د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او تجارت غټې لارې تورخم د شخړې په اړه پرون په نهم مارچ د دواړو خواو څخه د سیاسي، قبايلي او سوداګرو مشرانو ترمنځ جرګه شوې، ويل شوي د جرګې د پرمختګ په اړه نن بيا د جرګې کېدو امکان دی.
د تورخم لارې د تړل کېدو له امله ځینې افغانان دې ته اړ شوي چې د چمن پولې له لارې پاکستان ته داخل شي او خپل ناروغان روغتونونو ته ورسوي
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ويلي، "د بنو ترهګره پېښه کې ککړ ترهګر پوځيانو وژلي خو د بريد پلانونکي او سهولت کار به هم زر د قانون منګولو ته راوستل شي که هر چرته وي".
مولوي عبدالکبیر د افغانستان د ګاونډیو ملکونو نه دغه غوښتنه په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني سره په جدا جدا ملاقاتونو کې وکړه
پاکستان وايي، د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ د دغه اعلان ستاينه کوي چې نوموړي ويلي، افغانستان کې د امریکې پاتې شوې وسلې او نور سامانونه اوباسي.
نور کتل
No media source currently available