لاس رسیدونکی لینک

 
حماس د یو ژوندي امریکایي یرغمل او د څلورو یرغملو د مړو د سپارلو اعلان کړی
تازه خبر

حماس د یو ژوندي امریکایي یرغمل او د څلورو یرغملو د مړو د سپارلو اعلان کړی


فایل فوټو: سټیو ویټکوف له صدر ډانلډ ټرمپ سره.
فایل فوټو: سټیو ویټکوف له صدر ډانلډ ټرمپ سره.

د منځني ختیځ لپاره د امریکې ځانګړی استازی سټیو ویټکوف وایي، حماس چې د جمعې په ورځ په خپل یو بیان کې د یو اسرایلي نژاده امریکایي پوځي پر خوشي کولو رضامندي ښکاره کړې، دا په حقیقت کې د دې اونۍ په پیل کې د "پُل" په نوم د ډزبندۍ لپاره د امریکایي چارواکو د وړاندیز شرط وو.

حماس د جمعې په سهار په خپل یو بیان کې ویلي، دوی د ایډن الیکزنډر پر خوشي کولو باندې متفق شوي دي چې ګومان کیږي په غزه کې وروستی ژوندی امریکایي یرغمل دی.

له اسرایل سره په غزه کې د ډزبندۍ تړون د دویم پړاو خبرو اترو د بیا پیلولو په اړه د منځګړو هېوادونو د وړاندیزونو له تر لاسه کولو وروسته حماس دا هم ویلي چې د څلورو نورو یرغمل شویو کسانو مړي به هم اسرایل ته وسپاري.

د حماس په بیان کې ویل شوي، دا وړاندیز په خبرو کې شریک نامعلوم منځګړي په قطر کې د ډزبندۍ د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره د کار د یوې برخې په توګه وړاندې کړی وو. امریکا، مصر او کوربه قطر د اسرایل او حماس تر منځ د جنګ بندۍ د خبرو اترو منځګړتوب کوي.

حماس په خپل بیان کې "د خبرو اترو د پیل کولو او د دویم پړاو د مسئلو په اړه یو هراړخیز تړون ته د رسېدو لپاره بشپړ چمتووالی څرګند کړ."

د جمعې په ورځ د امریکې د ملي امنیت له شورا سره په ګډ بیان کې د ویټکوف دفتر سپیناوی کړی چې هغه او د منځني ختیځ لپاره د ملي امنیت شورا مشر ایرک ټریګر یو وړاندیز کړی چې له روژې او د یهودانو له اختر وروسته به د اوسنۍ جنګ بندۍ د غزولو او د دایمي اوربند لپاره د چوکاټ په اړه خبرې اترې کوي.

په بیان کې ویټکوف وویل، د دې وړاندیز په بنیاد به حماس د فلسطیني بندیانو په بدل کې نور ژوندي یرغمل کسان خوشي کوي او د لومړي پړاو د جنګ بندۍ غزول به غزې ته د بشري مرستو د بیا پیلېدو لپاره ډېر وخت ورکړي.

هغه وویل امریکې له خپلو قطري او مصري منځګړو ملګرو غوښتي چې حماس ته "له هر ډول غیریقیني شرطونو پرته" دا پیغام ورکړي چې نوی وړاندیز باید زر تر زره عملي شي او ایډن الیکزنډر باید سمدستي خوشی شي.

ویټکوف په بیان کې وویل، "له بده مرغه، حماس په عامه توګه د لچک له دعوې سره جواب ویل غوره کړي، خو په شخصي توګه داسې غوښتنې کوي چې له دایمي ډزبندۍ پرته په بشپړه توګه د عملي کېدو وړ نه دي."

د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر پر ایکس ټولنیزه رسنۍ په یو بیان کې ویلي، که څه هم اسرایل د "ویټکوف چوکاټ" منلی دی، خو وایي حماس "د یرغمل شوو کسانو د کورنیو خلاف نفسیاتي جګړې ته دوام ورکړی دی."

په بیان کې ویل شوي نتنیاهو به د شنبې- خالي په ماښام د خبرو اترو له ټیم څخه د تفصیلي معلوماتو تر لاسه کولو لپاره د خپلو وزیرانو غونډه راوغواړي:

"د یرغمل شوو کسانو د خوشي کولو او زموږ د ټولو جنګي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره به د ګامونو په اړه پرېکړه وکړي."

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سیکرټرې کېرولین لیویټ د جمعې په ورځ فاکس نیوز ته وویل، هغه د حماس بیانونو ته په ظاهره په ارزښت ورکولو کې محتاطه ده، خو ټینګار یې وکړ چې صدر ډانلډ ټرمپ خپلو کورونو ته د یرغمل شوو کسانو د راوستلو لپاره "په احتیاط" کار کوي.

له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې د اسرایل او حماس تر منځ ډزبندي ده او د درې پړاوونو ډزبندۍ په لومړي پړاو کې حماس د شاوخوا 2,000 فلسطیني بندیانو په بدل کې 33 اسرایلي یرغمل شوي او پینځه تایلېنډیان ورسره تبادله کړل.

اسرایل پر حماس فشار راوړی د لومړي پړاو غزېدل دې ومني، چې د مارچ په دویمه پای ته ورسید. حماس ویلي وو غواړي د تړون دویم پړاو ته لاړ شي، چې پکې به د نورو یرغمل شویو خوشي کول او له غزې د اسرایلي پوځ وتل شامل وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG