د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې کاناډا له کلونو راهیسې د لرګیو او شيدو پر محصولاتو د تعرفو له لارې امریکا لوټلې ده، او ګواښ یې وکړ چې ممکن همدا جمعه په کاناډا باندې ورته محصولات یا تعرفې ولګوي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې خبریالانو ته وویل چې کاناډا د امریکا پر لبنیاتو ( شیدو، کوچ، پنیر، ماسته اؤ نور) او لرګیو "ډېرې زیاتې تعرفې" لګولې دي، چې له امله یې امریکا نه شي کولای خپل مصنوعات هلته وپلوري.
هغه زیاته کړه، که کاناډا دا تعرفې ختمې نه کړي، نو امریکا به پرې هم ددې په څېر تعرفې ولګوي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له مکسیکو او کاناډا څخه د امریکا بازار ته د صادراتو پر زیاتره برخو خپل نوي ۲۵ سلنه تعرفې د څلورو اونیو لپاره ځنډولي.
هغه وویل، د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شینبام سره تر خبرو وروسته یې دا پرېکړه وکړه، ځکه مکسیکو د امریکا سره د ناقانونه کډوالو د بهیر د کنټرول او د فینټانیل په نوم زهرجن نشه يي توکو د مخنیوي لپاره همکاري کړې ده.
له دې یوه ورځ مخکې، ټرمپ اعلان وکړ چې د موټرو پر وارداتو تعرفې به وځنډوي، ځکه د امریکا درې سترو موټر جوړوونکو شرکتونو خبرداری ورکړی و چې دا تعرفې به دوی ته مالي زیان ورسوي.
ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، "هند پر موږ ډېرې درنې تعرفې لګولي" او امریکا نشي کولای هند ته خپل محصولات صادر کړي.
خو د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوی د امریکا سره د یوه دوه اړخیزه سوداګریز تړون پر سر کار کوي، چې موخه یې د تعرفو او نورو خنډونو کمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسد زنځیر لا پیاوړی کول دي.
Forum