د اېکنا ریليف د امریکا برخې مشر عبدالرؤف خان د وایس آف امریکه سره خبرو کې وویل چې د هغو اسلامي فلاحي تنظیم تر اوسه درې زره کورنیو ته امداد فراهم کړی دی.
د زیارت/پنجشنبې په ورځ د یو جاري کړی شوي رپوټ ترمخه، د چین نه پس اسرائیل د نړۍ پر مخ دویم داسې هېواد دی چېرته چې تر ټولو زیات صحافیان یې بندیوان کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ترمخه، په اسلام آباد کې چارواکو د جنوري له اولې نېټې بیا تر ۱۵مې پورې، دوه سوه و پنځه اتیا (۲۸۵) افغانان واپس افغانستان ته لېږلي دي.
امریکایي چارواکو او د مذاکراتو منځګړیو د شورو/چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې حماس او اسرائیل د یوې ډزبندۍ په سر اتفاق کړی چې نتیجه به یې د حماس ډلې لخوا د ځینو یرغمالانو آزادېدل وي.
څه موده وړاندې چې د هند او د افغان طالبانو د مشرتابه ترمنځ په وړومبي ځل د جګپوړي سفارتکارۍ په کچه ناسته وشوه، د څېړونکو په نظر، دا په افغانستان کې د نوې ډیلي لخوا د خپل اثر رسوخ پراخه کولو یو لوی ګام و.
په اسلام اباد کې افغانې فعالانې وايي چې د پولیسو هره ورځنۍ چاپې د دوی ژوند لا سخت کړی دی. دوی زياتوي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته راغلې وې، خو دلته هم ځانونه خوندي نه ګڼي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو د دې يو شمېر علتونه په ګوته کوي چې په کې د توان ستونزې او ورسره په خلکو کې د ساېبر قوانینو او د تحقيقاتي اېجنسيانو په اړه مالوماتو کمې شامل دې.
نور کتل
No media source currently available