هېريس د اسرايل د وزيراعظم سره "بې تکلفه او رغندنه" ليدنې وروسته ويلي، هغه د اسرايل د خپلې دفاع د حق ملاتړ کوي.
بلوم په اسلام اباد کې په یو سېمينار کې په دې خبره ټینګار وکړو چې د ولس د اییني حقونو تحفظ د پاکستان د اقتصادي ترقۍ دپاره اهمیت لري
په واشنګټن کې د نېټن یاهو خلاف د شورو، چهارشنبې، په ورځ د یو شمېر مظاهرو انتظام شوی دی. د نهې، سه شنبې، په ورځ د هغه هوټل نه بهر هم مظاهره وشوه چې اسرایلي وزیراعظم په کې استوګن دی او د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې هم مظاهره شوې ده
د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن د وایټ هاوس نه قوم ته خپله وېنا کې به بایډن د خپل حکومت په کارکردګۍ، صدارتي زغل نه د وتلو په خپله فېصله او د اینده په اړه خبرې کوي
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مېتهيو میلر پاکستان کې د اپوزيشن مشرانو د نیولو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، "مونږ د اپوزيشن مشرانو په نیولو تل اندېښنه څرګنده کړې، مونږ د پي ټي آی د مشرانو د نیولو خبرونه ليدلي، د کوم وياند نيولو په ليدو زه په شخصي توګه خفه کېږم"
نور کتل
No media source currently available