لاس رسیدونکی لینک

 
د مالي کال ۲۰۲۵ په وړمبو پينځو میاشتو کې د امریکې د بجټ خساره ريکارډ حد ته زیاته شوې وه
تازه خبر

د مالي کال ۲۰۲۵ په وړمبو پينځو میاشتو کې د امریکې د بجټ خساره ريکارډ حد ته زیاته شوې وه


د حکومت په مالي چارو نظر ساتونکی تنظیم کمېټي فار رېسپانسېبل فېډرل بجټ، په موجود مالي کال کې حکومت سره ورځ اته بېلین ډآلر قرض اخیستی دی
د حکومت په مالي چارو نظر ساتونکی تنظیم کمېټي فار رېسپانسېبل فېډرل بجټ، په موجود مالي کال کې حکومت سره ورځ اته بېلین ډآلر قرض اخیستی دی

د مالي کال ۲۰۲۵ په وړمبو پینځو میاشتو کې د امریکې د بجټ خساره د یو اشاریه یوڅلور اووه ټرېلین ډالر ریکارډ کچې ته رسېدلې. دا خبره د امریکې د خزانې وزارت د شورو، چهارشبې، په ورځ وکړه.

د صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت په وړمبۍ پوره میاشت فېبرورۍ کې د بجټ خساره ۳۰۷ بېلین ډالر وه، چې کال مخکې د بجټ د خسارې نه څلورفیصد زیاته ده.

د بجټ د خسارې په دې تازه موده کې د اکتوبر نه د فېبرورۍ پورې وخت او د مخکنی صدر جوبایډن د حکومت اخیرۍ څلور میاشتې هم شاملې دي. د دې نه مخکې، د کال ۲۰۲۰ د اکتوبر د میاشت نه واخلې د کال ۲۰۲۱ د فېبرورۍ پورې د بجټ خساره یو اشاریه صفر څلور ااووه وه چې په کې د کرونا وبا په وخت حکومتي اخراجات او د حکومت وبا په سبب د حکومت په امدن کې کمی هم شامل و.

د خزانې وزارت وویل د ۲۰۲۴ د فېبرورۍ په مقابل کې د کال ۲۰۲۵ د فېبرورۍ په میاشت کې د بجټ په خساره کې د ۱۱ بېلین ډالرو اضافه شوې وه په حکومتي قرضونو د سود ادایګۍ او په سوشل سېکیورټي او د صحت د خېر ښېګړې پروګرامونو دپاره پېسو د حکومت امدن وخوړو.


د بجټ خساره په زیاتېدو لا د صدر ټرمپ د دې اقداماتو اثرات نه لیدل کېږي چې غواړي د امریکې د اقتصادي همکار ملکونو په درامداتو ټېکسونه ولکوي او د وفاقي حکومت حجم کم کړي.

د حکومت په مالي چارو نظر ساتونکی تنظیم کمېټي فار رېسپانسېبل فېډرل بجټ، په موجود مالي کال کې حکومت سره ورځ اته بېلین ډآلر قرض اخیستی دی.

د تنظیم مشرې مایا مېک ګېنېس په یو بیان کې وویل د دې خبرې دپاره د بل څه تصدیق ضرورت نشته چې نیم مالي کال تېر شو خو اسمان ته د ختونکي قرض د قابولو په لړ کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د خزانې د وزارت یو چارواکي وویل په چینايي درامداتو د ټرمپ د اضافې په سبب د حکومت په حاصلاتو لا څه اثر نه دی شوی خو ممکنه چې د مارچ د میاشت په حالاتو کې ښکاره شي.

د فېبرورۍ په میاشت کې او په کلیز بنیاد د حکومت اخراجاتو ځلکه زیات شوي وو چې د حکومت په قرض د سود شرح زیاته شوې، حکومت امریکایانو ته په ټېکس کې د ماشومانو په سر د پېسو رعایتي ادایګي کړې او د سوشل سېکیورټي په شرح کې د ګرانۍ په مطابق اضافه شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG