د پاکستان پوځ د جعفر ایکسپریس په برید کې د ختیځ سرحد لاس لرلو ته اشاره کړې، خو په لوېدیځ سرحد باندې هم دا مهال حالات ښه نه دي او د پاکستان افغانستان تر منځ تورخم دروازه له درو اونیو بنده ده چې کاروبارونه او د خلکو تګ راتګ یې زیات اغېزمن کړي دي.
د جنوبي ایشیا په منځ کې د پاکستان او افغانستان له پولې سره پرتې د پښتنو سیمې دا مهال د بدامنۍ ښکار دي، کله په جوماتونو، کله په پوځي چاوڼۍ او کله په عامو خلکو ترهګر بریدونو کیږي.
په امنیتي شخړو باندې د پېښور پوهنتون د تحقیقي ادارې IPCS مشر ډاکټر جمیل احمد دې هر څه ته په دې سیمه کې د عالمي طاقتونو د پالیسیو او د هغوی د اهدافو په رڼا کې ګوري.
هغه وایي له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف د جنګېدونکې امریکې پالیسۍ بدلیږي او بل طرف ته چین په داسې شخړو نېغ په نیغه رامخې ته کېدو ته تیار نه دی، وایي په داسې صورتحال کې دغه د بدامنۍ پېښې سېوا شوې او پاکستان فشار کې راغلی دی:
"دنیا ټوله خبره ده کوم او څنګه چې مونږ جغرافیه څارو هر چاته پته ده چې څوک چرته ناست دی چاته پیسې چرته نه راځي او څه واقعات دي خو بهرحال پاکستان انتهایي دباو لاندې دی، دې وخت کې یو ټیسټ کېس دی د پاکستان سیکیورټي فورسز د پاره هم او د عوامو د پاره هم".
د ساوت ایشیا ټېریرازم پورټل ادارې د روان کال 2025م د مارچ تر شپږمې نیټې پورې راجمع شوې شمیرې ښیي، په روان کال کې 700 نه زیات خلک په شاوخوا 179 پیښو کې وژل شوي دي چې پکې 381 ترهګر شامل دي.
په امنیتي چارو نظرساتونکی خبریال طارق وحید وایي، په وروستي امنیتي صورتحال کې که وفاقي حکومت د ملک د بې ثباته کوونکو ډلو پرضد په پوره قوت سره د مقابلې کولو ژمنه کړې، نو ترهګرو منظم بریدونه شورو کړي، خو وایي د حکومت اوس هم خپله پالیسي ډېره واضح نه ده:
"د تېر کال اعداد و شمار ښیي چې د امن او امان زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا کې شوې دي او که د دې کال شمېرې وګورو نو دا به د خیبر پښتونخوا د تاریخ د ټولو نه غټه چپه [څپه] وي چې په جنورۍ فرورۍ او مارچ کې روانه ده او د دې شکل اوس ډېر زیات منظم شوی دی".
خو څېړونکي فکر کوي که پاکستان په وروستیو بدلېدونکو حالاتو کې تګلاره جوړه کړي او دا شخړه هوارول وغواړي خو بیا هم دا ضروری ده چې نړیوال قوتونه هم دا وغواړي چې دلته امن راشي.
ډاکټر جمیل احمد وایي، "تر څو چې چین، انډیا، روس او امریکا دې څلورو قوتونو نه وي غوښتلي چې په دې سیمه امن راشي دلته امن ناممکن دی او که غواړي چې امن راشي نو دا څلور قوتونه به دا ترهګر ګروپونه او ریاست پاکستان سره کښېنوي".
روان کال په ټېریرازم ګلوبل انډیکس باندې د ترهګرۍ ځپلو ملکونو په درجه بندۍ کې پاکستان په دویمه درجه راغلی چې پکې تېر کال 1,081 بریدونو کې تر ټولو زیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې شوي او دا صوبې ځپل شوې دي.
ترهګر تنظیم تحریک طالبان پاکستان د دغو 52 فیصده وژنو ذمه وار ګرځول شوی دی، چې د پاکستان پوځ او حکومت یې اوس د خوارج په نوم یادوي.
Forum