لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

ټانک کې د پوليسو په ګاډي وسله وال بريد کې دوه اهلکار وژل شوي، درې ژوبل

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې په ګزمه بوخت د پوليسو په ګاډي، موبايل وسله وال بريد شوی، دوه پوليس اهلکار پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د ټانک پوليسو مطبوعاتو سره شريک کړي خبر کې ويلي، نن د لسم اکتوبر په سهار د صدر تاڼې پوليس ګاډی د پټان کوټ سره نزدې په ټانک پيزو روډ باندې د معمول په ګزمه وو.

ويل شوي، هلته موجود د 15 نه تر 25 پورې ترهګرو پرې بريد کړی، دوه پوليس اهلکار یې وژلي او درې نور ژوبل کړي دي.

د خبر ترمخه، پوليسو ترهګرو باندې ځوابي ډزې کړي او هغوی تښتېدلي دي.

د چاوراکو په وینا، علاقې ته د پوليسو اضافي نفري لېږل شوې او د لټون عمليات پيل کړل شوي دي.

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې (سي ټي ډي) په خپل تازه راپور کې ويلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه ايالت کې پر پوليسو ۲۲۸ بريدونه شوي چې له امله يې شاوخوا ۱۰۰ پوليس وژل شوي او له ۱۷۰ زيات ژوبل شوي دي.

د پاکستان حکومتي خبري ادارې اې پي پي (اسوسي اېټيډ پرېس اف پاکستان) د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې د راپور په حواله ليکلي چې په خېبر پښتونخوا کې د روان 2024 کال د ستمبر مياشتې تر پايه 492 بريدونه شوي دي.

دغې ادارې ادعا کړې چې بل خوا په همدې موده کې په خېبر پښتونخوا کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پوليسو په هدفي عملياتو کې 203 وسله وال وژل شوي او 612 ژوندي نيول شوي دي.

راپور کې ويل شوي دي چي د سي ټي ډي غړو د 2024کال له پيل څخه بيا د ستمبر مياشتې تر پايه د ترهګرۍ 104 بريدونه شنډ کړي او دوه ځانمرګي بريدګر يې خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې نيولي دي.

سي ټي ډي زياتوي چې له نورو قانون پلي کوونکو ادارو سره په ګډه يې په خيبر پښتونخوا ايالت کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس 2232 عمليات کړي او په لوی شمېر کې يې وسله او مهمات ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د خشبر پښتونخوا ايالت په جنوبي ولسواليو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو په ګډون د هغه ايالت په يوشمېر نورو سيمو کې هم په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې په ځانګړې توګه پوليس په نخښه کېږي، په ياده علاقه کې هدفي وژنې او د خلکو تښتول هم زيات شوي دي.

‎د پي ټي ایم د ۵۲ غړو نومونه شیډول فور ته اچول شوي

د پښتنو د حقونو د غږ پورته کوونکي کالعدم تنظیم پشتون تحفظ مومنټ یا پي ټي ایم د ۵۲ غړو نومونه د ترهګرۍ ضد ۱۹۹۷ کال د قانون شیډول فور ته اچول شوي دي چې پخلی یې صوبايي حکومت او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي کړی دی.

‎وي او ډيوه ته د ترلاسه شوؤ مالوماتو له مخې، ۱۶ کسان د کوز جنوبي وزیرستان، ۵ د صوابۍ، ۶ د باجوړ، ۱۰ د خیبر، ۶ د ملاکنډ او ۹ د مومندو قبایلي ضلعې څخه دي.

‎په نومول شوو کسانو کې د جنوبي وزیرستان خبریالان محمد فاروق، اشتیاق مسید، او اسلم خان هم شامل دي.

که څه هم خبریالانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو انتظامیې وي او ای ډيوه ته ویلي چې د دوی د نومونو یاد نوملړ نه د ویستلو لپاره اړونده چارواکو ته سپارښتنه شوې ده.

‎شیډول فور د ترهګرۍ ضد قانون یوه ماده ده چې له مخې یې د شکمنو ترهګرو یا فرقه ییزه ډلو سره د تړاو لرونکو کسانو نومونه په نوملړ کې اچول کېږي. دا کسان د امنیتي ادارو لخوا څارل کېږي او حکومت پرې هر ډول بندیز لګولی شي.

‎د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال او د بر جنوبي وزیرستان سرویکۍ تحصیل منتخب چیرمین شاه فیصل غازي، چې د هغه نوم هم په دې لسټ کې شامل دی، وویل"د ۵۲ کسانو نومونه حکومت د شکمنو ترهګرو په شیډول فور کې اچولي دي"

هغه زیاته کړه "مخکې زموږ نومونه په شیډول فور کې شامل شوي وو، چې د بینک اکاونټس مو تړل شوی او تګ راتګ مو محدود شوی و. موږ عدالت کلیر کړي یو خو بیا هم مو نومونه بیا شامل کړل شوي دي"

‎فیصل غازي وویل چې دوی به یو ځل بیا عدالت ته عریضه وکړي ترڅو نومونه یې د نوملړ څخه وویستل شي.

‎په ۱۱م اکتوبر د پي ټي ایم لخوا د رابلل شوې قامي جرګې نه وړاندې، د پاکستان حکومت په شپږم اکتوبر پي ټي ایم یو کالعدم تنظیم بللی او بندیز یې پرې لګولی دی.

‎په اتم اکتوبر، د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ په يو خبري کانفرنس کې وویل، "پي ټي ایم د تحریک طالبان افغانستان او تحریک طالبان پاکستان سره مکملې رابطې لري"

هغه دعوه وکړه چې د پي ټي ایم په اړه پلټنې ترسره کیدای شي. حکومت او پوځ مخکې هم پي ټي ایم باندې ورته تورونه لګولي دي، خو د پي ټي ایم مشر منظور پښتین دا ټول تورونه رد کړي دي.

‎د کالعدم پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د دوي تحریک په پښتنه خاوره د خلکو سره د ظلمونو مخنیوي لپاره غږ پورته کوي، خو رياست يې په لارو کې خنډان جوړوي.

‎قانون پوهان وایي چې پي ټي ایم د بشري حقونو لپاره کار کوي او د دوی پرضد د ریاستي ګامونو اخستل د پاکستان د اساسي قانون د حقونو سرغړونه ده.

د ډېره اسماعیل خان بار یو قانونپوهه، سعید اختر، ډيوه سره خبرو کې وايي "شیډول فور ته د ډلې یا ګوند د فعالینو نومونه اچول کیدای شي، خو پي ټي ایم باندې لګیدلی بندیز غیر قانوني دی"

‎اختر زیاته کړه، "په سلګونو قضیو کې عدالتونو د منظور پښتین او نورو فعالینو پرضد مقدمې د ثبوتونو د نشتوالي له امله خارج کړي دي"

‎خبریال جلال مسید، چې د جنوبي وزیرستان سره تړاو لري، ډیوه ته وویل، "پي ټي ایم د ۲۰۱۸ کال راهیسې د جنګ ځپلو قبایلي سیمو د خلکو د غږ په توګه راپورته شوی دی. دا تحریک په خپلو غونډو کې پر حکومت او په ځانګړي ډول پر امنیتي ادارو سختې نیوکې کوي"

‎هغه زیاته کړه چې د دوی په جلسو او احتجاجونو کې ښځې او ماشومان هم برخه اخلي، چې د بېدرکه کسانو عکسونه یې په لاس کې نیولي وي او د جنګ پرضد شعارونه ورکوي.

‎هغه وویل، حکومت باید د دې تحریک غږ واوري او د دوی ستونزو د هواري حل لارې ولټوي.

دنوموړي په خبره ،د پي ټي اېم پر ضد بندیز او د فعالانو نومونه شېډول فور ته اچول یوازې د حکومت له اړخه د ځان دوکه کول دي.

‎د پاکستان حکومت په داسې وخت کې پي ټي ایم غیر قانوني ګرځولی چې پي ټي ایم په ۱۱م اکتوبر د پښتنو د قامي جرګې عدالت اعلان کړی دی.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم، اېمنېسټي انټرنېشنل، د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په پي ټي ایم بندیز او د فعالینو پرضد د ترهګرۍ قوانینو کارول دې سمدلاسه ختم کړي.

‎د پاکستان د بشري حقونو تنظیم او پښتنو ملت پالو هم په پي ټي ایم د بندیز پریکړه غندلې او د حکومت نه یې غوښتنه کړې چې دا فیصله بیرته واخلي.

خو د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تېره ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي وؤ حکومت پرېکړه کړې ده چې په هیڅ حال کې به پي ټي ایم ته اجازه ورنه کړي چې یو متوازي عدالتي نظام جوړ کړي.

يو خبریال په خېبر کې د پي ټي اېم په پلویانو د ډزو حال بیانوي

د پرون نهم اکتوبر د سترګو ليدلی حال، د پېښور نه څه کم د يو ساعت په تېرېدو خېېر کې د پي ټي اېم د قامي جرګې عدالت ځای په رسېدو ګورم، ډېر خلک د جرګې ځای ته ور روان او لږ ترې بيرته ستنیږي، خو د جرګې د مېدان څنګ ته غټه کنده يا خندق کيندل شوی کوم چې وړاندې نه وو.

د جرګې د ميدان څنګ ته د نهر په غاړه مې ګاډی ودرولو، د جرګې مېدان ته نزدې مې کېمره ولګوله، د جرګې غړي هم نزدې ولاړ وو، خو ورسره د جرګې ټول ميدان د پوليسو نه ډک او لرې لرې د ټولګو په شکل کې ناست دي.

زما په اندازه 500 نه زيات به پوليس او 1000 نه زيات به د جرګې ګډون وال وو.

پوليسو بکتر بند او د قېديانو ګاډي هم په څو ځايونو کې ودرولي، داسې ښکارېده چې غاړو ته ناست او ولاړ خلک مېدان ته ورتلل غواړي، خو څوک يې نه پرېږدي، کوم پوليس ځوان به چې مېدان ته ورتلو هڅه وکړه نو جرګې ځينې ځوانانو سره کوتکونه وو او دوی به يې ميدان ته نه ورپرېښودل، يو تن په منډه ميدان ته راکوز او سمدستي دې تنانو قابو کړ او بېرته يې ستون کړ.

ما لږ فوټيجز جوړ کړل، چاپېره چې کله مې وکتل چې خلک په ارام ناست دي پوليس هم او جرګې غړي هم غاړو ته ودرېدلي دي، ما هم دا غنيمت وګڼو چې مېدان کې ناستو او ولاړو پوليسو ته ورنېزدې شم او نورې ويډيوز جوړې کړم، چا سره خبرې وکړم او هم داسې وشو او ښه په قلار مې خپل کار وکړو تقريباَ څه نيم ساعت نه زيات کار مې وکړو .

بيا څه ګورم چې کوکي خيل قام مشر ملک نصير احمد چې سره د نورو سپين ژيرو او کشرانو په ميدان کې قبلې غاړې ته روان وو او پوليسو ورته وويل چې هلته ورشه او داسې نه پوليسو سره د پي ټي اېم تنان په لانجه شي.

ملک نصيراحمد چې کله قبلې غاړې ځوانانو نه راستون شو او ميدان ته راورسېدو نو پوليسو پرې غږ وکړو او په دې وخت کې ځينې نور ځوانان ملک پسې پوليسو خوا ته ورغلل او ځوانانو چغې هم وهلې، نو دې وخت کې يې ډزې وکړې او غوبل شو، په اول کې يې اوښوکې بهيونکی ګېس وکارول او بيا يې نېغې ډزې د جرګې په غړو وکړې.

په دې وخ کې زه هم د ميدان نه سره د کېمرې او بېګ وتښتېدم او خوا کې نهر کې په اوبو کې ورښکته شوم او هر سړی په دې هڅه کې وو چې نهر کې کښېني ځکه دا ځای ژور دی.

ما هم سر ښکته کړی چې په ډز ونه لګم او اوښکې بهيوونکي ګېس د لاسه مې سترګې سختې وسووزېدې، زړه مې خراب شو، ټرايي پاټ پاتې شو او مايک هم کېمرې نه پرېوتو او په ځان شوم، ډزې ډېرې شوې، نهر سره خوا کې د بلاکونو قلعه وه، هغې ته ورننوتم سره د نورو کسانو.

د باران په خچنو اوبو مې سترګې ووينځلې او په خولې مې تېرې کړې او راوچت شوم نو څه ګورم چې درېو تنانو يو تن په لاسو کې راخستی او چغې وهي چې ولګېدو راشئ ويې نيسئ راسره.

په دې وخت کې هم ډزې روانې دي او زياتره کسان بهر پوليس سره لګيا دي او څوک ليندو ګزارونه پرې کوي، څوک په لمن اوښکې پاکوي، چا سترګې د لوګو د لاسه پټې کړي او بهر تنان هم دغه غږونه کوي چې مخکې راشئ او مخکې راشئ، کسان لګېدلې دي.

زه په قعله کې دننه په کيکر بوټو کې وروان شوم او قلعه نه بهر ووتم نو ګڼ ځوانان مې وليدل، څوک سترګې مږي او څوک لېندو ګزارونه کوي او څوک ديوالونو خواګانو ته ناست دي چې په ډز ونه لګو خو په دې وخت کې مې خپل موبايل راويستو او يو څو فوټيجز مې د خلکو جوړ کړل او مخکې مې لږ مزل وکړو د ديوالونو خواګانو کې او کيکرو بوټو سره او ټيټ سر روان وم.

يو سر نه بل سر ته چې ورسېدم نو ميدان راته ښکاره شو او نهر هغې غاړې نه ځوانان چغې راوهي چې راځئ پوليس مو په شا وتمبول او داسې وه هم، پوليس رېګي ماډل ټاون پلو وتختېده او د جرګې ځوانان بيرته روان شو.

خو دغلته ځوانانو چغې وهلې چې موټر سایکل راولئ کس په ډز لګېدلی او داسې یې پينځه ژوبل تنه په موټر سايکلو يوړل.

په دغه وخت خلک بيا مېدان ته راغونډ شول، ځينې خلکو په نهر کې خپلې څپلۍ لټولې او چا نه نور شايان پاتې شوي وو او خلکو نه يو ځل بيا ميدان ډک شو او پوليسو له خوا د خاورو جوړ شوي بلاکونه ځوانانو لرې کړل او زه بيا خپل موټر خوا له راغلم او جرګې ځای نه راستون شوم.

د پښتون قامي جرګې اؤ خېبر د پېښې په اړه نن پېښور کې د حکومت اؤ سیاسي ګوندونو مهمه غونډه کېږي

د خېبر د پېښې اؤ د پي ټي ایم لخوا په ۱۱م اکتوبر د رابلل شوې قامې جرګې په اړوند نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د صوبایي حکومت، د سیاسي ګوندونو د مشرانو اؤ د کورنیو چارو د مرکزي وزیر تر منځ یوه مهمه غونډه په پېښور کې کیږي.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي نن کېدونکې دې غونډه ته د سیاسي ګوندونو صوبایي مشران رابلل شوي اؤ د کورنیو چارو وفاقي وزیر به هم پکې ګډون کوي.

دا غونډه وروسته له هغې رابلل شوې چې تېره ورځ خېبر کې امنیتي ځواکونو په ۱۱م اکتوبر د رابلل شوې پښتون قامي جرګې د منتظیمینو اؤ برخه والو په ضد کارروایي وکړه اؤ د پي ټي ایم د وینا له مخې په دغه کارروایۍ کې د هغوي درې فعالان ووژلی شول اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.

وزیر اعلا ګنډا پور ویلي غونډه کې به د سیاسي مشرانو سره خېبر کې د رابلل شوې جرګې په اړه مشوره کولی شي.

هغه ویلي صوبایي حکومت غواړي چې ستونزه د خبرو له لارې هواره کړل شي.

خو د وزیراعلا ګنډا پور لخوا تر غونډې رابللو وړاندې د هیواد د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي واضحه کړې ده چې حکومت به په هیڅ حال کې د یو متوازي عدالت د قایمولو اجازه چاته ورنه کړي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي په پي ټي ایم بندیز لګول شوی اؤ څوک چې هم ددې ډلې سره همکاري کوي د هغوي پاسپورټونه اؤ شناختي کارډونه به بلاک کولی شي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بیا ویلي چې که د دنیا ټول قوتونه یې هم په ضد ودریږي خو دوي به په ۱۱م اکتوبر ارو مرو په خېبر کې قامي جرګه راجوړوي اؤ پښتنو نه یې په دې جرګه کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

په سوشل میډيا خپل خپور کړي یو ویډیوي بیان کې منظور پښتین تور لګولی چې حکومت د پښتنو د یووالي د مخې نیولو لپاره خېبر کې د امنیتي ځواکونو له لارې د جرګې لپاره په ورټولو شوؤ فعالانو برید کړی درې کسان یې وژلي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.

پي ټي ایم اعلان کړی چې په یوولسم اکتوبر د قامي عدالت په نوم خېبر کې د ټولو پښتنو یوه ګډه قامي جرګه جوړوي خو له دغې جرګې وړاندې حکومت په پي ټي ایم بندیز لګولی اؤ دا یې یوه ناقانونه ډله ګرځولې ده.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي د زرګونو په شمیر کې د خلکو ځان سره راوستلو ته جرګه نه بلکې څه نور ویل کیږي.

هغه ویلي د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې په هیڅ صورت کې به چاته د متوازي عدالتي نظام اجازه نه ورکوي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي د کالعدم پي ټي ایم په ضد د بندیز لګولو مهمه وجه ددې ډلې لخوا د ریاستي ادارو اؤ پولیسو په ضد پاروونکي شعارونه اؤ د نسلي توپير په اساس قام کې تفریق پیدا کول دي.

محسن نقوي ویلي په پي ټي ایم له بندیز وروسته د خېبر پښتونخوا حکومت د 54 کسانو اؤ د بلوچستان حکومت د 34 کسانو نومونه فورتهـ شیډول کې اچولي.

داخله وزیر ویلي"څوک چې د ملک خلاف وسله راپورته کوي اؤ د بیلتون خبره کوي هغه به زمونږ دښمن وي اؤ کوم ګوند چې د قانون په درشل کې پاتې کیږي اؤ خبره کوي هغه چې هر څومره تریخ وي زمونږ فرض دي چې خبره به ورسره کوؤ"

په پاکستان کې بیلا بیلو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې اؤ د بشري حقونو تنظیمونو په خېبر کې د ډزو په پېښه کې د پي ټي ایم د فعالانو په مرګ ژوبله سخت عکس العمل ښودلی اؤ په حکومت یې ټینګار کړی چې باید د پرامنه جرګې په برخه والو د طاقت د استعمال نه ډډه وکړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو غیر دولتي کمیشن ایچ ار سي پي خپل یو بیان کې ویلي خېبر نه په ترلاسه شوؤ اطلاعاتو ژوره اندېښنه لري چرته چې د پي ټي ایم د سیوري لاندې قامي جرګه کېدونکې ده.

پخپل یو بیان کې ایچ ار سي پي ویلي، مونږ د غیر مسلح مظاهرینو په ضد د طاقت د غیر ضروري اؤ غیر قانوني استعمال مخالفت کوؤ .

سیاسي ګوندونو اؤ د بشري حقونو تنظیمونو د خېبر پېښې ته سخت غبرګون ښودلی

په پاکستان کې بیلا بیلو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې اؤ د بشري حقونو تنظیمونو په خېبر کې د ډزو په پېښه کې د پي ټي ایم د فعالانو په مرګ ژوبله سخت عکس العمل ښودلی اؤ په حکومت یې ټینګار کړی چې باید د پرامنه جرګې په برخه والو د طاقت د استعمال نه ډډه وکړي.

د کالعدم تنظیم پي ټي ایم مشر منظور پښتین ویلي، د چارشنبې- شورو په ورځ پولیسو خېبر کې ددغه ډلې د جرګې لپاره په ورټولو شوؤ فعالانو ډزې کړي چې پکې درې کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د دې پېښې د پلټنو لپاره د ځانګړې کمیټې جوړولو منظوري ورکړې ده اؤ د صوبایي حکومت ویاند بېرسټر سیف ویلي د پښتونخوا وزیراعلا غواړي د جرګې له لارې ددې تاوتریخوالي حل راوویستل شي.

د پاکستان د بشري حقونو کیمشن په حکومت غږ کړی چې د پي ټي ایم په غیر مسلح پلویان باید د طاقت د غیر ضروري استعمال نه ډډه وکړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو غیر دولتي کمیشن ایچ ار سي پي خپل یو بیان کې ویلي خېبر نه په ترلاسه شوؤ اطلاعاتو ژوره اندېښنه لري چرته چې د پي ټي ایم د سیوري لاندې قامي جرګه کېدونکې ده.

پخپل یو بیان کې ایچ ار سي پي ویلي، مونږ د غیر مسلح مظاهرینو په ضد د طاقت د غیر ضروري اؤ غیر قانوني استعمال مخالفت کوؤ .

بیان کې ویل شوي چې ریاست د وړاندې څخه په پي ټي ایم د بندیز لګولو اؤ ددې ډلې د غونډې د مخنیوي غیر متناسب ګامونه پورته کړي دي حال دا چې د پېښور هایکورټ پریکړه د پي ټي ایم پرامنه پلویانو ته د راغونډيدو تحفظ ورکوي.

د خېبر پېښې ته خپل غبرګون کې د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي د ریاست لخوا د قبایلو د خبرې نه اورېدو ،تشدد اؤ ډزو سره به حالات نور هم ترینګلي شي،

هغه ویلي په خېبر اؤ وانا کې (د پي ټي ایم په پلویانو) شوی تشدد د غندنې وړ دی ځکه چې په تشدد تحریکونه ختمیږي نه بلکې نور هم پسې پیاوړي کیږي.

مولانا فضل الرحمان پخپل بیان کې ویلي چې حکومت اؤ ریاست دې حالات نه خرابوي اؤ د مذاکراتو له لارې دې د ستونزو حل را وباسي.

عوامي نیشنل ګوند هم ددې پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې خېبر کې د جرګې په منتظیمنو نیغ په نیغه ډزې بربریت دی.

د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې صدر میا افتحار حسین پخپل بیان کې ویلي چې ای این پي په پرامنه ولس د ریاستي جبر کوټلې غندنه کوي.

ای این پي ویلي جرګه د پښتنو د روایاتو برخه ده اؤ پوښتنه یې کړې ده چې د کوم قانون لاندې په دې قدغن لګول کیږي؟

خو د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي بیا ویلي چې جرګې لپاره څوک له بهره په زرګونو کسان نه ور ټولوي اؤ زیاته کړې یې ده چې حکومت هیچاته د متوازي عدالت د قایمولو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند عمومي سکتر سلمان اکرم راجه پخپل یو بیان کې ویلي پښتون جرګه د خلکو اؤ قبایلو اییني حق دی اؤ پي ټي ایم باید د مرکزي حکومت غیر اییني احکامات په هایکورټ کې چیلنج کړي.

هغه ویلي که پي ټي ایم عدالت ته ځي نو دی یې پخپله وکالت کولو ته تیار دی.

د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ په ایکس رسنۍ خپل یو بیان کې ویلي چې هغه د پي ټي ایم په فعالانو د ډزو اؤ اوښلن ګیس د خلاصولو غندنه کوي چې له امله یې درې کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

افتاب شیر پاؤ ویلي ګوند یې په پي ټي ایم لګول شوی بندیز هم غندي.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ویلي د پښتون قامي جرګې په پرامنه منتظیمنو اؤ برخه والو د امنیتي ځواکونو ډزې اؤ د اوښلن ګیس کارول بد ترین ریاستي بربریت اؤ ترهګري ده.

پخپل یو بیان کې محسن داوړ د پي ټي ایم په ضد د بندیز لګولو هم کلکه غندنه کړې ده اؤ ویلي یې دي د پي ټي ایم طالبانو سره د تماسونو تور کې هیڅ حقیقت نه شته.

هغه ویلي حکومت پرته له کوم ثبوت یو پرامنه تحریک کالعدم ګرځولی چې دا یو شرمناک عمل دی.

سیاستمدار اؤ د بشري حقونو فعال افراسیاب خټک هم پخپل یو بیان کې د خېبر پرونۍ پېښه غندلې اؤ ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو په پرامنه اؤ بېګناه وګړو ډزې کړي اؤ هغوي ته یې مرګ ژوبله اړولې ده چې دا د غندنې وړ عمل دی.

هغه ویلي د پښتنو د جرګې د مخنیوي لپاره د طاقت وحشیانه استعمال یوه سنګینه اشتعال انګیزي ده اؤ په دې پېښه کې ککړ مجرمان باید خپل انجام ته ورسول شي.

د چهارشنبې په ورځ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه کې د خیبر د پېښې د پلټنو لپاره د یوې ځانګړې کمیټې جوړولو منظوري ورکړل شوې ده.

د صوبایي اسمبلۍ اسپیکر بابر سیلم ویلي د کمیټې مشري به د قانون صوبایي وزیر افتاب عالم کوي او زیاته کړې یې ده چې د صوبې چیف سیکرټري،د پولیسو مشر اؤ د کورنیو چارو ایډیشنل چیف سیکرټري به دې کمیټې ته وړاندې کیږي اؤ خپل پوزیشن به واضحه کوي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG