لاس رسیدونکی لینک

 
د افغان خبریالانو د ملاتړ تنظیم په پاکستان کې د افغان خبریالانو په نیولو اندېښنه ښکاره کړې
تازه خبر

د افغان خبریالانو د ملاتړ تنظیم په پاکستان کې د افغان خبریالانو په نیولو اندېښنه ښکاره کړې


عکس مخکینی دی.
عکس مخکینی دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ تنظیم (اې جې ایس او) په پاکستان کې له افغان کډوالو په ځانګړي ډول افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو پر چلند ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په اسلام اباد کې پولیسو له عامو افغانانو سره افغان خبریالان هم نیولي دي.

د «افغان جرنلسټس سپورټ ارګنایزېشن» په نوم دغه تنظیم د فرورۍ په 20مه په یو بیان کې ویلي، د پاکستان پولیسو د افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو نیولي دي چې وایي دا په دغه هېواد کې د کډوالو یو "زړه‌ بوږنوونکی او دردونکی" حالت په ګوته کوي. په بیان کې ویل شوي:

"پاکستاني پولیسو وړمه ورځ په اسلام‌اباد ښار کې یو افغان خبریال ونیو، چې تنظیم یې د امنیتي سبب له امله نوم نه څرګندوي او ورپسې تېره ورځ ناوخته د دغه هېواد پولیسو د ذکیه کاویان په نوم یوه افغان خبریاله نیولې ده".

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ تنظیم د دغو خبریالانو د نیولو په اړه ویلي، دا دوې پېښې په پاکستان کې له افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو د "ناانساني چلند" څو مثالونه دي، خو وایي له دې پرته هم حالت تر دې ډېر ناوړه دی. په بیان کې راغلي:

"د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ تنظیم د پاکستان له حکومته غواړي چې د کوربه هېواد په توګه له جګړو او ناوړه امنیتي پېښو راکډه شویو افغان خبریالانو سره د انساني او بشري حقونو په خاطر نېک چلند وکړي".

دغه تنظیم ویلي، پر دې باور دی چې د خبریالانو نیول او ځورول د بیان د ازادۍ د سرغړونې ترڅنګ د هغوی له صحافتي، ټولنیزو او انساني حقونو هم "لویه سرغړونه" ده.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ تنظیم د ذکیه کاویان او ټولو هغو افغان خبریالانو ملاتړ کړی چې وایي د خپل "سپیڅلي مسلک" خبریالۍ له وجې له خپل هېواد کډه شوي او اوس په درېیمو هېوادونو کې له چېلنجونو او ستونځو سره مخ دي.

په اسلام اباد کې مېشتو یو شمېر افغانانو ویلي، پاکستاني پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره د هغوی د اوسېدو او کار پر ځایونو باندې د شپې چاپې زیاتې کړي دي. دغو کډوالو ویلي پولیس افغانان نیسي او ښار ته نیزدې په حاجي کمپ سیمه کې له بند وروسته یې افغانستان ته ستنوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه ویلي، د تېرې یکشنبې- اتوار له ورځې راهیسې د پنجشنبې- زیارت تر ورځې پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون 263 افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ځینې افغان کډوال وايي په اسلام اباد او راولپینډۍ ښارونو کې د اوسېدو لپاره د پاکستان د حکومت ټاکل شوې وروستۍ نېټې ته یواځې یوه اونۍ پاتې ده او دوی نه پوهیږي چې چیرته لاړ شي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په دغه هیواد کې د حکومتي چارواکو د معلوماتو په بنیاد په اسلام اباد او راولپینډۍ ښارونو کې مېشتو قانوني ویزې نه لرونکو افغانانو ته خبر ورکړی چې د فرورۍ تر وروستۍ نېټې له دغو ښارونو نورو سیمو ته لاړ شي.

یو این ایچ سي آر په دې خبرتیا کې ویلي، هغه افغانان چې په نورو ځایونو کې د بیا مېشتېدو په تړاو لیکونه لري په دغو ښارونو کې د اوسېدو وروستۍ نېټه یې د روان 2025م کال د مارچ میاشتې وروستۍ 31مه نېټه ده.

په تېرو دوو میاشتو کې پاکستان یو ځل بیا له خپله هېواده خصوصاً له اسلام اباد او راولپینډۍ ښارونو په سلګونو افغان کډوال خپل وطن ته ستانه کړي دي او د کډوالو دا ډول ناڅاپي ایستلو د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت تر منځ خرابې اړیکې لا له خطر سره مخ کړې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د چاشنبې- شورو په ورځ پر خپل ایکس په یو بیان کې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو منلې په نیزدې راتلونکي کې "له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان قطعي او حتمي دی".

د طالبانو د سفارت په بیان کې له افغان کډوالو سره د "ناوړه چلند" ذکر نه دی شوی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې د کډوالو د ځورولو په اړه د طالبانو د سفارت تور رد کړی او ویلي یې دي، اسلام اباد په 2023م کال کې د غیرقانوني بهرنیانو د ستنولو پلان (ای ایف آر پي) پیل کړی دی.

یادونه:- په رپوټ کې د وي او اې اشنا له معلوماتو مرسته اخیستل شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG