په جعفر ایکسپریس اور ګاډي د وسله والو له برید وروسته د بلوچستان صوبې وزیراعلا ښاغلي سرفراز بګټي ویلي اوس به له هر رقم کشمکش نه وتل اؤ د ترهګرۍ پرضد جګړه کول وي.
د چهارشنبې په ورځ په کوټه کې د وزیراعلا سرفراز بګټي په مشرۍ د صوبې د امنیت په اړه د لوړې کچې یوه غونډه شوې چې پکې د صوبې د کورنیو چارو ایډیشنل چیف سیکرټري په جعفر ایکسپریس د شوي برید په اړه چارواکو ته احوال تېر کړی دی.
د صوبایي حکومت له لوري د خپور کړل شوي بیان له مخې غونډې ته د وینا په مهال وزیراعلا سرفراز بګټي ویلي چې په بېګناه مسافرو برید د زغملو نه دی اؤ امنیتي چارواکو ته یې د وسله والو پرضد د سخت اقدام امر کړی دی.
وزیر اعلا بګټي ویلي ترهګر نه شي کولی چې د هیواد په یوه انچه زمکه هم قابض پاتې شي.
هغه ویلي په جعفر ایکسپریس د برید له لارې ترهګر غواړي داسې یو تاثر خور کړي چې ګنې صوبه کې امن نه شي ټينګیدای اؤ د تشدد نه ډک ماحول جوړ شوی دی.
د هغه وینا وه چې ملک دښمنه عناصر غواړي پاکستان د یو کیک په څېر پرې کړي خو وایي دا خوب به یې کله هم پوره نه شي.
وزیراعلا غونډې ته ویلي چې ترهګر نه شي کولی د بلوچستان امن تالا ترغۍ کړي امنیتي ځواکونه به په هر صورت د هغوي ناوړه ارادې شنډوي اؤ صوبه کې به امن ټینګوي.
د سرفراز بګټي په خبره، د بلوچستان په امنیت به هیڅ جوړ جاړی نه نه کوؤ ،سختې فېصلې ضروري شوې دي اؤ د ترهګرو د سهولت کارو پرضد به هم کوټلي ګامونه اخستل کیږي.
پرون په 11م مارچ سهار نهه بجې د کوټې څخه د پنجاب پېنډۍ ښار په لاره پېښور ته تلونکي جعفر اېکسپرېس مسافر اور ګاډي، رېل ګاډي باندې ماسپښين د سبي ضلعې سره نزدې بولان علاقه کې وسله وال بريد شوی وو.
ياده علاقه د کوټې څخه 140 کلوميټره غرييزه علاقه ده.
بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي اېل اې ددې بريد زمه واري منلې اؤ دعوه یې کړې ده چې د اور ګاډي څخه یې په لسګونو امنیتي سرتیري یرغمل کړي دي.
بي ایل اې یرغمل نیول شوؤ مسافرو ته د جنګي قیدیانو نوم ورکړی اؤ ویلي یې دي د هغوي پسر د قیادیانو تبادلې ته تیار دی.
د پاکستان امنيتي سرچینې دعوه کوي د بلوچستان صوبې بولان علاقه کې د جعفر اېکسپرېس اور ګاډي څخه 155 مسافر ژغورل شوي او 27 ترهګر وژل شوي دي.
د ریلوی مرکزي وزیر حنیف عباسي د چهارشنبې په ورځ ویلي تر اوسه یو شمیر یرغمل مسافر د ترهګرو په ولکه کې دي چې په هغې کې ښځې اؤ ماشومان هم دي نو ځکه امنیتي ځواکونه ډیر په احتیاط سره عملیات کوي.
Forum