د اوچا په رپورټ کې ويل شوي چې د بودیجې کمښت له وړاندې څخه درې میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو څخه محروم کړي، د پنځه کلونو څخه د کم عمر 1،3 میلیونه ماشومانو او 4 لکه او 70 زره امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکو میندو ته غذايي خدمتونونه بند شوي دي
څيړونکي وايي د تحريک انصاف په تېر حکومت کې د ټي ټي پي سره په دغو مزاکراتو او په صوبه کې وسله والو ته د استوګنې اجازت ورکولو کې شامل سياسي او عسکري مشرانو پرضد د پلټونو کمېشن جوړولو دپاره د اې اين پي ترڅنګ دې ټول سياسي ګوندونه مشترکه لاره خپله کړي
یو تازه رپورټ کې ويل شوي چې په نړيواله کچه هره ورځ نزدې 2000 ماشومان د هوا ککړتيا سره تړلیو ناروغيو د پېچيدګيو سره مخ کېږي۔ رپورټ وایي د 700،000 نه سېوا تر پینځو کالو کم عمره ماشومان په 2021 کې د هوا د ککړتيا له امله مړه شوي چې زيات شمېر يې د جنوبي اېشيا او افريقې دی. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
د سياسي چارو افغان څېړونکي د دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو او د بشري حقونو دپاره د کارکوونکو ګډون مهم بولي، خو وايي که دوی ګډون ونه کړي نو بيا هم نړيواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه مالومات لري.
د افغان ښځو د حقونو فعالانې وايي چې د جينکو په تعليم له بندېز وروسته جونې د ذهني ناروغو، معاشرتي ستونزو او د کم عمرۍ له ودونو سره مخ شوې دي دوی واييو د طالبانو له خوا اخېستل شوي دې ګام له امله نه يوازې په افغان ټولنه خراب اثر پريوزي بلکې د طالبانو خپل حکومت دپاره هم د ستونزو د زیاتېدو سبب ګرځي.
پاکستان او چين د طالبانو نه د ټولشموله حکومت، ښه ګاونډیتوب او د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې د نه کارېدو غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف وايي پاکستان کې 38 فيصده يعنې 11 ميلينه د پینځو کالو نه کم عمره ماشومان د خوراک د کمي سره مخ دي. اداره وايي دا شمېرې د مېندو، پېغلو جينکو او د ماشومانو دپاره د خوراک او غذايت ښه کولو بیړنۍ اړتيا په ګوته کوي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
د ماحولیاتو پوهان وايي، پاکستان کې د موسمي بدلون او د اوبو د سرچينو د کمېدو له وجې د کروندې ځمکې د بنجر کېدو له خطر سره مخ دي دوی وايي، د لږو اوبو په مرستې سره د ځمکې بحالۍ او د فصلونو د پېداوار زیاتولو دپاره به د اوبه خور د نويو طريقو د خپلولو ترڅنګ د موسمي بدلون سره برابر تخمونه کارول هم وي.
د ښځو، سولې او امنیت کاري ډلې غوښتنه کړې چې د دوحې د غوندې په ګډون دې د افغانستان په اړه ټولو غونډو کې افغان مېرمنو ته مساوي حق ورکړل شي
د روغتيا د چارو پوهان وايي د شري نه ماشومان خوندي کولو دپاره مهمه ده چې ماشومانو ته ويکيسن ورکړی شي او کوم ماشوم چې د دې رنځ ناروغه کړې وي بايد د نورو ماشومانو څخه جدا کړل شي.
د پاکستان په زياتره سيمو کې روان کال د اپريل په مياشت کې د بې وخته او ډېرو بارانونو وروسته د می په مياشت کې د تودوخې کچه په ناڅاپي توګه زیاته شوې
د قبايلي ضلعو ولس د صوبايي حکومت د هغې پريکړې مخالفت کړی چې يادو سيمو ته د ټېکس ادا کولو په برخه کې ورکړل شوي ريليف نېټه پوره شوی او اوس به ټېکس ورکوي دوی وايي ترڅو چې حکومت له دوی سره خپل لوظونه نه وي پوره کړي ټيکس ورکولو ته نه دي تيار. تفصيل د عبدالرزاق په راپور کې.
نور کتل