لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: پاکستان هغه افغانان هم له ملکه وباسي چې د یو اېن اېچ سي آر اسناد لري


د زلمي عتیق په نوم د یو افغان کډوال د موبایل له ویډیو اخېستل شوی سکرین شاټ چې ښيي پولیس افغان کډوال نیسي او په یو ګاډي کې یې تهاڼې ته وړي.
د زلمي عتیق په نوم د یو افغان کډوال د موبایل له ویډیو اخېستل شوی سکرین شاټ چې ښيي پولیس افغان کډوال نیسي او په یو ګاډي کې یې تهاڼې ته وړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر) د زیارت/پنجشنبې په ورځ وي او اې ته وویل، پاکستان له پایتخت اسلام آباد نه د افغان شهریانو د اېستلو په لړ کې، په لسهاوو هغه افغانان هم اېستلي دي چې د ېو اېن اېچ سي آر لخوا ورکړی شوي اسناد ورسره و.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ترمخه، په اسلام آباد کې چارواکو د جنوري له اولې نېټې بیا تر ۱۵مې پورې، دوه سوه و پنځه اتیا (۲۸۵) افغانان واپس افغانستان ته لېږلي دي. په پاکستان کې د یادې ادارې استازې، فېليپا کنډلر وي او اې ته وویل چې په واپس کړی شوو افغانانو کې، اتیا (۸۰) تنانو سره یې داسې ابتدائي دستاوېزات و چې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري هغو ته ورکړي و.

مېرمن کنډلر زیاته کړه، که څه هم د یو اېن اېچ سي آر لخوا ورکړی شوي ابتدائي اسناد، د افغانانو دپاره قانوني تحفظ نشي مهیا کولی، مګر دا څرګندولی شي چې د ملګرو ملتونو دغه اداره د دوی د مهاجرت په صورتحال غور کوي، او یا شاید هغه کس تازه د مېشتېدو پروسه پیل کړې وي.

کنډلر زیاته کړه چې پخوا پاکستاني چارواکو به معمولآ هغه کسان نه واپس کول کوم چې د یو اېن اېچ سي آر لخوا جاري شوي هرډول کاغذات ورسره و.

کنډلر همدا راز وویل: "مونږ به کولی شول په عمومي توګه هغه افغانان آزاده کړو چې زمونږ لخوا ورکړی شوي دستاوېزات ورسره و."

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې راهيسې په ټول ملک کې د افغان کډوالو په وړاندې اقدامات پیل کړي او وایي غېرقانوني افغان کډوال وباسي. دا ګامونه داسې وخت کې اخېستل کیږي چې پاکستان د زیاتېدونکې ترهګرۍ نه ېره څرګندوي او په ځینو واقعاتو کې یې تور لګولی چې ګني افغانان په کې ککړ پاته دي، خو افغانستان دا دعوې په کلکه ردوي. څېړونکي دا د پاکستان یو سیاسي فشار ګڼي.

د ډېوې واټساپ
د ډېوې واټساپ

د واپس کولو حکم

پاکستان پس د هغه خپل اقدامات سخت کړل چې داخله وزیر محسن نقوي په نوامبر کې اعلان وکړ چې ټول افغان شهریانو ته په کار ده د کال د ختمېدو پورې د اسلام آباد ښار له انتظامیې څخه د عدم اعتراض سرټفېکېټ یا تصدیقنامه – اېن او سي – ولري، که نه نو وبه اېستل شي.

ښاغلي نقوي دعوه وکړه چې ګني افغانانو په هغې مظاهرې کې برخه اخېستې وه چې د نوامبر ۲۴مې نه تر ۲۶مې پورې د پاکستان تحریک انصاف غړو د خپل مشر عمران خان د خوشې کولو په خاطر اسلام آباد کې ترسره کړه.

په هغې مظاهرې کې لږ تر لږه څلور امنیتي اهلکار ووژل شول او بیا چارواکو د عمران خان د ګوند په ضد اقدام کې د هغه لږ تر لږه دوولس (۱۲) ملاتړي ووژل.

د زلمي عتیق په نوم د یو افغان کډوال د موبایل له ویډیو اخېستل شوی سکرین شاټ. د پولیسو په ګاډي کې ناست منځنی کس عنایت الله امید دی چې افغانستان کې صحافي و، اوس اسلام آباد کې کډوال دی
د زلمي عتیق په نوم د یو افغان کډوال د موبایل له ویډیو اخېستل شوی سکرین شاټ. د پولیسو په ګاډي کې ناست منځنی کس عنایت الله امید دی چې افغانستان کې صحافي و، اوس اسلام آباد کې کډوال دی

چاپې

د عنایت الله امید په نوم یو افغان چې وایي د جنوري په ۵مه پولیسو د هغوی په سیمې چاپه ووهله او هغه یې د نورو سره ګرفتاره او څو ګنټې حراست کې وساتلو، وایي چې، "دا یوه ښه تجربه نه وه."

امید چې افغانستان کې صحافي و، د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د طالبانو د ظلم له ېرې، په مېډيکل ویزې سره پاکستان ته ولاړ.

هغه وایي د پاکستان نه د اېستل کېدو وېره یې کورنۍ ډېره سخته ژوبله کړې ده. نعمت الله امید د خپلې کورنۍ حال داسې بیانوي: "زما مېرمنې درې ځله د ځان وژلو کوشش وکړو، هر ځل چې فشار زیاتیږي، هغه د خودکشۍ هڅه کوي. دا څه ژوند دی؟"

اېمنسټي انټرنېشنل یا د بښنې نړېوال سازمان د پاکستان په دې فیصلې چې د افغان کډوالو دپاره یې اېن او سي درلودل ضروري ګرځولي، مایوسي ښودلې ده.

عنایت الله امید وایي، اېن او سي ته د درخواست کولو طریقه آسانه وه او د اسلام آباد ډېسټرکټ کمېشنر دفتر چارواکو ښه رویه کوله. مګر هغه سره اوس صرف یو رسید په اختیار کې دی چې ښيي هغه اېن او سي ته درخواست ورکړی. نوموړې اوس مطمین ندی چې آیا اسلام آباد کې د پاته کېدو نور دستاوېزات به ترلاسه کړی شي او که نه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG