د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې د تیر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د اکتوبر تر میاشتې په افغانستان کې د خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو په ګډون ۱۷.۷ میلیونو افغانانو سره د بشري مرستو لږترلږه یو ډول مرسته شوې ده.
اوچا د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۹ په ایکس شبکه په خپور کړي راپور کې ویلي په دغه موده کې ۹.۶ میلیونو افغانانو د خوړو مرستې، ۷.۶ میلیونوسره روغتیايي مرستې او ۶.۴ میلیونو نورو افغانانو سره د کرهنې د بیړني ملاتړ په برخه کې مرستې ترلاسه کړي دي.
دغې ادارې ویلي چې د ۱۷.۷ میلیونو کسانو چې دا مرستې یې ترلاسه کړي ۵۵ فیصدو یې د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي دي.
اوچا ویلي چې اړمنو افغانانو ته یې دا مرستې د نړیوالې ټولنې له خوا د تیر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر تر ۲۷ پورې د ۱.۱۴ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو او هم د اړوم ۲۰۲۳ کال د بودیجې څخه د ۴۱۲ میلیونو ډالرو د پاتې پیسو له برکته رسولي دي. ادارې ویلي: "ددې سره سره ۱.۹۲ میلیارده بودیجه چې د نړیوالې ټولنې څخه د ټولې غوښتل شوې ۳.۰۶ میلیارده ډالرو بودیجې ۶۲ فیصده کیږي د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د میاشتې پورې نه ده ترلاسه شوې. په عین وخت کې د ناڅاپي ناورینونو پیل چې شدت ته یې زمینه برابروي نوې اړتیاوې رامخې ته کوي."
ملګرو ملتونو په افغانستان کې اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره په ۲۰۲۴ کال کې د نړیوالې ټولنې څخه ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه، چې ددغې بودیجې یوازې شاوخوا ۳۸ فیصده ورته برابره شوې وه. ملګرو ملتونو د بودیجې د کمښت وروسته اړمنو افغانانو ته د خوراکي توکو په ګډون خپل ځینې پروګرامونه یا بند او یا هم محدود کړل.
ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی دی.
اوچا ویلي چې په روان کال کې به هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.
اوچا ویلي چې د اړمنو افغانانو د ساتنې په ډلو کې په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او ماشومان او هغوی چې د معلولیت څخه کړیږي شامل دي او ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د هغوی بشري اړتیاوې نورې هم زیاتې نشي د مرستو ترلاسه کولو په برخه کې د اساسي ډلو په توګه پاتې شوي دي.
ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۲.۴۸ میلیاردو ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر (سیګار) ویلي چې د طالبانو له بیا حاکم کېدو وروسته ملګرو ملتونو اړمنو افغانانو سره د بشري مرستود چمتو کولو لپاره لازمه بودیجه نه ده ترلاسه کړې.
سیګار د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۶د ایکس په پاڼه په خپور کړي راپور کې ویلي چې ملګرو ملتونو چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستود برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیارد ډالرو بودیجه غوښتې وه، نړیوالې ټولنې ورته ددغه کال د اکتوبر د میاشتې تر ۲۲ پورې یوازې ۳۷ فیصده برابره کړې وه.
سیګار ویلي: "په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته ملګري ملتونو دغه هیواد لپاره د بودیجې ټاکل شوی هدف ددغو دریو کلونو په هرکال کې نه دی ترلاسه کړی. د ملګرو ملتونو د وینا په اساس د بودیجې دا کسر په نړۍ کې د یو داسې هیواد لپاره چې ترټولو د یو ستر بشري بحران سره مخ دی او ۲۳.۷ میلیون وګړي یې د اساسي اړتیاو د پوره کولو لپاره پر بشري مرستو متکي دي، شوی دی".
(د وي او ای اشنا په مننه)
Forum