د يوناما مشرې روزا اوتنبایوا د امنيت شورا غونډې ته ويلي په افغانستان کې وروستي بريدونه ښیي چې له دې هېواده سیمې ته د ترهګرۍ خطر کم شوی نه دی. د سياسي چارو څېړونکي وايي په افغانستان او سیمه کې د امنيت دپاره ضروري ده چې طالبان په خپل حکومتي نظام کې د بدلون راولي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
په پاکستان کې سیاسي څېړونکي وايي د امريکې د راتلونکو ټاکنو دپاره د پاکستان او افغانستان په ګډون د دې سیمې هېوادونه ارزښت لري او صدارتي کانديدان به ضرور د سوېلي اېشيا، چين او روس په اړه د خپلو تګلارو په بنیاد صدارتي ټاکنو کې د کاميابېدو هڅه کوي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
نړیوال بېنک د پاکستان، افغانستان او هندوستان په ګډون شپږ هيوادونه د پلاسټک په الودګۍ يا خچنوالي خورولو تورن کړي او ويلي يې دي چې دا هيوادونه د غټو سيندونو د لارې پلاسټکي، صنعتي او د کورونو د خځلو خورولو کې اسنتياوی برابروي.
د بشري او ښځو د حقونو فعالان وايي د پاکستان مرکزي حکومت او صوبو په مېرمنو د تشدد د مخنيوي يو شمېر قوانين منظور کړي خو بيا هم دغه پېښې زياتې دي چې لوی علتونه يې د قوانينو نه عملي کېدل او په ښځو د تشدد د پېښو د ايف ايي آر اندراج او تفتيش په سمه توګه نه ترسره کېدل دي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
د ماحولياتو افغان ماهرين وايي د موسمي بدلون په نتيجه کې پرله پسې وچکالي او د اوبو د بې پرواه استعمال له کبله د څښلو د اوبو کچه مخ په ټيټېدو ده، او که ضروري ګامونه وانه خستل شي، نو ډېر خلک به په کډه کولو مجبوره شي
د هوا د معيار او ککړتيا په اړه د امريکايي شکاګو پوهنتون وروستی رپورټ ښيې پاکستان کې د هوا د خيچنوالي له وجې د خلکو اټکل شوی ژوند کمېږي. رپورټ وایي که پاکستان په هوا کې د پارټيکولېټ مېټر مقدار د صحت د نړيوالې ادارې ټاکلي مقدار ته راکم کړي د خلکو ژوند زياتېدی شي. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ريچرډ بېنټ ویلي، د طالبانو د حکومت د بندیز باوجود به افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه جوړوي. څېړونکي د طالبانو دغه پرېکړه د افغان ولس په زيان ګڼي او وايي د بندیز لګولو پر ځای دې د هغه راپورونو ته په حقيقي معنو ځواب ورکړل شي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
د پښتونخوا د شمالي سیمو خلک د سختو بارانونو، تېزۍ سره د واورو ويلې کېدو او سېلابونو له کبله د لوی زيان سره مخ کېږي. د ملګرو ملتونو د پرمختيا پروګرام په دغو علاقو کې د بحالۍ او د خلکو د خونديتوب دپاره مختلف منصوبې ترسره کړې چې د ځايي ولس په وېنا د دوی په ګټه تمامېږي۔ تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
د طالبانو حکومت له افغانستانه بهر د داعش د بریدونو د خطر د خبرداري په اړه د ملګرو ملتونو رپوت رد کړی او وایي دا بې ځایه اندیښنې او پروپیګنډه ده. څېړونکي وايي افغانستان کې د جمهوریت د تېرې دورې په پرتله اوس داعش خراسان زياته پياوړې ډله نه ده. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
د ديني او عصري علومو ماهرين په ديني مدرسو کې د اسلامي علومو ورکولو ترڅنګ دنياوي تعليم، ټېکنالوجي او بېلابېل هنرونه مهم بولي۔ وایي په دې لړ کې دې ګامونه واخیستل شي چې د مدرسو زده کوونکي هم د پوهنتونونو د فارغ شويو په څېر په بېله بېلو شعبو کې خپله مهمه ونډه ولري. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
د پاکستان رياست که څه هم په وسلوالو او سخت دريځه ډلو وخت په وخت بنديزونه لګوي او په دغو ډلو بیلابیل نومونه ږدي خو د دغو ګامونو اخستو باوجود د هېواد په کچه سخت دريځي او بدامني سېوا کېږي .څېړونکي یې علتونه د ریاست د واضح تګلارې نشتوالی ګڼي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
په پاکستان کې د 2023م سرشمېرنه ښيي نزدې 38 فيصده خلکو پنجابي خپله مورنۍ ژبه ښودلې، په دوېيم نمبر څه د پاسه 18 فيصده خلکو پښتو ښودلې ده. کارپوهان وايي اردو د پاکستان د رابطې ژبه ده د يو قوم مورنۍ ژبه نه ده ځکه د نورو ژبو په پرتله کې په یپنځم نمبر ده. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
ملګري ملتونه وایي د روان کال 2024م له جنورۍ تر جون مياشتې په افغانستان کې 292 افغانانو ته د ماينونو او ناچاودو توکو له امله زيان رسېدلی چې 88 فيصده پکې ماشومان دي. کارپوهان وايي د افغانستان په خاوره کې د تېرو نزدې پینځو لسيزو راهيسې بارودي مواد لا هم موجود دي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
څېړونکي وايي د امريکا د ولسمشر جوبايډن په دور کې د پاکستان او افغانستان دپاره جوړې شوې پالېسۍ موثره نه دي پاتې شوې. دوی وايي د نوموړي صدارتي دوره په منطقه کې يوازې د هندوستان دپاره ګټوره وه، خو د امریکا حکومت له افغانستانه د خپلو ځواکونو د را ایستلو د فیصلې دفاع کوي. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
د روغتيا نړيوالې ادارې افغانستان کې د شري ناروغۍ په ډېرېدو اندېښنه ښودلې او وایي د جنورۍ نه تر د جولای پورې 160 تنه له شري مړه شوي او تر 36500 نه سېوا پېښې ريکارډ شوې دي. روغتياپوهان وايي د شري د ناروغۍ په وخت علاج نه کېدو له وجې ماشومان په خطرناکو ناروغيو اخته کیږي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
نور کتل