د امریکا صدر دانلډ ټرمپ د زیارت/ پنجشنبې په ورځ اروپايي اتحاد ته خبرداری ورکړی چې که چرې دوي په امریکايي شرابو ( وسکي) ٫٫ ناوړه ۵۰ فیصده تعرفه٬٬ ولګوله، نو په ځواب کې به په دغه هیوادونو کې تیاریدونکو(واېن، شېمپېن) او نورو شرابو ۲۰۰ فیصده محصولات ولګوي.
صدر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل په یو پېغام کې ویلي چې اورپايي اتحاد ٫٫ په نړۍ کې تر ټولو زیاته ناوړه او دښمنه مالیه لرونکي چارواکي دي.٬٬ نوموړي زیاته کړې چې په کال ۱۹۹۳م کې د اروپايي ټولنې د جوړیدو یواځینی مقصد ٫٫ د امریکا نه اقتصادي ګټې ترلاسه کول وو.٬٬
وروسته چې کله د ډانلډ ټرمپ نه یو خبریال په واېټ هاوس کې پوښتنه وکړه چې ایا هغه به د امریکا اتحادیانو پرضد د لوړو محصولاتو د دهړکې نه وروسته شي، نو صدر ټرمپ په ځواب کې ویلي ٫٫ مونږ د کلونو راهسې لوټل شوي یو، او نور به څوک خپلو لوټلو ته پرې نه ږدو، نه زه به نور نه لاندې کیږم، نه په سټیلو، نه په اېلومینیمو او نه په ګاډو.٬٬
تیره میاشت ډانلډ ټرمپ د امریکا لوې اقتصادي ملګرو هیوادونو میکسیکو، کېنېډا، چین او په اروپايي اتحاد د محصولاتو په بدل کې د محصولاتو جګړه شورو کړې، چې د صدر ټرمپ په وینا د دغه مقصد د مېکسیکو او کېنېډا نه امریکا ته د نشي توکو په خاصه توګه د فېنټلینو جریان بندول، او سامان جوړونکي دې ته هڅول دي چې په نورو هیوادونو کې خپل کارونه وتړي او امریکا ته راشي چې دلته روزګارونه پېدا کړي.
د سه شنبې/ شورو په ورځ ډانلډ ټرمپ د اروپايي اتحاد په ګډون د ۳۵ هیوادونو نه امریکا ته د فولادو او اېلمونیم په صادراتو ۲۵ فیصده محصولاتو لګولو اعلان کړی وو.
اروپا په سمدستي توګه د دغې په ځواب کې خپلو هیوادونو ته په امریکايي صادراتو د 28 بېلینه ډالرو محصولات اعلان کړل، او کېنېډا هم په خپل ګاونډي هیواد د 20 بېلینه ډالرو تعرفه ولګوله.
د اروپا لخوا اخستل شوي دغه نوو ګامونه به یواځې په فولادو او اېلومینیم نه بلکه زرعي اوزارو، په کور کې کاریدونکي سامانونو، موټرساېکلو، خوراکي شیانو او په جامو به یې هم اغیز وي لکه څنګه چې د صدر ټرمپ په لومړۍ دوره کې وو.
امریکې د شورو، چهارشنبې، په ورځ ملک ته د سېلورو او د سټیل په هر ډول درامداتو ۲۵ فیصد نوي ټېکسونه ولګول او ځینو اتحادي ملکونو ته په دې لړ کې مخکې ورکړی شوي استثناګانې يې ختمې کړې.
د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت د دې ګام نه به امریکې ته د ارجنټاین، اسټرېلیا، برازیل، برطانيي، کېنېډې، جاپان، مېکسیکو، ساوت کوریا او د یورپين یونین درامدات متاثره شي.
په درامداتو د نوي ټېکسونو په اعلامیه کې ټرمپ وویل د سټیل په درامداتو کې عدم توازن د امریکې د قومي امنیت دپاره خطر و.د امریکايي اقدام په جواب کې یورپین یونین د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د اپرېل د میاشت نه به د امریکې د ۲۸ بېلین ډالرو مالیت په درامداتو ټېکسونه ولګوي.
ټرمپ تېره هفته د کېنېډې او د مېکسیکو سره د ټېکسونو جنګ شروع کړو او د دواړو ملکونو په درامداتو يې د ۲۵ فیصد ټېکسونو اعلان وکړو خو بیا يې د یوې میاشت دپاره وځنډول.
ټرمپ وايي په کېنېډا دباو اچوي چې امریکې ته د غېر قانوني نشۍ توکیو او په خصوصي توګه د فېنټېنل د سمګلېنګ مخه ونیسي.
د کېنېډې د انټاریو صوبې چارواکو اعلان کړی و چې د امریکايي اقدام په جواب کې به یو اشاریه درې مېلین امریکايي صارفینو ته په بجلۍ به ۲۵ فیصد ټېکس ولګوي خو دې خبرې د ټرمپ غصه راوپاروله او هغه وویل چې د کېنېډې په سټیل به ټېکس زیات کړي. د نهې، سه شنبې، په ورځ د دواړو ملکونو چارواکې مذاکرات وکړل او اونټاریو په بجلۍ د ټېکس لګولو او امریکا د کېنېډې په سټیل د ټېکس د زیاتولو نه په شا شوه.
په درامداتو د ټېکسونو په اړه د ټرمپ د تګلارې په سبب د امريکې سټاک مارکېټونه غورځېدلي دي.
Forum