لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمل ولي خان: د تحریک انصاف په حکومت کې ټي ټي پي سره د مذاکراتو پلټنې دې وشي


د تېرې جمعې په ورځ د ډان نېوز سره مرکه کې ايمل ولي خان دا هم ويلي چې د مذاکراتو په وخت 40،000 وسله وال صوبې ته د راوستلو پس اباد کړل شول او د 100 نه سېوا يې په صدراتي دستخط ازاد کړل چې اوس امنيتي سرتيري او پوليس اهلکار په نخښه کوي او د صوبې د امنيت خرابېدو سبب ګرځېدلي دي
د تېرې جمعې په ورځ د ډان نېوز سره مرکه کې ايمل ولي خان دا هم ويلي چې د مذاکراتو په وخت 40،000 وسله وال صوبې ته د راوستلو پس اباد کړل شول او د 100 نه سېوا يې په صدراتي دستخط ازاد کړل چې اوس امنيتي سرتيري او پوليس اهلکار په نخښه کوي او د صوبې د امنيت خرابېدو سبب ګرځېدلي دي

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر او سېنېټر ايمل ولي خان ويلي وزير اعظم شهباز شريف نه يې په یو خط کې غوښتنه کړې چې د پاکستان تحريک انصاف تېر حکومت لخوا په کال 2021 کې د تحريک طالبان پاکستان وسله ولې ډلې سره د مزاکراتو د پلټنو دپاره دې جوډيشل یا عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

نوموړي د ډان نيوز سره په مرکه ويلي چې د پاکستان تحريک انصاف په مرسته د زرګونوپه شمېره کې وسله وال صوبې ته داخل کړل شول او دا ګام د صوبې د امنيت خرابېدو لامل ګرځېدلی دی. پاکستان تحريک انصاف ګوند دا تورونه رد کړي دي.

څيړونکي وايي د تحريک انصاف په تېر حکومت کې د ټي ټي پي سره په دغو مزاکراتو او په صوبه کې وسله والو ته د استوګنې اجازت ورکولو کې شامل سياسي او عسکري مشرانو پرضد د پلټونو کمېشن جوړولو دپاره د اې اين پي ترڅنګ دې ټول سياسي ګوندونه مشترکه لاره خپله کړي.

پېښور پوهنتون کې د صحافت څانګې استاذ پروفېسر ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي، " وخت راغلی چې دا ټول خلک په کټهره کې راوستل شي او دوی نه هغه ځواب وغوښتل شي چې دې تېرو دوو کالو کې د طالبانايزېشن له وجې نه د پاکستان څومره عسکر، پوليس او عام خلک مړه شوي دي، د هغو ټولې مقدمې د دې خلکو په سر کړي او دوی دې زمه وار وګرځول شي".

د تېرې جمعې په ورځ د ډان نېوز سره مرکه کې ايمل ولي خان دا هم ويلي چې د مذاکراتو په وخت 40،000 وسله وال صوبې ته د راوستلو پس اباد کړل شول او د 100 نه سېوا يې په صدراتي دستخط ازاد کړل چې اوس امنيتي سرتيري او پوليس اهلکار په نخښه کوي او د صوبې د امنيت خرابېدو سبب ګرځېدلي دي.

خو د خېبر پښتونخوا د حکومت ترجمان بېرسټر محمد علي سېف دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

نوموړي د صوبې سرکاري پښتونخوا رېډيو سره مرکه کې ويلي چې دغه مزاکرات د افغان طالبانو په مينځګړتوب شروع شوي وو او فېصله يې نه وه شوې نو په داسې حال کې څنګه مخالفې ډلې ته په صوبه کې د استوګنې اجازت ورکړل کیدای شي.

د نوموړي په خبره، " د هغوی د ابادکارۍ سوال خو به هله پېدا کېدو چې زمونږه د طرف نه هغوی سره څه معاهده شوی وی، په هغه معاهده کې به افغان طالبانو د ضامن کردار ادا کولو، نه افغان طالبانو داسې څه خبره وکړه، نه ټي ټي پي سره زمونږه څه خبره شوې ده نه معاهده شوې ده، نو چې نه ده شوې او خبره په منځ کې ختمه شوه نو بيا دا خبره کول چې مونږه ټې ټي پي ته اجازت ورکړو چې تاسو راشئ، دلته کې دېره شی، او واپس خپلو کورونو ته راشئ او مونږه دېره کړل او دا د ترهګرۍ چې کومه نوې څپه چې راغلې دا د دې په وجې راغلې چې هغه کسان مونږه اباد کړي وو نو دا بلکل بې بنياده او غلطه خبره ده".

څېړونکي وايي د تحريک طالبان پاکستان سره د مزاکراتو په نتيجه کې وسله وال پياوړي شول او هم دغه وجه ده چې د صوبې په جنوبي ضلعو کې يې يو ځل بيا طاقت سېوا شوی دی.

پېښور کې خبريال او د ډان نيوز بيوروچيف علي اکبر وايي، " لکه د هغه وخت د آی ايس آی مشر جنرل فېض حميد د افغان طالبانو په زريعه دغه مزاکرات کول او بيا په هغه وخت کې د يو تحريري معاهدې ذکر هم کيږي چې د دوی سره شوې وه چې تاسو واپس خپلو ځايونو ته راځئ او په ګڼ شمېر کې کسان سوات او نورو ځايونو ته رادننه شوي هم وو، هم دغه وجه ده چې هغوی ته نرم ماحول ترلاسه شو او نن صبا تاسو وينئ چې جنوبي ضلعو کې د دغو خلکو اثر رسوخ سېوا شوی دی او نور ځايونو کې هم دی، نو په داسې وخت کې قوم پرسته ګوندونو دا سوال پرځای دی چې تاسو په خپلو پالېسو هم نظر وکړئ".

سېنېټر ايمل ولي خان له دې وړاندې په پېښور هايکورټ کې هم خواست کړی چې په دې اړه دې د پخواني وزير اعظم عمران خان، پخواني صدر عارف علوي، د هغه وخت د پوځ مشر قمر جاوېد باوجوه، د اسخباراتو پخواني مشر جنرل فېض حميد او د خېبر پښتونخوا تېر وزير اعلی محمود خان څخه دي پښتنې او پلټنې وشي.

پاکستاني چارواکي په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ په اړه په تکرار سره وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې ترهګري کوي، خو په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.

د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ په 22م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزم استحکام په نوو عملياتو منظوري ورکړې او د دفاع وزير خواجه اصف ويلي، په ضرورت پېښدو د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم عمليات کولی شي، خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، د نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.

پاکستان کې د څيړنو او امنيتي مطالعو مرکز (سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌سټديز، سي ار اېس اېس) په نوم ازادې غېر دولتي ادارې ويلي، په تیرو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې ترسره شوو ترهګرو پېښو کې 92 فيصده مرګ ژوبلې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي. او په دغه موده کې د پوځ د يو کپتان پشمول 65 پوځیان او دوه پوليس افسر پشمول 31 پوليس اهلکار وژل شوي دي.

(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبریال فضل عزيز شريک کړي دي)

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG