لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون قامي جرګه: پوځ، طالب او داعش دې 60 ورځو کې د پښتنو له خاورې وځي، که نا، بندوبست به یې وکړي


د پښتون قامي جرګې پرېکړې اعلان شوې
د پښتون قامي جرګې پرېکړې اعلان شوې

د پښتنو د حقونو تحریک پي ټي اېم لخوا په خېبر کې جوړې جرګې وسله والو ډلو، پوځ، طالب او داعش ته خبرداری ورکړو، چې د پښتنو د سیمې نه دې په 60 ورځو کې وځي، او غوښتنه یې وکړه، په ډېورنډ کرښه دې د تګ راتګ لپاره د 2010م نه وړاندې حالت بېرته پر ځای شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين د پښتون قامي جرګې په درېمه شپه ناوخته د جرګې پرېکړې اعلان کړې.

منظور پښتين وويل، ، جرګې پرېکړه وکړه، "چې چونکې په دې خاوره نوره هیڅ بدامني، نور هیڅ جنګ نشته خو پاکستاني پوځ او وسله وال تنظیمونه چې په بېلا بيل نومونو د طالب نه تر داعش پورې ياديږي، دې جرګې مشترکه پرېکړه وکړه، چې دوه مياشتې وخت دی ورسره، زمونږ د خاورې نه دې وځي".

منظور پښتين وويل، "که چري په دې دوه مياشتو کې په دې خاوره امن خرابوونکي قوتونه د دې خاورې څخه ونه وتل، بيا به دا جرګه خپل بندوبست کوي، چې څنګه د دې خاورې نه او د دغې وطن نه مونږ هر هغه قوت ايستلی شو، چې په دې خاوره جنګ جوړوي".

نوموړي زياته کړه، "دې جرګې پرېکړه وکړه، چې بجلي د پښتون وطن پيدوارا دی، په قبايلي سيمو کې اعلان دا دی، چې دا به مفته وي، خو د مفتې دا معنا نه ده چې بجلي به نه وي، او د پښتونخوا په نورو سيمو کې دوی د 60 زياتې روپۍ په يو يونټ اخلي، جرګې متفقه فيصله وکړه، چې د نن ورځې نه پس به هيڅوک په يو يونټ تر پينځو روپو زيات بل نه ورکوي".

پښتين وويل، "جرګې پرېکړه وکړه، چې په ډېورنډ لاين باندې څومره هم د تګ راتګ او تجارت ګېټونه، لارې دي، د 1893 نه واخله تر 2010 پورې چې په کومو قوانينو باندې پښتنو افغانانو ته د تګ راتګ اجازت وو ، بغېر پاسپورټ ويزې، هغه به بيا بحال کيږي".

منظور پښتين وویل، "جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتنو په منځ کې د قبيلو د يو بل ترمنځ شخړې دي، يا په دې وطن باندې د فرقو په بنياد باندې کوم جنګونه دي د هغو د حل کولو دپاره جرګې خپله يوه جرګه جوړه کړه، هغه به ټولو ضلعو ته ځي خصوصي به کورمې ضلعې ته ځي، هلته او په ټولو ضلعو کې به د جنګ بندۍ پرېکړې کوي".

نوموړي زياته کړه، "جرګې فيصله وکړه، چې نن ورځ نه پس وردي او بغېر وردي، يو پښتون به هیچا ته يوه روپۍ بهته خوري، قلنګ نه ورکوي، او که چري چاته د قلنګ کال، ټيليفون کېدو، يا په زور یې اخستله، دا قام ملت به ټول د هغه سره ولاړ وي".

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG