د ګل، دوشنبې، په ورځ سېکیورټي کاونسل ته خپل تقریر کې پېډرسن وویل د ترهګرۍ د بیا زیاتېدو سره د ولس چې د مخکې راهسې په بې کورۍ او په سختو حالاتو کې ژوند کوي د نورو خطراتو سره مخامخ کوي
داعش وویل دریو حمله کوونکو يې د ګل، دوشنبې، په ماښام په جومات کې په خلکو ډزې وکړې او د نهې، سه شنبې، د ورځ تر سحر پورې یې د امنیتي ځواکونو سره د ډزو تبادله وکړه. ډلې وویل د حملې وډیو يې هم شایع کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بندېزونو د څارنې ډلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع شوي رپورټ کې خبرداری وکړو چې ترڅو د القاعده او داعش په شان ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټن ځآیونه مومي او د طالبانو د کمزوریو نه ګټه ترلاسه کوي نو دا خبره قریباً یقیني ده چې افغانستان به د بې ثباتۍ سرچینه وي
تحریک طالبان پاکستان ویلي تېره میاشت یې د پاکستان په امنیتي ځواکونو 98 بریدونه کړي چې په کې 103 پوځيان، 65 پولیس اؤ د سي ټي ډي مامورین، 38 د ایف سي عسکر اؤ 8 استخباراتي اؤ د امن کمیټیو غړي وژل شوي دي
د جرمني د انصاف وزیر مارکو بشمېن د ګل، دوشنبې، په ورځ ناوخته په اېکس، پخواني ټوېټر، ولیکل چې واضحه نخښې موجود دي چې حمله "اسلامي مقصد" لري
د طالبانو د داخله وزارت ترجمان عبدالمتین قانع ویلي په بامیان کې د حملې په لړ کې څلور کسان نیول شوي دي. هغه وویل د دریو غېر ملکیانو ترڅنګ یو افغان هم په حمله کې وژل شوی او څلور نور غېرملکیان او درې افغان زخمیان شوي دي.
نور کتل