ټرمپ تېره هفته د کېنېډې او د مېکسیکو په درامداتو د ۲۵ فیصد نوي ټېکس اعلان وکړو خو څو ورځې وروسته يې د اپرېل د دویمې نېټې پورې وځنډول او دا خبره يې غېر واضحه پرېښوده چې مخکې به څه کېږي
ماهران وائ پاکستان د انټرنبټ د لارې روزګارو کولو یا فری لانیسنګ لحاظ سره نړۍ کې څلورم غټ ملک دې او سټار لینک په دې لړ کې پرمختګ له مهم دې . خو تراوسه ده انڼرنيټ نه بی برخه پاتې شوې او خاص کر له په پاک افغان پوله پرتو جنګ ځپلو سیمو لپاره دا ده یو بدلون راویستونکې ګام زيري ثابت کیدې شی
روبيو وویل اراده لري چې د کانګرس سره په صلاح مشوره د یواېس ای ايي باقي پاتې ۱۸ فیصد پروګرامونه وساتل شي او انتظام به يې په زیات موثر انداز کې د سټېټ ډپارټمنټ د سرپرستۍ دلاندې کېږي
خلیل د یونېورسټۍ د انتظاميي سره د هغه طالب علمانو د مرکچي کردار ادا کړی و چې د احتجاج په توګه یې د یونېورسټۍ په مېدان خیمې لګولې وې او یونېورسټۍ غوښتل چې احتجاجی کېمپ دې ختم کړی شي. د دې کردار په سبب خلیل په یو څو هغو فعالانو کې شامل و چې نوم او شناخت يې معلوم و.
د واشنګټن پوليسو ويلي، د اتوار، يکشنبې په ورځ سپينې ماڼۍ سره نزدې د سيکرټ سروس لخوا د يو تن ويشتو او ژوبلېدو د پېښې پلټنې کوي.
د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ د يرغمل شوو دپاره استازي اېډم بوهلر د اتوار، يکشنبې په ورځ ويلي، تېره اوونۍ د حماس ډلې سره په غزه کې د يرغمل شوو په اړه ليدنه ډېره ګټوره وه، او دغه ليدنه به په يوه اوونۍ کې د هغو خوشي کولو ته لاره جوړه کړي.
نور کتل
No media source currently available