لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي د ماسکو فارمیټ په څېر غونډو نه د ګټو اخستو لپاره به طالبانو ته خپلې تګلارې بدلول وي


څېړونکي د ماسکو فارمېت او ددې په څېر نورې غونډې د افغانستان او د ګاونډي هېوادونو په ګټه بولي خو وايي که طالبان غواړي د داسې ډول غونډو څخه استفاده وکړي او نړيوال يې په رسميت وپېژني نو په خپلو تګلارو کې به ورته بدلون راوستل وي.

تېره ورځ د ماسکو فارمېټ غونډې پرمهال د روس د بهرنيو چارو وزير په لويديځو هېوادونو غږ کړی چې د افغانستان په بيا رغونه کې دې خپله ذمه واري ترسره کړي.

د ماسکو فارمېټ د شپږمې کلنۍ غونډې پرمهال د روس د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د مغربي هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د طالبانو په حکومت لګول شوي بنديزونه لري کړي، د افغانستان په بيا رغونه کې خپلې زمه واري ترسره کړي او د کابل کنګل شوې شتمني دې بېرته ورستنې کړي۔

د سياسي چارو افغان څېړونکي وايي دا يوه مهمه غوښتنه ده ځکه چې دغه شتمني د طالبانو نه بلکې د افغانانو دي.

په ماسکو کې د سياسي چارو افغان څېړونکی ډاکټر شیر حسن حسن وي او اې ډیوه ته وایي چې طالبان لویدیځو هیوادونو قدرت ته رسولي اؤ که چرې هغوي سره د دوحې تړون نه ؤ شوی نو طالبان اقتدار ته نه شو رسیدلی.

د هغه په خبره "هم هغو مغربي هېوادونو دا طالبان قدرت ته رسولي دي او که دوی سره يې معاهده نه وه کړې، کومه چې په دوحه کې شوې، نو طالبان قدرت ته نشو رسېدلی، بيا د طالبانو نه بېرته د جزا او سزا اخيتو دپاره يې د دوی سرمايي بندې کړي دي او هغه د افغانستان د خلکو سرمايه ده او طالبانو پورې اړه نه لري بايد خلاصې شي".

نوموړي زيات کړه" دا برحقه غوښتنه ده خو زه فکر نه کوم چې غربي هېوادونه په دغه شان يوه موقعه کې د سرګي لاوروف دغه څرګندونې ومني او په هغې دې عمل وکړي"

د اکتوبر په څلورمه ترسره شوې د ماسکو فارمېټ شپږمه غونډه کې د هندوستان، چين او پاکستان د استازو ترڅنګ د منځنۍ اېشيا هېوادونو او د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ګډون درلود.

څېړونکي وايي که څه هم د ماسکو فارمېټ د غونډې په ايجنډه کې افغانستان کې د ملي روغې جوړې پیاوړتیا، د نشه اي موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې او نور موضوعات شامل وو خو په منطقه کې د داعش خراسان موجودګۍ ماسکو زياته اندېښمنه کړې ده.

څېړونکی اؤ خبریال سيد فخر کاکاخېل ډیوه سره خبرو کې وایي، ماسکو دا ګڼي چې دې وخت کې تاجکستان نه يا ازبکستان نه چې کومه د داعش ترهګري روانه ده نو ښکاري داسې چې دا به په دې ټول يوريشين هاټ لېنډ کې خورېږي:

" هغوی دا هم ګڼي چې په دې کې افغان طالبان يو اهم رکن دی چې په دې تېر يو یا دوو کلونو کې د افغان طالبانو دا دعوه ده چې د داعش خلاف يې مفيد او مضبوط عمليات کړي دي".

په 2021م کال کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په نتيجه کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهسې روس د طالبانو د حکومت سره اړیکې ټینګي کړې دي۔

سرګي لاوروف په غونډه کې دا هم ویلي، روس په هیڅ صورت نه غواړي چې دریم هېوادونه په افغانستان کې پوځي اډې ونیسي او یا نوې پوځي اډاڼې جوړې کړي۔

د سياسي چارو څېړونکي داسې ډول غونډې د طالبانو او د منطقې دپاره ګټورې بولي خو وايي که طالبان غواړي چې په سمه توګه ترې استفاده وکړي او په رسميت وپېژندل شي نو پخپلو تګلارو کې به ورته بدلون راوستل وي.

د ډاکټر شير حسن حسن په وینا"اوس په نړۍ کې د دوی هيڅ رقم يو مشابه ذهن خلک نشته دی، نو معنا دا چې دغه فکر ناکام دی او د دغه فکر د کاميابۍ دپاره د دوی په رويه کې بايد بدلون راشي چې نړيوال دې ته زړه ښه کړي او د دوی په خبره يقين وکړي او د دوی سره د سياسي رسميت پېژندلې پورې لاړ شي".

د ماسکو فارمیټ لومړی ځل په 2017م کال کې جوړ شوی ؤ چې په پرله پسې کلنۍ غونډو کې یې د روس، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هندوستان استازي جرګه کېږي او د افغانستان په اړوند په ګډو مسایلو پکې بحثونه کېږي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG