریس په پېښه کې څومره مرګ ژوبله اوښتې ده خو هغه دغه شمیرې روښانه نه کړې اؤ وې ویل دا حساس معلومات دي چې په دې وخت کې له ميډیا سره نه شي شریکېدای
نور کتل