لاس رسیدونکی لینک

 
په کابل کې په امریکايي ځواکونو د ځانمرګي حملې ذمه وار تن محمد شریف الله نومېږي
تازه خبر

په کابل کې په امریکايي ځواکونو د ځانمرګي حملې ذمه وار تن محمد شریف الله نومېږي


د کابل د هوايي مېدان د ابي ګېټ (دروازې) خوا ته په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایان او تر ۱۷۰ پورې افغانان وژل شوي او ۱۵۰ نور کسان زخمیان شوي وو. دغه حمله د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په وخت، د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶مه شوې وه او د حملې پړه داعش ترهګرې ډلې منلې وه
د کابل د هوايي مېدان د ابي ګېټ (دروازې) خوا ته په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایان او تر ۱۷۰ پورې افغانان وژل شوي او ۱۵۰ نور کسان زخمیان شوي وو. دغه حمله د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په وخت، د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶مه شوې وه او د حملې پړه داعش ترهګرې ډلې منلې وه

په کال ۲۰۲۱ کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال د کابل د هوايي اډې سره نږدې د داعش خراسان ډلې د ځانمرګې حملې ذمه وار تن نیول شوی او محمد شریف الله نومېږي.

د امریکې د انصاف وزارت د مارچ د میاشت په دویمه نېټه په یو بیان کې وویل محمد شریف الله د جعفر په نامه هم یادېږي.

وزارت وویل شریف الله به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې د ورجېنیا ریاست یو عدالت ته وړاندې کولی شي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن د امریکې د کانګرس مشترکه غونډې ته تقریر کې د شریف الله د ګرفتارۍ اعلان وکړو او د پاکستان شکریه يې ادا کړه چې د وسله وال په ګرفتارۍ کې یې مرسته کړې ده.

د امریکې د تحقیقاتي ادارې اېف بي ایي مشر کاش پټېل په اېکس یو تصویر شریک کړی چې د هغه په قول په هوايي جهاز کې امریکې ته د شریف الله د رارسېدو منظر ښيي. پټېل وايي شریف الله په رسمي ډول اوس د امريکې په حراست کې دی.

د کابل د هوايي مېدان د ابي ګېټ (دروازې) خوا ته په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایان او تر ۱۷۰ پورې افغانان وژل شوي او ۱۵۰ نور کسان زخمیان شوي وو. دغه حمله د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په وخت، د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶مه شوې وه او د حملې پړه داعش ترهګرې ډلې منلې وه.

کانګرس ته خپل تقریر کې ټرمپ د نیول شوي تن نوم نه و څرګند کړی او د هغه د نیولو لپاره يې د پاکستان د حکومت مننه وکړه.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ټرمپ ستاینه وکړه چې د ترهګرۍ خلاف کوښښونو او د شریف الله په ګرفتارۍ کې يې د پاکستان کردار ومنلو. د پاکستان وزیراعظم هم د امریکايي صدر شکریه ادا کړه. "مونږ د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ مننه کوو، چې په ټوله سيمه کې یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د رول او ملاتړ ستاينه کړې ده.

شهبازشریف يه اېکس یو پېغام کې وویل شریف الله د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې نیول شوی دی. ”شهبازشریف د ځای نوم یاد نه کړو.

د امریکې د انصاف وزارت په خپل بیان کې وویل د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶ نېټه امریکايي او اتحادي ځواکونو د حامد کرزي په نړیوال هوايي مېدان د انخلا عملیات کول او په ابي دروازه په زرګونو ملکي خلک موجود وو.

د بیان ترمخه، د مازیګر پینځنيمو بجو نه لږ وخت وروسته د داعش خراسان وسله عبدالرحمان لوګري د ځان پورې تړلی ځانمرګي بم خلاص کړو چې په نتيجه کې يې ۱۳ امریکايي عسکر او قریباً ۱۶۰ ملکي کسان ووژل شوو.

وزارت په خپل بیان کې وویل د امریکايي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي سره د مارچ په دویمه نېټه مرکه کې شریف الله ومنله چې د اېبي دروازې د حملې په تیارۍ کې یې مرسته کړې وه چې په خودکش بمبار دپاره لاره څارل هم شامل وو.

شریف الله ویلي هوايي اډې ته د بمبار د نږدې ورتګ دپاره يې داسې لارې کتلې چې امریکايي ځواکونه او طالبان نه معلوم نه کړی شي او کله چې مطمین شو محفوظه لار يې وموندله نو د داعش نور وسله وال یې خبر کړل.

شریف دا هم منلې چې لوګری یې د داعش د وسله وال په څېر د پخوا راهسې پېژندلو.

د شریف الله مقدمه به د ورجېنیا ریاست يو عدالت کې چلول کېږي او د جرم په ثابتېدو ورته د عمر قېد سزا ورکړی کېدی شي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG