اېف اېس بي وویل داسې دستاوېزات يې ترلاسه کړي چې ښښي دغه سفاراتکاران د برطانيي د خارجه دفتر یوې څانګې په دې بنیادي مقصد رالېږلي دي چې روس ته سټرېټيجېک شېکست ورکړي. اېف اېس بي وویل سفارتکاران په مبینه توګه استخباراتي معلوماتو په راټولولو او د وران کارۍ په هلو ځلو کې ککړ وو
د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي
د امریکايي چارواکو ترمخه که څه د دواړو ملکونو د وسلو د استعمال خبره به د بایډن او د سټارمر د ملاقات په موضوعاتو کې شامله وه خو دا توقعو نه کېږي په دې لړ کې به په تګلاره کې د بدولون اعلان وشي
د جمعې په ورځ اډیاله زندان کې خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې عمران خان ویلي هغه د علي امین ګنډا پور لخوا افغانستان سره د خبرو اؤ د امن ټينګولو د هڅو ملاتړ کوي
اپوزیشن ګوندونه او حکومتي ګوند تحریک انصاف د قامی اسمبلۍ د ودانۍ دننه په عامو جامو کې د پولیسو د چاپې پہ کشاله تر څه حدہ پہ یو دریځ ولاړ وؤ او دا یې په جمهوریت او د پارلیمان په خپلواکۍ ګزار وبللو
سياسي او ټولنيز فعال مولانا خانزېب ډیوه سره خبرو کې وایي"دلته د استخباراتي ادارو، انټېلجنس نظام او د رياستي ادارو ناکامي راغلې ده، ولسونو کې قهر دی، غصه ده، او د هغه قهر او غصې د اظهار په توګه باندې نن د حاجي لونګ لاره باندې دا ولس ناست دی
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پولېنډ د دورې په مهال په سرښار وارسا کې خبري غونډې ته وویل کتل غواړي چې بشري ځایونه محفوظ وساتل شي. هغه زیاته کړه دا خبره په دوامداره توګه د اسرایل سره راپورته کوي
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د زيارت/پنجشنبې په ورځ د چین يو څيړنيز انسټيټيوټ او څو کمپنيانو بنديزونه لګولي دي، د چا په اړه چې ويل کيږي د پاکستان بېلسټک ميزايل پروګرام دپاره یې په سازوسامان ورکولو کې لاس لرلو.
د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې پوليس وايي، تېره شپه ناوخته یې د لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کاميابې شوي او دوی ته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړل شوی، له هغې وروسته یې احتجاج ختم کړی دی، خو ورسره یې ويلي، که د غوښتنو تړون عملي نه شو بيا په اتفاق سره بله فيصله کوي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د پېښور کونسل جنرل محب الله شاکي سره د سيمې په امنيت، دوه اړخيزه تجارت او صوبه کې افغان کډوالو ته د ورپېښو مسلو سره په نورو موضوعاتو غږېدلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي، پرون په 12م ستمبر وسله والو په منځني افغانستان کې په ملکي خلکو بريد کړی دی.
وایټ هاوس د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې صدر جو بایډن به په دویم او آخري ځل د سپټمبر په ۲۱مه پخپل ټاټوبي ډېلوېر ایالت کې د کواډ مشرانو د غونډې کوربه وي.
نور کتل
No media source currently available