د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، بلوچستان کې په جعفر اېکسپرېس برید کې د افغانستان خاوره کارول شوې او د پېښې په وخت هم معلومه شوې، چې رابطې هم افغانستان کې موجودو خلکو سره کېدې. له دې وړاندې د پاکستان پوځ هم دغه رنګه دعوه کړې خو په افغانستان کې واکمن طالبانو دغه دعوې په کلکه رد کړي دي.
په درامداتو د نوي ټېکسونو په اعلامیه کې ټرمپ وویل د سټیل په درامداتو کې عدم توازن د امریکې د قومي امنیت دپاره خطر و.د امریکايي اقدام په جواب کې یورپین یونین د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د اپرېل د میاشت نه به د امریکې د ۲۸ بېلین ډالرو مالیت په درامداتو ټېکسونه ولګوي
د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې د ګل، دوشنبې په ورځ نوی اېپ وړاندې کړی، کوم چې به په غېر قانونه توګه امریکا کې مېشتو بهرنيانو ته، د ممکنه ګرفتارۍ او بندي کېدو په ځای "په خپله د وتلو" لاره يا اجازت ورکوي.
نور کتل
No media source currently available