کارپوهان وایي پاکستان کې 12 کاله وړاندې کال 2013م کې د ملګرو ملتونو په مرسته په نشو د اخته کسانو په اړه یوه سروی شوې وه خو دا وخت د کره شمیرو د نیشتوالي او نوو نشو د راتلو په وجه ددغو مریضانو د علاج او ټولنه کې د هغوي د بیا بحالۍ سمه منصوبه بندۍ کې مشکلات مخې ته راځي.
د ملګرو ملتونو د نشو او جرمونو دفتر یا یونایټډ نیشنز آفس آن ډرګز اینډ کرایم ددغې رپورټ ترمخې هاغه وخت پاکستان کې په نشو د اخته مریضانو شمیره 6.7 میلیونه تنان ښودل شوې ده.
پوهان وایي هغه وخت چرس، اپیم، هیروین او کوکین مشهورې نشې وې خو اوس ددغو نشو ترڅنګ دې کې د آیس نشه هم شامله شوې ده
له نشو په کامیابۍ ژغورل شوی تن عمر دراز وي او اې ډيوه ته وایي هغه به تر دې وړاندې ایس،پوډر اؤ چرس څښل اؤ ددې تر څنګ به یې د نشې ګولۍ هم اچولې خو وایي اوس روغ جوړ اؤ له نشو خلاص شوی دی.
پوهان وایي اوس به پاکستان کې په نشو د اخته مریصانو شمیره د اتوؤ میلینو کسانو نه هم اوړیدلې وي.
ددوي د څیړنو تر مخه خیبر پښتونخوا کې د نشو د مریضانو شمیرې د1.3 نه تر 1.7 میلیونو پورې ښودل کیږي چې پکې 78 فیصده نارینه او 22 فیصده زنانه دي .
له نشو په کامیابۍ ژغورل شوې یو بل تن شیرین ګل ډيوه ته وایي د هغه پلار په نشه اخته ؤ اؤ بیا ده هم تر دولسو کالو نشه وکړه خو اوس روغ شوی دی.
"دا نشه زمونږ پلار کوله، بس هغې سره ما هم شروع کړله. پوره دولس کاله مې کړې ده. او ډیره د ذلالت نشه وه سرجي. بس د ځان نه به نه وو خبر. کله په روډونو، کله په یو ځای او کله په بل ځای شپه به مو کوله"
په نشو د اخته مریضانو علاج کوونکي وایي کوم داروګان به چې دوي وړاندې ددغو مریضانو د علاج د پاره استعمالول اوس د ارزان بیعه نشو راتلو په وجه علاج کې دوي مشکلاتو سره مخ دي.
په نشو د اخته مریضانو د درملنه کوونکې ادارې مشر خان امیر وي او اې ډيوه ته وایي، پخوا چې به خلکو د هیروینو نشه کوله د هغې علاج به ډير په اسانه کېدای شو خو دا اوس چې کوم آيس راغلي ، ددې علاج ډير په ګرانه دی.
د هغه په وینا "پخوا هیروین به خلکو چې څښل، د هغې به ډیر په اسانه باندې ټریټمنټ کیدو. او اوس چې کوم آیس راغلل. دې آیسو کې کیمیکل استعمالیږي. هغه آیس نه دي. چې کوم به مطلب یورپ کې یا ایران کې ترلاسه کېدل. دلته خلکو خپلې کارخانې جوړې کړې دي. معذرت غواړم. مطلب دومره پیکټ آیس به پخوا په درې زره روپۍ میلاویدو. اوس په یو نیم سل دوه سوه روپۍ پیکټ میلاویږي"
کارپوهان وایي په نشو د اخته تنانو نه ټولنه او ددوي کورنۍ کرکه کوي نو ځکه ړومبی دغه مریضان علاج ته نه اماده کیږي او که د مریض علاج سرته ورسي نو د ټولنې د منفي رویې په وجه یو ځل بیا نشو طرفته مایله کیدای شي.
په نشو د اخته مریضانو د درملنې د ادارې مشره سحر خان ډيوه ته وایي د نشو د ناروغانو په درملنه کې د هغوي د کورنیو همکارۍ ته زیاته اړتیا وي.
د هغې په خبره "ډیر داسې ډرګ ایډکټډ وي. چې هغوي کله نشه اي شي. او کور کې یا غلاګانې وکړي. یا کور والا څه داسې غلط سلوک یا رویه وکړي چې د هغوي ترې زړه موړ شي. هغوي بیا هغه ایکسپټ کوي نه. نو چې کله ددوي علاج وشي. او دا فیملي والا دوي ایکسپټ کړي. نو دې کې فایده داده چې دا بنیادمان به دوباره نشه شروع کوي نه"
میرمن سحر خان زیاتوي نشو نه کرکه پکار ده. د نشې له مریضانو نه.
هغه وایي ددغو مریضانوعلاج د حکومت او ټولنې فرض دی او د نشه اي توکیو ټولنه کې د ترلاسه کیدو مخه نیول د ټولو زمه واري ده.
Forum