د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره په ټېلې فون خبرې وکړې او دا خبره يې تکرار کړه چې اسرایل سره د امریکې ملاتړ په "فولادو کې نغښتی" دی
د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل په پي ټي اېم د بندیز مخالفت وکړو او د پاکستان په حکومت يې غږ وکړو چې خپله فېصله دې بېرته واخلي او د غورځنګ د فعالانو په ضد د ترهګرۍ د قوانینو استعمال دې په سمدستي ډول ختم کړي
د اسلام اباد څخه وتلی خبریال او څېړونکی اسد علي طور ډیوه سره خبرو کې وایي"کوم تنظیم چې ټوله مبارزه د ټي ټي پي په پاکستان کې د ابادولو، ترهګرو ته د پناه ورکولو او د هغوي سره د رياست د ساز باز خلاف کوي، تاسو په هغه تنظیم بنديز لګوئ، او تور لګوئ چې هغه د ترهګرو سره رابطې لري، دا خو يوه ټوکه ده."
د فلسطيني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یواېن ار ډبلیو ای، مشر فېلېپ لزاریني په اېکس یو پېغام کې وویل لږ تر لږه ۴۰۰۰۰۰ فلسطینیان د غزه په شمال کې ګېر دي
په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې امنیتي ځواکونو د جرګې لپاره ټاکل شوی میدان یا ګراونډ پخپله ولکه کې اخستی ، دغلته یې مورچې جوړې کړي، بکتر بندي ګاډي اؤ نوره درنه مشینري یې د جرګې په میدان ودرولې ده
دا بريد په داسې وخت کې شوی، چې په ټول هېواد کې امنيتي ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد عمليات ترسره کوي، او په بلوچستان کې په دې وروستيو مياشتو کې د بريدونو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی چې زیاتر بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بیلتون خوښو ډلو منلې دي
د امریکايي چارواکو د تازه خبرداري له مخې، ايراني هېکران د امریکا د راتلونکو ټاکنو د اعتماد کمولو هڅه کوي، د هدفونو په لټه کې دي، په ځانګړي توګه د هغو کسانو چې د امریکا د سیاسي کمپاينونو دپاره کار کوي.
اېمنېسټي انټرنېشنل وویل په پي ټي اېم پابندي او د پي ټي اېم د فعالان په هدف کولو دپاره د ترهګرۍ د قوانینو استعمال د پرامنه اقلیتي احتجاج کوونکو د اجتماع د ازادۍ د حق سپکاوی دی
نور کتل
No media source currently available