لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خدایې بخښلی لایق شاه درپه خیل


د پښتو ژبې نوميالى شاعر، اديب او ليکوال لائق شاه درپه خيل چې تيره ورځ وفات شوى ؤ دنهې په ورځ دشمالي وزيرستان درپه خيل سيمې پخپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوى دى.
دهغه په جنازه کې دشمالي وزيرستان سرکاري افسرانو، شاعرانو، اديبانو او خبريالانو په گڼ شمير کې برخه واخسته.
لا ئق شاه درپه خيل په 16 جون 1935ء درپه خيل ميرانشاه کې دزرباچا کره زيږيدلى ؤ.
هغه نظم او نثر دواړه ليکل او په تاريخ کې يې هم لاس لرلو.
نوموړي دوزيرستان دتاريخ په حقله د” دوزيرستان تاريخ “ او”ملا پاونده “ نومې کتابونه ليکلي ؤ.
خداې بخښلي درپه خيل دافسانو سره سره دزندان په نوم يو ناول هم ليکلى دى.
دافسرانو کتاب يې د” ټوچي چپې چپې “ چاپ دى.
درپه خېل د یو بل لیکوال محمد عارف خټک سره په شریکه د وزیرستان د قبېلو په اړه د انگریزۍ ژبې یو کتاب هم چاپ شوې دی.
په ادبي نړۍ کې لا ئق شاه درپه خيل ديو شاعر په توگه زيات شهرت لرلو او کلامونه يې وخت په وخت دپښتو په ورځپاڼو، مجلو او ادبي تذکرو کې چاپ کيدل.
دشعرونو يوه مجموعه يې” غريو“ په نوم چاپ ده.
هغه غوږه، ساده او روانه شاعري کوله چې پکې يې زياتره دخپلې سيمې پښتني الفاظ کارولي دي.
دغزلونو ترڅنگ يې نظمونه هم ليکل.
ددې ترڅنگ يې دوزيرو، محسودو، داوړو ، مروتو او بيټنيو مخصوص توري يا لفظونه په نوې خزانې نومې کتاب کې راټول کړي دي ،دهغه دغزل يوه نومونه په دې ډول ده
مۀ ځه دتدبير داسرې خوښې رضا پسې
کډې ليږدوه او روانيږه په قضا پسې
خوند دالله هو به يې له ستوني کله تير نۀ شي
څوک چې دي ليواله دسرو سپينو تمنا پيسې
پريږده عقل من که درته عشق کې ليونى وائي
عقل به يې درومي اخر ستا په ليونتيا پسې
نۀ يې دخپل ځان دحقيقت ځنې اشنا گڼي
تۀ خپله رڼا يې او گرځيږي په رڼا پسې
خواخوږي مې ډير شو راپسې نعرې سورې وهي
خدائيگو نۀ پوهيږم چې زۀ لاړ شمه په چا پسې
تا ته شمه ځير که نه دځان په تماشه شمه
خپله تماشا شوم ستا دحسن تماشا پسې
تۀ مې هم دلبره کله کله يادوې که نه
زۀ هسې لگيا يم شوگيرې کووم دې تا پسې

دلا ئق شاه درپه خيل په مړينه دهغه يو ملگرى او دپښتو ژبې نامتو ليکوال پروفيسر اسيرمنگل ډيوه ريډيو ته پخپلو تاثراتو کې وويل خداې بخښلى يواځې يو شاعر نۀ بلکې دسيمې يو مخوريز مشر اؤ قبائيلي ملک هم ؤ.
هغه وويل لا ئق شاه درپه خيل چې دپښتو او پښتنو دخيرښيگړې دپاره دقلم او عمل له لارې کوم خدمتونه کړي هغه په هيڅ شان دهيريدو نۀ دي.
پروفيسر اسيرمنگل زياته کړه ددرپه خيل په مړينه چې دپښتو ادب ميدان کې کومه خلا رامينځته شوې دهغې پوره کيدل به شايد چې زياتو وختونو ته اړتيا ولري.
نوموړي وويل په سويلي سيمه کې رشيدعلي دهقان او درپه خيل پښتنو ته دشعور ورکولو په کار کې دلمړي سر ليکوال ؤ. د لائق شاه درپا خېل په اړه نور معلومات تاسو د ډیوه ریډیو خبریال عدنان بېټني په رپورټ کې اوریدې شۍ.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG