په ټوله نړۍ کې جمهوریت، شهري ازادۍ او بشري حقونو ته په ورپېښو خطرو نظر لرونکي غېر دولتي نړیوال تنظیم فريډم هاوس په خپل کليز رپورټ کې ويلي، د جمهوري او شهري ازاديو په لحاظ پاکستان په جزوي توګه ازاد هېواد دی او پاکستان په نړيواله درجه بندۍ کې درې درجې نور لاندې راغلی دی.
پاکستان او روس د سه شنبې یا نهې په ورځ موافقه کړې ده چې د ترهګرۍ او مخدره موادو پر ضد مبارزه کې به خپلې دوه اړخیزه همکارۍ لا پسې پراخوي.
په تحقیقاتو کې موندل شوي چې په تېرو ۲۵ کلونو کې د سمندري جهازونو په نړیوال مارکېټ کې د چین برخه ډېره زیاته شوې ده. په ۱۹۹۹ کې چین د سمندري جهازونو د ټن په حساب شرح پينځه فیصد وه. د ۲۰۲۳ پورې دا شرح مارکېټ د ۵۰ فیصد نه زیاته شوه
په افغانستان کې واکمنو طالبانو منلې، دوه برتانوي وګړي [ښځه خاوند]، يو امريکايي وګړي او ژباړونکی یې ورله نيولي دي.
جرمني کې د فریډرک مرز په مشرۍ زاړه پالي، قدامت خوښې [کرسچن ډېموکرېټک يونين، سي ډي یو] ډلې انتخابات ګټلي، او بله افراطي ښي اړخه [الټرنېټيو فار جرمني، اې ایف ډي] دویم ګوند ګرځېدلی چې زياتې څوکۍ يې ګټلي دي.
نور کتل
No media source currently available