لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان تاجران وايي، د راجګل د کډوالو پرلت، تورخم لارې بندېدو له امله دوی ته سخت مالي تاوانونه اوړي


افغان تاجران وايي د تيرا راجګل سيمې کډوالو لخوا د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تورخم تجارتي لارې تړل کېدو په نتيجه کې د مالي زيان سره مخ شوي دي. دوی وايي که د دوه اړخيزه تجارت ښه کولو او په دې کې راولاړ شوي خنډان لرې نه کړل شو، نو پاکستان به د افغانستان منډۍ د لاسه ورکړي او افغان تاجران به سوداګرۍ دپاره د تورخم او کراچۍ بندر پرځای نورې لارې خپلې کړي.

د قبايلي ضلعې خېبر د تيرا راجګل سيمې کډوالو پرلت د تېرې يوې مياشتې راهسې دوام لري او د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارتي لویه لاره يې د ګاډو تګ راتګ دپاره بنده کړې ده.

افغان تاجران وايي د لارې تړل کېدو په نتيجه کې په بدله لار د تجارتي توکيو وړولو سره نه يواځې کرايه سېوا شوې بلکې سوداګانې يې هم خرابېږي.

افغان تاجر او افغانستان کې د سوداګرۍ د خونې غړی زلمی عظيمي وايي، " داسې سبزيانې دي چې مونږه پاکستان ته هم ليږو او پاکستان د لارې مونږه واهګه ته هم ليږو چې نورو ملکونو ته هم دا مېوې ورسي، اوس که د شلمان د لارې دا مېوې او سبزيانې خپل ځای ته سمې نه رسېږي او 50 فيصده دا خرابېږي، نو د ورځي 350 ګاډي د پاکستان د لارې تلل او خپله پاکستان ته هم، نو کم از کم د دوه يا درې لکه ډالرو د افغانستان باغدرانو او د مېوو تجارانو ته رسي".

د تيرا راجګل سيمې نه بې کوره شوو کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی، د پرلت له وجې د تورخم لارې تړل کېدو په نتيجه کې ګاډي تجارتي مالونه د شلمان په لاره وړي چې د افغان سوداګرو ترمخه د ګاډي په سر کرايه د دوو لکو نه څلور نيمو لکو روپو ته رسېدلې ده.

تاجران او د اقتصادي چارو پوهان وايي د تجارتي لارو بندېدو له کبله نه يواځې افغان تاجران د مشکل سره مخ دي بلکې پاکستاني سوداګرو ته هم مالي زيان رسيږي.

د افغانستان او پاکستان مشترکه سوداګرۍ او صنعايو خونې اجراوي ريس نقيب الله صافی وايي، "زمونږه او پاکستاني تاجرانو په منځ کې داسې پروټوکول وي چې کله هم مېوه پخيږي نو د پخېدو نه وړاندې هغه مقابل جانب ځي او هلته پوره باغ اخلي نو پاکستاني وروڼو په قندهار کې په شمال کې د انګورو او انارو د دې باغونه اخستي دي نو هغوی خو پېسې ورکړي دي نو که اوس لاره بندېږي نو دغه د مېوې توان نه يواځې افغان تاجرانو ته بلکي افغان تاجرانو ته هم رسېږي".

افغان تاجران وايي په دې موسم کې د افغانستان څخه پاکستان ته د قسما قسم سبزيانو ترڅنګ انګور، خټکي خوبانۍ او نورې ميوې هم وړل کېږي.

دوی وايي که څه هم افغاني تاجرانو دپاره پاکستان او پاکستاني تاجرانو دپاره افغانستان يو ښه مارکيټ دی خو د بېلا بيلو ستونزو له کبله پاکستان سره تجارت کې بې باوري جوړه شوې ده.

زلمی عظيمي وايي، " دا يوه ښکاره خبره ده چې د پاکستان لخوا مونږه ته هر وخت ستونزې ايجاديږي، ټېکسونه اضافه کيږي او زمونږه اوس د پاکستان سره تجارت ډېر زيات بې اعتماده شوی دی، تورخم په کسټم کې شاوخوا شل، پنځويشت فيصده ټېکس دوی اضافه کړی نو کم از کم د ورځې دوه درې لکه ډالره زمونږه د مېوو تاجرانو ته نقصان رسي".

تاجران وايي په دوه اړخيزه تجارت کې د ستونزو سېوا کېدو له امله پاکستان د افغانستان منډۍ د لاسه ورکوي او د نورو ګاونډي هېوادونو لاس رسی ورته سېوا کېږي.

نقيب الله صافي وايي، ې" د پاکستان سره چې څومره زمونږه تجارت خرابېږي ايران ته يې ګټه ده، ايران سره په بېنک کې مشکل نه لري، په بندر کې ستونزې نشته، تاجر په ويزه کې مشکل نه لري، د منځنۍ اسيا هيوادونه کوشش کوي چې افغانستان سره ورکړه راکړه زياته کړي او دلته مال راشي او دا رنګه د چابهار بندر دی او اوس د هند او ايران ترمنځ يو قرارداد روان دی او که دا قرارداد وشي نو هند غواړي چې د افغانستان مارکيټ ته لاس رسی پيدا کړي".

سوداګر وايي د تورخم، انګور اډې، غلام خان، خرلاچي او د چمن په سپين بولدک پوله د پرله پسې احتجاجونو، نښتو او سفري اسنادو ټېډ د لاسه د افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت تر ډېره حده راکم شوی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG