لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نغمه د ګیله من سندره وايي: “ته به د حق چغې وهې د لښکر سر ته به ځې”


Nagma
Nagma

په امریکا کې مېشت مشهورې افغان هنرمندې ښاپېرۍ نغمې په اسلام اباد کې د وژل شوي پښتون فعال او شاعر ګیله من وزیر ملي سندره ویلې او په سوشل مېډیا باندې یې خپره کړې ده.

د 5 منټه او 28 سېکنډونو (۵ دقیقې او ۲۸ ثانیې) اوږدې سندرې په وېډیو کې ښکاري چې ښاپېرۍ نغمه د افغانستان د ملي بېرغ درې رنګه افغان کالیو کې ناسته ده. د هغې په کمیس د وژل شوي شاعر ګیله من وزیر هغه عکس هم چاپ شوی چې په سر یې د پښتنو د حقونو د خوځښت، پښتون ژغورنې غورځنګ (پښتون تحفظ مومنټ—پي-ټي-اېم) رنګینه ټوپۍ يا خولۍ پرته ده.

نغمې یاده سندره، “د وخت ملاله”، په سرخط سره په خپل یوټیوب چېنل د سېپټمبر په لومړۍ نېټه اچولی او په 23 ساعتونو کې دغه سندره 130,000 وارې کتل شوې ده. سندره هنرمند شفیق مرید کمپوز کړې ده.

ګیله من وزیر په دې کلام کې د یوې ښځې لخوا د وطن سندره وايي او کوښښ کوي چې مېرمنې د پي.ټي.اېم په روانه مبارزه کې د ګډون لپاره وهڅوي.

د وي او ډیوه د معلوماتو په اساس ښاپېرۍ نغمې په دغه کلام کې د هغې د ملګرو په سلا يو څه بدلون (اېډېټ) کړی چې کلام لا نور سندریز کړي.

په خپل یو وېډیوي پېغام کې نغمه وايي د یادې سندرې د ویلو لپاره ورته ګیله من وزیر د هغه د وژل کېدو نه یوه میاشت مخکې په یو پېغام کې خواست کړی وو.

په وېډيوي پېغام کې نغمې په وټس اېپ باندې د ګیله من وزیر سره شوي غږیز پېغامونه هم خپلو مینه والو سره شریک کړي او داسې ښکاري چې ګیله من وزیر په لومړي ځل د نغمې سره تماس نیولی وي.

په وټس اېپ کې ثبت (رېکارډ) شوي غږیز پېغامونو کې نغمه د ګیله من سره ژمنه کوي چې شعرونه به یې خامخا وايي.

د ګیله من مصرعې ښاپېرۍ نغمې ووېلې خو د دواړو تر منځ چې کله ټېلي فوني پېغامونه تلل راتلل نو چا دا فکر نه کوو چې ګیله من به د نغمې په غږ د خپلو ویل شوو مصرعو اورېدو نه محروم پاتې شي.

د سندرې مصرعې وايي:

“زه پښتنه یم بې ننګي نه قبلوم لالیه

د ننګ میدان ته څنګ په څنګ در سره ځم لالیه

ته د پښتون د حق جګړه کوه په شا مه راځه

زه پښتنه یمه عزت به دې ساتم لالیه

که راټپي شوې ګیله منه خال دې ږدم په وینو

لکه نغمه به دې سندور کې ستایم لالیه”

نغمه په خپل یو وروستي غږیز پېغام کې وايي څوک د هغه په مرګ خبر وو؟ هغه وايي که خبر وای نو لږ تر لږه دا سندره خو به یې ورته زمزمه کړای وای.

نغمه پېغام
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:18 0:00

ګیله من وزیر د تېرې جولای په میاشت کې په اسلام اباد کې وژل شوی وو. نوموړی په ډېره لږه موده کې په سیاسي مېدان او سوشل مېډیا کې د پي. ټي. اېم مخ جوړ شوی وو.

کله چې د هغه تابوت په جلوس کې د اسلام اباد نه شمالي وزیرستان ته د لارو او بازارونو نه تېرېدو نو په زرګونو خلک د جلوس د شریک والو استقبال ته ځای پر ځای ور اوتي وو. په شمالي وزیرستان کې د هغه د جنازې په مراسمو کې په لسګونو زرو خلکو برخه اخستې وه.

د پاکستان په حکومتي او شخصي مېډیا یا ټېلې وېزیونو کې د ګیله من وزیر د جنازې لپاره د بې ساره ګڼ شمېر خلکو د ګډون په اړه کوم خبر یا عکس ورکړل شوی نه وو.

د پي. ټي.اېم مشر منظور پښتين به د ګیله من د جنازې د جلوس ګډون والو ته ویل:

“هغه (ګیله من) په بحرین کې مزدوري کوله، هغه د انټرپول په مدد راوستل شو او بندي کړل شو. هغه بیا بندي خانه کې وساتل شو. هغه په سپو خوړل شوی وو، د بجلۍ (برق) شاکونه (ټکانونه) ورته ورکړل شول.”

ښاغلي پښتین دغه سنګین تورونه په پاکستاني چارواکو پورې کول خو د پاکستان پوځي یا حکومتي ادارو تر اوسه دغه تورونه نه تاید کړي او نه یې انکار کړی دی.

د ګیله من وزیر وژنې ته په پاکستان، افغانستان، یورپ او امریکا کې د قاره ډک غبرګونونه ښودل شوي وو او د هغه لپاره غایبانه جنازې په سیاسي غونډو کې بدلې شوې وې.

افغان هنرمندې ښاپېرۍ نغمې د ګیله من وزیر په وژنه ډېر خفګان ښودی وو. او هغه وخت یې د ګیله من د کورنۍ سره د مرستو لپاره د پیسو ټولولو خواست هم کړی وو.

وي.او.اې ډیوه ته د اغلې نغمې نزدې یو ملګري ویلي چې په بهر کې د مېشتو ډېرو پښتنو او افغانانو هغې ته ټولې شوې مالي مرستې اوس د ګیله من کورنۍ او ماشومانو ته د ورکولو پړاو پېل شوی دی.

د نغمې وروستۍ سندره ښيي چې دا یې د وژل شوي ګیله من مبارزې ته یوه بله پېرزوینه ده.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG