لاس رسیدونکی لینک

 
د ښځو په نړیواله ورځ افغان مېرمنې وایي پخپل وطن کې له بشري حقونو محرومه دي
تازه خبر

د ښځو په نړیواله ورځ افغان مېرمنې وایي پخپل وطن کې له بشري حقونو محرومه دي


نن د مارچ په اتمه په ګرده نړۍ کې د ښځو نړيواله ورځ د ښځو د ټولنيزو، اقتصادي، کلتوري او سياسي لاسته راوړنو د ستاینې دپاره په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د افغان ښځو په وېنا افغانستان کې مېرمنې لا هم د خپلو بشري حقونو څخه بې برخې دي او په ټولنه کې خپل مهم کردار نشي لوبولی۔

افغان ښځې وايي په هېواد کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته په تعليم، کار، روزګار او ټولنيز فعاليوتونو باندې بندېز او محدوديتونو لګېدلو سره افغان مېرمنې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د ذهني فشارونو او ناروغو هم ښکار کېږي۔

د افغان ښځو د حقونو فعالانې وايي په داسې مهال چې افغان مېرمنې د هېواد په داخل کې د تعليم او روزګار په لړ کې د يو شمېر بنديزونو او محدوديتونو سره مخ دي، د ښځو نړيواله ورځ نمانځل اوس دوی لپاره کوم خاص ارزښت نه لري۔

د افغان ښځو د حقونو فعاله ظریفه غفاري وي او اې ډيوه سره خبرو کې وایي" هغه مېرمنې چې مکتب ته نشي تللې، هغه مېرمنې چې خپل اواز نه شي وچتولی، هغه مېرمنې چې د انسان په صفت خپل انساني او حتی د مسلمان په صفت خپل اسلامي حقونه نه شي لرلی نو هغوي د پاره طبعي ده چې دا ورځ ډېره بې معنا ده او زه سوچ کوم چې هغوی دغه نړيواله کلمه باندې نور به باور و نلري"

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو مشر هبت الله اخند زاده د تیر 2024م کال په دسمبر کې د طبي زده کړو په ادارو کې د جينکو او ښځو په زده کړو بندېز اعلان کړو چې لا تر دې دمه دوام لري۔

ملګري ملتونو په دې وروستيو کې ويلي و چې دا بندېز په اوږد مهاله کې د روغتيا څانګه د ګواښونو سره مخ کوي۔

د تېر کال په اګست میاشت کې طالبانو په ښځو تازه محدودیتونه عملي کړل او هغوی یې په عامه ژوند کې د زمزمه کولو، شعر ویلو، یا په لوړ اواز کې د خبرو کولو نه منعې کړې، او امر یې کړی چې ښځې دې د کوره بهر ټول وجود او مخ پټ وساتي۔

افغان مېرمنې وايي په هېواد کې اکثره ښځو خپل روزګارونه دلاسه ورکړي دي او د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د ذهني ناروغيو ښکار کېږي.

افغان خبریاله مژده عزیزي ډیوه سره خبرو کې وایي،"يوازې هغه بخش چې دوی پکې اوس کار کوي هغه د روغتيا برخه ده چې هغه هم ډاکټره وي، نو اوس ځينې ښځي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او هم دا رنګه ځينو ښځو کې ذهني ناروغۍ هم پېدا شوي دي چې د دوي په ژوند هم اثر کوي او دوی نه شي کولی هر هغه څه چې په ژوند کې لري له هغې نه په سمه توګه ګټه پورته کړي"

طالبانو په افغانستان کې ښځې په خصوصي سېکټر کې د کار کولو نه منعه کړې دي او د شپږم ټولګي پورته په سکولونو او پوهنتونو کې يې د جينکو په زده کړو هم بندېز لګولی دی۔

د افغان ښځو د حقونو فعاله شینکۍ کړوخیل ډيوه ته وایي"نږدې 4 ميليونه جينکۍ سکولونو ته تللې او دا کوم حکومتونو په زور ښوونځيو ته نه لېږلې بلکې خپلو کورنيو يې غوښتل، او نن د مهاجرت کچه هم په دې خاطر لوړه وسي چې خلک د خپلو نجونو د تعليم په خاطر د افغانستان نه وځي چې لورګانې يې وکړی شي تحصيل وکړي"

هغه وایي کوم وضعيت چې په افغانستان کې دی دا نامساعده وضعيت دی له طالب چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د ښځو په اړه پخپلو پالیسیو بیا له سره نظر واچوي.

د طالبانو له خوا په جينکو او ښځو لګول شويو بنديزونو ته په نړيواله کچه پراخه غبرګونونه ښودل کېږي، خو طالبان د ښځو تعليم يوه داخلي مسله بولي او علت يي د يو مناسب چاپېريال رامنځته کول او طرحي جوړول بللي دي۔

افغان طالبان دعوه کوي چې د شریعت په چوکاټ کې يې ښځو ته ټول حقونه ورکړي دي او د تېر په پرتله اوس افغانستان کې د خلکو حقونه زيات خوندي دي خو په افغانستان نظر لرونکي څېړنکاران وايي حقيقت د طالبانو د دعوې نه ډېر بدل دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG