لاس رسیدونکی لینک

 
افغان ماشومانې نجونې وایي که له پاکستان وویستل شي نو د زده کړو خوب به یې نېمګړی پاتې شي
تازه خبر

افغان ماشومانې نجونې وایي که له پاکستان وویستل شي نو د زده کړو خوب به یې نېمګړی پاتې شي


د افغان کډوالو د ايستلو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړې د مديحه بي بي په نوم افغانې زده کوونکې ترڅنګ د يو شمېر هغه نورو جينکو تعليم او روښانه مستقبل هم د ګواښ سره مخ کړی دی چې په پاکستان کې یې د کډوالۍ په مهال خپلې زده کړې دوامداره ساتلي دي.

افغان کډوال د خپلو ماشومانو د تعليم او افغانستان کې د سرپناه د غم خوړلو ترڅنګ پاکستان کې خپلو روزګارونو هم پرېشانه کړي دي۔

اته کلنه مديحه بي بي چې د خيبر پښتونخوا د جلاله سیمې د افغان کډوالو کيمپ کې ابتدايي زده کړې کوي، افغانستان ته ستنېدل نه غواړي چې مقصد يې پاکستان کې خپل تعليم کول دي۔

مديحه بي بي ډیوه ته وایي افغانستان کې د جینکو په تعلیم بندیز لګول شوی نو که دوي بېرته افغانستان ته ستانه شي نو له تعلیم یا زده کړو به محرومه پاتې شي

هغه وایي"مونږ پاکستان کې پېدا شوي يو، هلته(افغانستان کې) به زمونږه کاروبار نه وي، زما مشران روريان که وای نو هلته به يې زما پلار سره کاروبار کولو او منډا به يې ورسره وهله، پاکستان کې مونږ ځکه پاتې کېږو چې دلته به مونږه ټول تعليم وکړو او هلته په تعليم يې پابندي لګولې ده نو کور کې به ناست يو او دلته به خپل ټول تعليم وکړو"

افغان طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د شپږم ټولګي نه پورته په سکولونو او پوهنتونو کې د جينکو په تعليم بندېز لګولی دی چې د څه باندې دريوؤ کالو تېرېدو وروسته هم دوام لري۔

پاکستان پخپل ملک کې د میشتو ټولو ناقانونه بهرنیانو د ایستلو پرېکړه کړې او د کورنیو چارو وزارت د مارچ په 7مه ټولو ناقانونه کسانو او افغان سټیزن کارډ لرونکو ته د روانې مياشتې 31مې نېټې پورې پاکستانه له وتلو امر کړی دی۔

افغان کډوال وايي په داسې مهال چې افغانستان کې اقتصادي وضعيت خراب دی د دوی خپل هېواد ته ستنول به يې ستونزې نورې هم زياتې کړي۔

د جلاله افغان کيمپ کې مېشت کډوال وکیل خان ډیوه سره خبرو کې وایي،"د څلوېښتو يا درې څلويښتو کلونو نه مونږ دلته يو، مونږه ودونه دلته کړي هغه مو د افغانستان نه کړي دي نو د ښځو کارډونه مو اي سي سي دي يو نيم او زمونږه پي او ار دي نو هغه مشکل سره هم مخامخ يو"

د نوموړي په خبره "دوی( پاکستان) وايي چې اي سي سي به ځي او پي او ار به پاتې کېږي، اوس که مونږه دې ځای نه ځو نو په تمبو کې به وخت تېروؤ، نو که دا چرته دې غربت سره مونږ مخامخ شو نو زمونږه د وړو دا تعليم پاتې کېږي"

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو ترمخه په پاکستان کې شاوخوا 1،3 ميليونه افغان کډوال پي او ار کارډونه او د 880،000 نه سېوا کډوال د عارضي اوسېدو افغان سيټيزن کارډونه لري۔

په خیبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال د پاکستان وروستي اعلان اندېښمن کړي دي او وايي چې په دومره کم وخت کې د دې هېواد نه خپل روزګارونه او سرمايه دوی لپاره راټولول يو مشکل کار دی۔

محمد خان چې یو کډوال دی

جلاله کيمپ کې یو بل افغان کډوال محمد خان ډیوه ته وویل "زمونږه د خلکو سره کهاتې دي، د خلکو زمونږه سره کهاتې دي، مونږه په قسطونو مالونه ورکوو، دا دومره لنډ تنګ وخت کې راغونډول ډېر مشکله کار دی"

هغه وایي "که مونږه خپلو قرضونو پسې ځو نو په اسلام اباد او پېنډۍ او نورو ځايونو کې پولیس مونږ رانيسي، د 43 کالو راهسې زمونږه ژوند دی په کېمپ کې دی، مونږه سره ای سي سي کارډونه دي، نو دا ژوند بېرته د سره کېدل دي او هلته يو سرپناه جوړول دا ډېر مشکل دي"

هغه د پاکستان د حکومت نه غوښتنه وکړه چې اول خو دې افغان کډوال نه وباسي اؤ که چرې خامخا یې وباسي نو بیا دې هغوي له یو اوږد مهلت ورکړي چې هغوي پکې خپلې معاملې راټولې کړي.

پاکستان په کال 2023 کال کې د امنیت د ښه کولو په خبره د ملک نه د ناقانونه غېر ملکیانو د اېستلو دپاره اقدامات شروع کړل۔

د کډوالو نړيوالې ادارې یو اېن اېچ سي ار د شمېرو ترمخه د 2023 راهسې 825000 افغانان د پاکستان نه خپل وطن ته ستانه شوي دي، تر 40000 پورې افغانان پاکستان ډیپورټ یا ملک بدر کړي دي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG