لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان کې په ښځو د تشدد اؤ ځورونو پېښې سېوا شوي، تېرکال 5،253 پېښې مخې ته راغلي
تازه خبر

پاکستان کې په ښځو د تشدد اؤ ځورونو پېښې سېوا شوي، تېرکال 5،253 پېښې مخې ته راغلي


Violence against women
Violence against women

د ښځو او ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل په رپورټ کې ويل شوي چې 2024م کال کې د پاکستان دننه په ښځو د جنسي تېريو، بدني تشدد، قتل، اغوا او ناموسي وژنو 5،253 پېښې رپورټ شوي دي.

ماهرين وايي تر څو چې ښځه د ژوند په هر مېدان کې خپلواکه نه شي نو تر هغې د دوي پرضد د تشدد پېښې نه شي ختميدای.

د غېر دولتي تنظيم ساحل په رپورټ کې ويل شوي چې تېر کال د ښځو د قتل 1373، د تښتونې 954، دتشدد 685، دجنسي تېريو 611 او د ځان وژنې 443 پېښې رپورټ شوې دي.

د رپورټ ترمخه د ښځو پرضد د تشدد 74 فيصدي پېښې په پنجاب، 15 فيصدي په سيند ، 7 فيصدي په خېبر پښتونخوا ، 2 فيصد اسلام اباد او دغه راز 2 فيصدي پېښې په پرله پسې بلوچستان، کشمير او ګلګت بلتستان کې رپورټ شوې دي.

د ساحل اېګزېګټو ډاېریکټره منیزه بانو ډيوه ته وایي ،کله چې د يوې مور سره زور زياتی کېږي نو د هغې بد اثر په بچيانو هم پرېوځي، دې سره ماشومانو ته دوه درې قسمه نقصان رسي، هغوي چې دا ويني نو چې لوي شي بيا هغه عمل هغوى په خپله هم کوي، بېا ګرانه شي چې په ټولنه کې بدلون راشي.

د ساحل په رپورټ کې ويل شوي، په صنفي بنياد د تشدد د پېښو څخه ښکاري چې په ټولو پېښو کې د 5 فيصدي اغيزمنو عمرونه تر 18 کلونو کم وو، او وايي شمېرې په ګوته کوي چې د تشدد ښکار 21 فيصدي ښځې چې عمرونه یې دېرش کاله دې په پرله پسې ډول د بد چلند د زيات خطر سره مخامخ دي.

ماهرين وايي پاکستان کې په رياستي او ټولنيزه کچه د ښځو په اړه بېانيه بدلېدل پکار دي. هغوي وایي په دې بېانيه کې د ښځو د حقونو خبره کېږي خو د اختيار خبره نه کوى.

د بشري حقونو فعال مهران علي خان وي او اې ډيوه سره خبرو کې وایي "په دې بېانيه چې کار وشي، تعليمي نظام باندې کار وشي، ښځې په سياست کې راشي، مترقي سوچ زيات شي، او د ښځې اختيار ومنل شي، نو بيا به په هغوى تشدد هم کم شي"

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پاکستان په برني ايوان سېنټ کې منظور شوي قرار داد کې راغلي، حکومت دې د مېرمنو لپاره د کار موقعې ډېرې کړي، د ناموسي وژنو د مخنیوي دپاره دې اقدام وکړي او ښځو ته دې اجازه ورکړي چې د خپل صحت په اړه خپله پرېکړې وکړي او د کم عمرې په ودونو دې بنديز ولګول شي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي که څه هم په پاکستان کې د ښځو د حقونو په اړه په مرکزي او صوبايي کچه قوانین جوړ شوي دي خو د مېرمنو په پرضد جرمونو کې د سزا کچه لا هم ټيټه ده.

د ښځو اؤ ماشومانو د حقونو فعال سيد کوثر عباس ډيوه ته وایي "که په دې ټولو کېسونو کې د سزاګانو شرحې ته وکتل نو دا د يو فيصد نه کمه ده، دا د پاکستان د عدالتي او انتظامي نظام بد صورتحال په ګوته کوي، د سزاګانو کچه يو ځاې د يو فيصد نه کمه ښکاري، بل ځاې يو فيصد او کله زيات نه زيات دا کچه 1.5 فيصد ښکاري"

د ساحل په دې رپورټ کې راغلي دي چې د ښځو پرضد د تشدد او تېريو په ټولو رپورټ شوو پېښو کې ککړ 34 فيصد کسان د هغوي پېژندکلو وو، په 13 فيصد پېښو کې د هغوي خاوندان ککړ موندل شوي او په 12 فيصد پېښو کې نااشنا کسان ککړو وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG