لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماشومانو د حقونو فعالان: د بغلان په مرستو کې باید اغېزمنو ماشومانو ته لومړیتوب ورکړل شي


د ماشومانو د حقونو فعالان وايي د افغانستان په شمال ختيځه برخه په ځانګړې توګه بغلان کې د وروستيو راغلو سېلابونو له امله چې کوم ماشومان اغېزمن شوي بايد د هغوی سره اړونده مرستو ته لومړيتوب وکړل شي.

دوی وايي که چېرې متاثره شويو ماشومانو ته په وخت مرستې ونه رسول شوې نو په جسماني او ذهني ناروغیو اخته کېدو يې اندېښنه ده.

د ماشومانو د حقونو فعالان وايي د هر ډول افتونو پر مهال تر ټولو زيات ماشومان اغېزمن کېږي چې له امله يې په جسماني او ذهني نارو اخته کېدای شي.

دوی وايي حکومت او غير دولتي ادارو ته پکار دي چې د افغانستان په بغلان او نورو ولايتونو کې د سېلابونو له کبله متاثره شويو ماشومانو ته په سمدستي توګه مرستې ورسوي.

په افغانستان د ماشومانو د حقونو د کمېشن پخوانی مشر نجيب الله ځدراڼ ببرکزی وایي چې کله سېلاب راځي نو د صفا اوبو مشکلات وي، د مرضونو د خورېدو مشکلات وي د دوی د دوا او درملو مشکلات وي او په خاصه توګه د سرپناه ستونزه وي:

"بايد دوی په يو سم ځای کې په سمدستي توګه سرپناه ولري که هغه خېمې وي، که سرکاري ودانۍ وي او که نور ځايونه وي چې دوی هلته پاتې شي او دا که د حکومت له خوا وي او يا د خېريه بنسټونو له اړخه وي".

د ماشومانو د ساتنې ادارې سېو دي چلډرن د می په 13مه خپل يو رپورټ کې ويلي چې شاوخوا 40 زره ماشومان د بغلان په ولایت کې د تیرې جمعې د ورځې د سیلابونو وروسته بې کوره شوي دي.

په رپورټ کې ليکل شوي چې ماشومان په ويره کې دي ځکه چې د کورونو ترڅنګ ښوونځي، د لوبو ځايونه او هر هغه څه یې بایللي دي چې دوی ورسره اشنا وو.

په افغانستان کې مدني فعلان وايي چې د سېلابونو له وجې د بېکوره شويو خلکو د پاره په سمدستي ډول د استوګنې بندوبست کول ډېر مهم دي چې په دې توګه د ماشومانو مستقبل وژغورل شي.

په افغانستان کې د فوکس موسسې د عملياتو د چارو مشر عطاء الله همدرد وایي، دغه د کورونو تباه کېدل د دغو خلکو د اقتصادي ضربې سوب هم جوړېږي او دا اقتصادي ضربه بيا په ماشومانو هم اغيز کوي:

"ماشومان مجبورېږي چې بېرته هم د دغو صدمو د جبران دپاره د خپلو کورنيو سره همکاري وکړي او يا کورنۍ خپل ماشومان مجبوره کوي چې دوی کار وکړي او کورنيو سره اقتصاد کې مرسته وکړي".

د روغتیا نړیوال سازمان پخپل وروستي رپورټ کې اندېښنه ښودلې چې ښایي په سېلاب ځپلو سیمو کې خلک له ډنډ او ناپاکو اوبو څخه پیدا کیدونکو ناروغیو اخته شي.

د ماشومانو د حقونو فعالان وايي چې د ګنده اوبو له امله پېدا کېدونکو ناروغو ترڅنګ ماشومان په ذهني ناروغو هم اخته کېږي، دوی وايي د دغو ماشومانو په وخت علاج کول اړين دي.

په افغانستان د ماشومانو د حقونو د کمېشن پخوانی مشر نجيب الله ځدراڼ ببرکزی وایي، کېدای شي ماشومان په مختلفو رواني مرضونو سره مخامخ شي:

"کېدای شي ماشومان په ژوند کې د مايوسۍ ښکار شي او دې سره کېدای شي ماشومان د يو ناسالم شخص په توګه په ټولنه کې د قانون ماتوونکي وګرځي".

په بغلان ولايت او نورو علاقو کې د سېلاب ځپلو سره د مرستو په حقله مالوماتو ترلاسه کولو لپاره مو د طالبانو د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې ترجمان ملا جانان سايق سره د خبرو کولو کوشش وکړ خو بريالي نه شو.

د خوراک نړیواله اداره وايي د افغانستان په شمال ختيځه برخه کې د راغلو سېلابونو په نتيجه کې نزدې 540 کسان مړه شوي او ژوبل شوي دي اؤ 3000 کورونه په مکمله توګه یا سرسري ویجاړ شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG