لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتين: د خېبر د جرګې پرېکړې جمهوري او د اکثريتي رايو د لارې شوې وې


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين وايي، د خېبر ضلعې پښتون قامي جرګه د ولس د ارمانونو سره سمه، په قربانو او ستړو ترسره شوې، په پي ټي اېم بنديز لګول شوی او د هغې وروسته یې د 2300 څخه زيات ملګري يې په شيډول فور کې اچول شوي، خو سياسي ګوندونو یې بيا ملاتړ نه دی کړی.

د پاکستان حکومت د خېبر پښتون قامي جرګې نه يوه اوونۍ وړاندې پي ټي اېم لاقانونه ګرځولی وو. شيډول فور يا فورت شيډول د پاکستان د ترهګرۍ د قانون 1997 برخه او داسې قانون دی چې حکومت یې د لارې هغه کسان او تنظيمونه د څار لاندې ساتي، په چا چې د کومې ترهګرې ډلې دپاره د کار کولو شک وي، يا ورسره تعلق لري، يا د هغو هلې ځلې د ملکي امنيت دپاره خطره جوړېدی شي.

پښتين په خپله فېس بک پاڼه تفصیلي وينا کې ويلي، د خېبر ضلعې د اکتوبر د 13مې جرګه او پرېکړې هلته د موجود سياسي او قبايلي مشرانو په موجودګۍ کې په جمهوري انداز او اکثريتي رایو ورکولو د لارې شوې وې.

هغه ويلي، په 15م اکتوبر ډان اخبار کې یو خبر خپور شوی، او د ځينې سياسي ګوندونو لخوا پکې ويل شوي وو، چې دغه پرېکړې دوی نه دي کړي پي ټي اېم کړي، په هغو پرېکړو کې "د 60 ورځو پرېکړه، د طالب پوځي وتل دغه پرېکړې يادې کړل شوې وې".

د پښتين په خبره، د يادې جرګې د ملاتړ دپاره په 20م اکتوبر د يو ګوند مشر را ونه وتلو، تر دې چې په ټولنيزو رسنيو یې هم ورته کمپېن ونه کړو، باوجود د دې چې د دې دپاره په شريکه سوګند شوی وو.

منظور پښتين د کوم سياسي ګوند نوم نه دی اخستی.

هغه ويلي، "بیا چې مونږ پته وکړه څه کيسه ده، چې دا پرېکړې چې مونږ د ټولو سره نه يو. ما ورته وويل چې زه يو غړی يم، بيا مې ورته د ناستې وويل، په هغې کې د يو دوه ګوندونو نه علاوه نور څوک رانغلل، د هغو سره مې خبره وکړه چې مسله څه ده، تاسو خبره ورسره وکړئ، چې هغه وايي چې دغه د 60 ورځو خبره، دغه د 3000 کسانو راټولولو داسې په دې خبرو کې مونږ نه يو".

پښتين زياته کړې یې ده، "ما ورته وويل چې مونږ په دا خبرو به هم ورته تېر شو، مونږ به دلته ټول رای سره وکړو، نه به دا 60 ورځې ورته يادوو، نه به دا وتل ورته یادوو، چې تاسو وايئ چې د دا هر څه په موجودګي کې به دا وطن په خېر او په امن کې وي".

نوموړي زياته کړې، نه د بجلۍ په مسله بيا رايو ځای شو او نه د کورمې په مسله، او بيا يو بل احتجاج اعلان وشو، بیا يو څو ګوندونه هم رانغلل. "د جرګې پس د سوشل ميډيا پورې پوسټ هم نه دی شوی د جرګې په ملاتړ".

خېبر کې د درې ورځنۍ جرګې پرېکړې د 14م اکتوبر په شپه ناوخته منظور پښتين اورولې، هغه وخت د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور د سیاسي ګوندونو او قبایلي مشران هم په ګڼ شمېر کې موجود وو.

د جرګې د اعلامیې په سبا له د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په پرامنه توګه د پښتون قامي جرګې سرته په رسیدو د خوشالۍ څرګندونه کړې ده او اسمبلۍ کې د موجودو سیاسي ګوندونو پارلیماني مشرانو د جرګې غوښتنې آيیني ګرځولې وې.

د روانې میاشتې د لومړۍ اوونۍ په پای کې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ټول په ټوله غړو نه جوړې کمېټۍ پخپله وړومبۍ غونډه کې د پښتون قامي جرګې په غوښتنو د پرمختګ لپاره په تګلاره جوړولو غور کړی او پرېکړه یې کړې، چې د پښتون قامي جرګې په غوښتنو د پرمختګ لپاره به اسمبلۍ کې موجودو د ټولو سیاسي ګوندو په غړو مشتمله یوه ذیلي کمیټي جوړولی شي .

پښتين ویلي، "مونږ وعده سره کړې وه که د جرګې ممبران ونیول شي، په هغې به مونږ ټول شريک اېکشن اخلو، د جرګې ممبران ونيول شو، تش په خله مذمت ونه شو، خلک وايي منظور چرته دی، نو ملک نصير خو موجود وو، وې نيولو بيا څه وشو؟".

نوموړي خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ په اړه تفصيلي خبرې کړي او ويلي یې دي، "هر څه چې وشو، اوس هم مونږ دا وايو چې راځئ اوس هم لا لار شته دی، راځئ چې اوس هم سره يو شو، مونږ د ضد خلک نه يو".

د منظور پښتين د خبرو وروسته سياسي ګوندونو په رسمي توګه کوم غبرګون نه دی ويلي، خو په ټولنيزو رسنيو پرې بحث پيل شوی دی.

پښتين ويلي، "پښتون وطن د ټولو مسلو دپاره اتحاد ته اړتيا لري، بايد مونږ بيا هم خپله مبارزه به ساتو، د اتحاد هڅه به کوو، ورک نه يو، نتيجې به یې راځي، خپل وطن او ولسونه ورته نه پرېږدو".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG