څېړونکي وايي د پښتون قام د خپلې ميډيا د نشتوالي له کبله د پاکستان په نورو رسنیو کې د پښتنو پېژندګلو د وروسته پاتې، سخت دريځه او د انتها پسنده قام په توګه کېږي.
د څېړونکو په وینا په پاکستاني میډیا د پښتنو د ناسم انځور ښودل کېدو له امله په علاقايي او نړيواله کچه د پښتنو په پېژندګلو منفي اغېزې کېږي۔
دوی وايي د ميډيا د دې چلند په مرسته ریاستي ادارې په پخوانۍ فاټا کې خپلو پوځي عملياتو او مداخلې ته جواز پېدا کوي۔
پېښور پوهنتون کې د لېټريچر فسټول يا ادبي مېلې پرمهال"پاکستانۍ ميډيا کې د قبايلي ولس په اړه تصور" تر سر خط لاندې د يو تحقيق په اساس څېړونکو وويل، په پاکستانۍ ميډيا کې د پښتون قام يو ناسم تصوير ښودل کېږي چې خراب اثر يې د دوی په ژوند او ملي وجود پرېوځي ۔
د پېښور پوهنتون زده کوونکی او څېړونکی نبیل احمد خان ډیوه سره خبرو کې وویل " پاکستاني میډیا داسې تاثر ورکوي چې ګنې د قبايلي سيمو يا بلوچستان خلک پسمانده دي، پسمانده دي، وروسته پاتې دي او د دوی چې کوم کلتور دی دوی نه شي جوګه کولی چې دوی مخکې ترقي وکړي."
د هغه په خبره "پاکستاني رسنۍ داسې ښیي چې ګنې د قبایلي سیمو اؤ بلوچستان وروسته پاتې خلک نه شي کولی چې خپل ژوند بدل کړي او په دې طريقه دوی رياستي او پوځي مداخلې ته په دې علاقو کې جواز پېدا کوي چې دلته کې کوم د ترهګرۍ ضد جنګ دی يا خطره ده په دې سيمه کې نو مونږه چې دا کوم څه کوو دا جواز لري."
که څه هم پاکستانۍ ميډيا باندې د قدغن او جانبدارۍ تور لګول کېږي خو د پاکستان حکومت دا تورونه ردوي او وخت په وخت يې دريځ وړاندی کړی چې په هېواد کې ميډيا د غربي نړۍ د رسنيو نه هم زیاته ازادي لري۔
دا ادبي مېله چې په يولسمه فرورۍ شروع شوې او تر دوه ويشتمې فرورۍ پورې به دوام لري، په دې موقعه څېړونکو وويل د پښتنو د خپلې ميډيا نشتوالی د انګريز سامراج د تګلارو برخه ده چې د پاکستان رياست يې لا هم مخ په وړاندې بوځي.
دوی وايي پښتانه، د دوی علاقې او کلتور په پردۍ مېډيا پرتشده ښودل کیږي.
پېښور پوهنتون کې د صحافت څانګې استاذ او څېړونکی ډاکټر سید عرفان اشرف وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل" د پښتنو عکاسي نه یوازې د پر تشدد خلکو په توګه کېږي او هغوی سخت دريځه ګڼل کېږي او هغوی ته د طالبانو په نظر خلک ګوري بلکې زمونږه چرند، پرند، غرونه او کاڼي بوټي چې کوم دي هغه هم د ترهګرۍ سره تړل کېږي يعنې زمونږه د علاقې هم د دنيا په پرمختګ کې تصوير نه جوړېږي"
د څېړونکو وېنا وه په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ضد د روانې جګړې له امله زیاتره ځایي خبريالان له خپلو سيمو وتلي دي او د علاقې د صورتحال په هکله زياتره خبرونه د راولپېنډۍ څخه د پوځ مطبوعاتي څانګه ايي ايس پي ار ورکوي۔
پېښور پوهنتون کې د صحافت د څانګې مشر او څېړونکی پروفېسر فېض الله جان ډیوه ته وایي" اوس پردۍ ميډيا کې به د پښتنو نمایندګي هغه حساب سره کېږي چې په کوم حساب سره رياست دپاره پښتانه پکار دي چې سټراېټيجيکلي دا خاوره او دا خلک استعمال کړي"
د څېړونکو وېنا وه چې د پښتون قام د پرمختګ دپاره پښتنو ته په موجوده حالاتو ځان پوهه کول او د ځان لپاره پخپله غږ اوچتول پکار دي.
دوی د حکومت نه هم غوښتنه وکړه چې بايد پښتنو ته په ميډيا کې ځای ورکړي او د دوی د ژوند او کلتور مثبت اړخونه نړۍ ته وړاندې کړي۔
Forum