څیړنکار وايي اقتصادي چېلنجونه، د سست رفتاره اقتصاد نه واخلې تر بی روزګارۍ او په لوی کچ د جایدادونو سره تړلې ستونزې ځینې هغه مسلې دي چې په سبب يې د لويو جرمونو کچه لوړه شوې او په حوالاتونو کې د بندیانو شمار سیوا کیږي
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د داعش ډله د "فتنه ګرو وحشي ګروپ" په نوم ياده کړې او ويلي يې دي، د "مينځه یې وړې" ده. د طالبانو وياند بيا دعوه کړې، د دغه ګروپ د پاکستان بلوچستان صوبه کې "د داعش له مرکزونو څخه مستقيما رهبري کېده".
افغانستان کي د ایران سفیر حسن کاظمي قمي په سوشل مېډیا باندې، د لسهاوو غیرقانوني افغان کډوالو د مرګ خبر رد کړی دی.
د پاکستان سرښار اسلام اباد کې د شانګهاي همکارۍ تنظیم د 23مې سرمشریزې غونډې په ختمېدو جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي، د يوې نړۍ، يوې کورنۍ او يو مستقبل په فلسفه ټينګار کوي او د غېر امتيازي روڼ تجارتي نظام ضرورت ته پام ګرځوي.
اسلام آباد کې د شنګهاي همکارۍ سازمان 23مې سرمشريزه پرانستې غونډې ته په وينا کې د پاکستان وزير اعظم شهباز په سیمه ييزه امنيت او ثبات ټينګار کړی دی. سږ کال دا غونډه په داسې وخت کې روانه ده، چې د ياد تنظيم دوه باني غړي هيوادونه روس او چين هم د ترهګرۍ څخه متاثره شوي دي.
د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند میتیو ميلر پاکستان کې د شنګهاي د همکاریو د سازمان په روانه غونډه خپل غبرګون کې ویلي، امریکا د هر هیواد په یوه خپلواکه ډله یا ګروپ کې د ورګډيدو د حق درناوی کوي.
د څېړونکو په نظر په پاکستان کي چيناؽى وګړي په نخښه کونکي بلوڅ لبريشن ارمي او نورې بلوڅ بیلتون خوښې ډلې چين ته د يو استعماري طاقت په توګه ګورى او وايي چين او پاکستان په ګډه سره د دوى اقتصاړى محروميانې نورې زياتوى، او دا ډلې د سي پيک مخالفت کوي
نور کتل