د پېښور په ايل ار ايچ کې کلينيکل نرس مينېجر صاحبزاده وقار په دې اړه ډيوه ته وايي په خيبر پښتونخوا کې د روغتيا د چارو پوهان وايي چې د هېواد په کچه د بېله بېلو علتونو له امله په هسپتالونو کې د ډاکټرانو او نورې طبي عملې شمېره د مريضانو تناسب سره ډېره کمه ده چې په ترڅ کې يې د خلکو علاج متاثره کېږي
ملګرو ملتونو ويلي په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان تر شپږنيم زرو پورې جنګيالي دي او له هغه ځایه یې پاکستان کې حملې سېوا کړې. د سياسي چارو افغان څېړونکي وايي په افغانستان کې د وسلوالو موجودګي د افغان ولس تر څنګ د طالبانو رژيم هم له ګواښ سره مخ کولی شي. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
صنعتکاران او د اقتصادي چارو پوهان وايي پاکستان کې د ګيس او بجلۍ لوړ نرخونه او بيا صنعتونو ته د ضرورت سره سم د ګيس او بجلۍ نه ورکول کېدل يورپي هېوادونو ته د د پاکستان د صادراتو د کمېدو لامل ګرځيدلي. وایي که د حکومت موجوده پالېسۍ دوام وکړي نو صادرات به نور هم متاثره شي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
د اوچا په رپورټ کې ويل شوي چې د بودیجې کمښت له وړاندې څخه درې میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو څخه محروم کړي، د پنځه کلونو څخه د کم عمر 1،3 میلیونه ماشومانو او 4 لکه او 70 زره امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکو میندو ته غذايي خدمتونونه بند شوي دي
څيړونکي وايي د تحريک انصاف په تېر حکومت کې د ټي ټي پي سره په دغو مزاکراتو او په صوبه کې وسله والو ته د استوګنې اجازت ورکولو کې شامل سياسي او عسکري مشرانو پرضد د پلټونو کمېشن جوړولو دپاره د اې اين پي ترڅنګ دې ټول سياسي ګوندونه مشترکه لاره خپله کړي
یو تازه رپورټ کې ويل شوي چې په نړيواله کچه هره ورځ نزدې 2000 ماشومان د هوا ککړتيا سره تړلیو ناروغيو د پېچيدګيو سره مخ کېږي۔ رپورټ وایي د 700،000 نه سېوا تر پینځو کالو کم عمره ماشومان په 2021 کې د هوا د ککړتيا له امله مړه شوي چې زيات شمېر يې د جنوبي اېشيا او افريقې دی. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
د سياسي چارو افغان څېړونکي د دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو او د بشري حقونو دپاره د کارکوونکو ګډون مهم بولي، خو وايي که دوی ګډون ونه کړي نو بيا هم نړيواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه مالومات لري.
د افغان ښځو د حقونو فعالانې وايي چې د جينکو په تعليم له بندېز وروسته جونې د ذهني ناروغو، معاشرتي ستونزو او د کم عمرۍ له ودونو سره مخ شوې دي دوی واييو د طالبانو له خوا اخېستل شوي دې ګام له امله نه يوازې په افغان ټولنه خراب اثر پريوزي بلکې د طالبانو خپل حکومت دپاره هم د ستونزو د زیاتېدو سبب ګرځي.
پاکستان او چين د طالبانو نه د ټولشموله حکومت، ښه ګاونډیتوب او د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې د نه کارېدو غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف وايي پاکستان کې 38 فيصده يعنې 11 ميلينه د پینځو کالو نه کم عمره ماشومان د خوراک د کمي سره مخ دي. اداره وايي دا شمېرې د مېندو، پېغلو جينکو او د ماشومانو دپاره د خوراک او غذايت ښه کولو بیړنۍ اړتيا په ګوته کوي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
د ماحولیاتو پوهان وايي، پاکستان کې د موسمي بدلون او د اوبو د سرچينو د کمېدو له وجې د کروندې ځمکې د بنجر کېدو له خطر سره مخ دي دوی وايي، د لږو اوبو په مرستې سره د ځمکې بحالۍ او د فصلونو د پېداوار زیاتولو دپاره به د اوبه خور د نويو طريقو د خپلولو ترڅنګ د موسمي بدلون سره برابر تخمونه کارول هم وي.
د ښځو، سولې او امنیت کاري ډلې غوښتنه کړې چې د دوحې د غوندې په ګډون دې د افغانستان په اړه ټولو غونډو کې افغان مېرمنو ته مساوي حق ورکړل شي
د روغتيا د چارو پوهان وايي د شري نه ماشومان خوندي کولو دپاره مهمه ده چې ماشومانو ته ويکيسن ورکړی شي او کوم ماشوم چې د دې رنځ ناروغه کړې وي بايد د نورو ماشومانو څخه جدا کړل شي.
د پاکستان په زياتره سيمو کې روان کال د اپريل په مياشت کې د بې وخته او ډېرو بارانونو وروسته د می په مياشت کې د تودوخې کچه په ناڅاپي توګه زیاته شوې
نور کتل