لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عباس ستانکزی: د نجونو تعلیمي ادارې تړل بې جوازه دي،د ۲۰ میلیونه افغان وګړو په وړاندې د طالبانو بې عدالتي روانه ده


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي یو وارې بیا د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو په زده کړه د بندیز اقدام سره کلک مخالفت ښودلی اؤ وایي "په افغانستان کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو د تړلو لپاره هیڅ بهانه او دلیل وجود نه لري"

ښاغلي عباس ستانکزي د شنبې په ورځ ناوخته په ایکس رسنۍ له خپلې پاڼې د خپلې هغې وینا یوه برخه خپره کړې چې د خوست په ولایت کې یې د یوې دیني مدرسې د فارغونو د فراغت غونډې ته کړې ده.

د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړې چارواکي ویلي چې د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو له ډلې د نیمايي ۲۰ میلیونو پر وړاندې د طالبانو بې عدالتي روانه ده.

هغه ویلي چې هغوی د قیامت پر ورځ نجونو او ښځو ته ځواب ورکوونکي دي.

شیر محمد عباس ستانکزي ویلي چې د زده کړو د بندیز پریکړه د " اسلامي شریعت" پر اساس نه ده بلکې د طالبانو د" طبیعت" پر اساس ده.

په اګست کال ۲۰۲۱م کې د جمهوري نظام په نسکورولو سره چې طالبانو کابل د دوهم ځل لپاره ونیولو اؤ خپل لنډ مهاله حکومت یې اعلان کړو نو په شورو کې یې ویلي وؤ چې د ښځو اؤ اقلیتونو په ګډون به د ټولو طبقو بشري حقونه مراعاتوي .

خو د خپلې واکمنۍ لږه موده وروسته یې بیا د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو په زده کړو بندیز ولګولو اؤ هم یې د جینکو پوهنتونونه وتړل.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱.۱ میلیونه نجونې په افغانستان کې د ثانوي ښوونځیو د بندېدو له امله له زده کړو محرومې شوې دي.

همدارنګه، د لوړو زده کړو په برخه کې د نجونو ګډون هم منعی شوی، چې په افغانستان کې د تعلیم نه د محرومه ښځو شمېر لا زیاتوي.

د ملګرو ملتونو تعليمي، ساینسي او کلتوري ادارې يونيسکو ويلي چې سږ کال هم په افغانستان کې ۱۴ لکه نجونې د شپږم ټولګي پورته له زده کړو پاتې شوې دي.

شیرمحمد عباس ستانکزي د طالبانو له مشر وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانزي.

هغه ویلي" په دې برخه کې هیڅ بهانه او دلیل نشته دی. د جناب رسول الله صاحب په زمانه کې د علم دروازې د ښځو او سړیو پر مخ پرانیستې وې ، د همدې مسلې له امله نن ورځ ټوله نړۍ له مونږ سره ښکیل ده او په همدې دلیل پرمونږ انتقاد کوي. په کومه لار چې مونږ روان یو دا د طبیعت خبره ده نه د شریعت".

شیرمحمد عباس ستانکزي وویل: " ښځو ته میراث نه ورکول کیږي، ښخې خپل حق نه شي ټاکلی، هغوی په بدو کې ورکول کیږي، هغوی ته د تعلیم اجازه نه ورکول کیږي. هغوی ته جومات او مدرسې ته د تللو اجازه نه ورکوو، ښوونځي او پوهنتونونه مو تړلي دي ایا مونږ د شریعت پر لار روان یو؟"

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو دغه چارواکی پر خپل مشرتابه باندې په ښوونخیو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز له امله نیوکي کوي بلکې تر دې وړاندې هم په اکثره موقعو دغسې نیوکې کړې دي.

خو د طالبانو مشرتابه تراوسه دغو نیوکو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او نه یوازې دا چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ته یې دوام ورکړی، بلکې د نجونو او ښځو پر زده کړو یې بندیزونه لا پراخه کړي دي.

ملګري ملتونه وايي افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی دی.

کار پوهان وايي د يو هېواد نيمايي ابادي د تعليم ترلاسه کولو نه منعې کول ټولنه په مستقل ډول د تيارو سره مخ کول دي۔

د سياسي او اقتصادي چارو افغان کارپوهه ښاغلی اصف ننک وي او اې ډیوه ویلي، د افغانستان ۲۰۰ ولسوالۍ یا ضلعې دا مهال د ښځینه معلمانو څخه محرومې دي اؤ نیمایي ټولنه په تیاره کې پرته ده.

" نيمه ټولنه په تياره کې ده، په ۲۰۰ ولسواليو کې اوس ښځينه معلمې نه لرو نو دا به په شل دېرش کاله کې هم جبران نشو کړای"

نوموړی وایي "د تعليم د نه شتون معنا يې دا ده چې د خدایې د معارفت دپاره ته څوک بې وسه کوې، چې علم ولرې خو د خدایې معارفت اسانه کېږي، بل دا چې يو څوک به خدمت کولی شي،مسلک به ترلاسه کړي"

د بخښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې پخپل یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو له خوا د نجونو زده کړو څخه د منعې کولو اقدام د هغوی راتلونکی له منځه وړي او په وینا يې نړۍ نه شي کولی چې د هغوی ددغه خواشینوونکي وضعیت څخه سترګې پټې کړي۔

د افغان مېرمنو د حقونو فعالانې وايي چې د جينکو د تعليم څخه بندېز لرې کول نه يوازې د افغان ټولنې په ګټه دی بلکې د طالبانو د خپل رژيم د دوام دپاره هم مهم دي۔

د افغان مېرمنو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکې فعالې عادله بهرام نظامي په وینا،" فکر کوم که اوسني نظام پخپله پالېسۍ تجديد نظر وکړو نو يو خو دا ده چې د دوی په نفعه هم ده، په نفعه په دې معنا چې يوه سالمه اداره به منځته راشي او په هغې کې به د افغانستان ټول وګړي ځان وويني"

طالب چارواکو وار په وار ويلي چې د جينکو د تعليم پرضد نه دي او د زده کړو د ځنډېدو علت یې د هغوی لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول او د یوې طرحې جوړول بللي دي۔

خو د څه باندې دوو کالو تېریدو باوجود طالبانو نه خو د نجونو د زړه کړو نه بندیز پورته کړو اؤ نه ددې بندیز پورته کولو لپاره کومه مشخصه موده ښایي

(دې رپورټ کې ځېنې معلومات له وي او اې اشنا اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG