د امریکایي صدر ډونلډ ټرمپ انتظامیې د پاکستان په ګډون د ۴۳ هېوادونو پر وګړو د سفري بندیزونو لګولو وړاندیز باندې غور پیل کړی.
افغان طالبانو د پاکستان دا دعوه رد کړې ده چې ګني د نهې/سې شنبې ورځې د اورګاډي یرغمل نیولو پېښه د افغانستان په خاوره کې منصوبه سازي شوې وه او له هغه ځایه هدایت کېدله.
د تورخم دروازې پرانستو لپاره د افغانستان او پاکستان د دواړو خواو ولسونو او سوداګرو ترمنځ شوې جرګې پرمخ تګ د ځنډ ښکار شوی دی. د جرګې ځنډېدو له کبله، تورخم دروازه په 20مه ورځ هم د مسافرو تګ راتګ او دوه اړخيزه تجارت لپاره په مکمله توګه تړلې پرته ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، بلوچستان کې په جعفر اېکسپرېس برید کې د افغانستان خاوره کارول شوې او د پېښې په وخت هم معلومه شوې، چې رابطې هم افغانستان کې موجودو خلکو سره کېدې. له دې وړاندې د پاکستان پوځ هم دغه رنګه دعوه کړې خو په افغانستان کې واکمن طالبانو دغه دعوې په کلکه رد کړي دي.
افغانستان کې واکمنو طالبانو "په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي او نورو لوریو څرګندونې عقدهمندانه بللي"، او دعوه یې کړې، "افغانستان یو امن هېواد دی او هېڅ خپل سري فعالیت ته پکې اجازه نه ورکول کېږي".
د یوناما مشرې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبان د حکومت سره د نړیوالې ټولنې سیاسي تعامل د لږ پرمختګ سبب شوی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د طالبانو د حکومت په هکله د نړیوالې ټولنې ناهیلیتوب مخ په ډیریدو دی.
د پاکستان پيپلز ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي د تورخم پولې پرانستو دپاره اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کړی، تورخم دروازه د 21مې فرورۍ راهسې بنده ده، د دواړو خواو ترمنځ شوې جرګې هم تراوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او تجارت غټې لارې تورخم د شخړې په اړه پرون په نهم مارچ د دواړو خواو څخه د سیاسي، قبايلي او سوداګرو مشرانو ترمنځ جرګه شوې، ويل شوي د جرګې د پرمختګ په اړه نن بيا د جرګې کېدو امکان دی.
نور کتل
No media source currently available