لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي زوړ تعلیمي نصاب اؤ بې انصافي اؤ اقتصادي مسلې ټولنه کې د تندروۍ سوب جوړیږي


د پېښور پوهنتون د زده کوونکو دپاره د راجوړې شوې غونډې پرمهال د څېړونکو وېنا وه چې په ټول هېواد او بيا په خاصه توګه د خېبر پښتونخوا  ځوانانو کې د بې روزګارۍ د کچې لوړېدل، پخوانی تعليمي نصاب او اقتصادي مسلې هغه علتونه دي چې په ټولنه کې د انتهاپسندۍ او تندروۍ سېوا کېدو سوب ګرځي
د پېښور پوهنتون د زده کوونکو دپاره د راجوړې شوې غونډې پرمهال د څېړونکو وېنا وه چې په ټول هېواد او بيا په خاصه توګه د خېبر پښتونخوا  ځوانانو کې د بې روزګارۍ د کچې لوړېدل، پخوانی تعليمي نصاب او اقتصادي مسلې هغه علتونه دي چې په ټولنه کې د انتهاپسندۍ او تندروۍ سېوا کېدو سوب ګرځي

څېړونکي اؤ کار پوهان وایي چې په ټولنه کې بې روزګاري، اقتصادي ستونزې او د خلکو انصاف ته د نه لاسرسي له وجې سخت دريځي او تندروي وده مومي۔

په ځوانانو کې د انتها پسندۍ او د تشدد نه ډکو رويو د مخنيوي او په دې لړ کې خپل مثبت کردار لوبولو په عرض د پيښور پوهنتون د کريمينالوجي څانګې او په خېبر پښتونخوا کې د تندروۍ ضد ادارې له خوا د زده کوونکو لپاره دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه۔

د پېښور پوهنتون د زده کوونکو دپاره د راجوړې شوې غونډې پرمهال د څېړونکو وېنا وه چې په ټول هېواد او بيا په خاصه توګه د خېبر پښتونخوا ځوانانو کې د بې روزګارۍ د کچې لوړېدل، پخوانی تعليمي نصاب او اقتصادي مسلې هغه علتونه دي چې په ټولنه کې د انتهاپسندۍ او تندروۍ سېوا کېدو سوب ګرځي.

پېښور پوهنتون کې د کريمنالوجي څانګې مشر ډاکټر بشارت حسین وایي ترهګر تنظیمونه د ټولنیزې برابرۍ اؤ د انصاف د نشتوالي د ستونزو نه خپلې ګټې پورته کوي اؤ عموماً داسې ستونزو ته د مذهبي رنګ په ورکولو د ځوانانو ذهنونو ځانته مایله کوي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وایي" هغه اقتصادي مسلې دي، د معاشرتي برابرۍ فقدان دی، د انصاف سره تړلې ستونزې چې خلکو ته انصاف نه ترلاسه کېږي، بدقسمتۍ سره زمونږ ملک کې چې کوم ترهګر تنظيمونه دي ،سوشل او سټرکچرل ايشوز يا مسلې راوچتې کړي او معمولي د مذهب تړکه(رنګ) ورته ورکړي او بيا ترې غلطې ګټې پورته کوي."

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

هغه وایي ضروري ده چې ځوانانو ته مونږ تعليم ورکړو چې د ټولنې ځينې امروزه مسلې دي د هغې به امروزه ژوند کې د هغې مطابق حل لټول وي.

پيښور پوهنتون کې د زيارت په ورځ شروع شوې دوه ورځنۍ غونډه کې يو شمېر زده کوونکو، استازانو، حکومتي چارواکو او خبريالانو ګډون درلودو۔

په غونډه کې د برخه لرونکو ځينو زده کوونکو وېنا وه چې د داسې ډول اقداماتو کولو ترڅنګ د انتهاپسندۍ د مخنيوي دپاره د تعليمي نصاب څخه د کرکې خورولو مواد لرې کول مهم دي.

پېښور پوهنتون کې د کريمنالوجي څانګې زده کوونکې کشماله شاه ډیوه سره خبرو کې وایي ځوانان عموماً زیات جذباتي وي اؤ په هر څه دقیق سوچ نه کوي نو باید په نصاف کې داسې بدلون وشي چې ځوان کول ته پکې د صبر تلقین یا سبق وي.

د هغې په خبره" نو زه وايم که داسې بدلون پکې راشي د کوم له وجې نه چې ځوانان دې ډېرې زياتې انتهاپسندۍ ته نه ځي نو دا به ډېره ښه وي"

په خېبر پښتونخوا کې د تندروۍ ضد ادارې د چارواکو وېنا وه چې دوی د صوبې په تعليمي ادارو کې غونډې کوي او د کارپوهانو د څېړونو او د ځپل شويو خلکو د مالوماتو په اساس چې د ادارې له خوا کوم رپورټونه تيارېږي هغه خلکو او حکومتي ادارو ته وړاندې کوي چې په دې توګه د انتهاپسندۍ او تندورۍ مخنيوی وکړي۔

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي د ځوانانو د تعليم ترڅنګ دوی ته روزګارونو او قسما قسم هنرونو ورکولو دپاره يې د احساس لون په نوم د قرضو ورکولو پروګرام پېل کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د ځوانانو او د لوبو صوبايي وزير سید فخر جهان صوبایي حکومت ځوانانو ته د کاروباري ایډيا لپاره د پینځوس لکو روپور پورې قرضه ورکوي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"مونږ د دريوؤ نه نیولی تر پنځوو ملګرو د کاروباري ايډيا دپاره د 50 لکو روپو پورې قرضه ورکوو، چې کوم زده کوونکي دي د هغوی دپاره مونږه د انټرن شپ پروګرام شروع کړی دی او هغې ته مونږه 25 زره روپې ورکوو، ټيوټا پروګرام چې کوم ځوانانو دپاره دی په هغې کې مونږه 60 زره ځوانانو ته تربيت ورکوو"

څېړونکي وايي د خېبر پښتونخوا قبايلي کورمه ضلعه د څو لسيزو راهېسې د فرقه ييزو شخړو او انتهاپسندۍ له وجې ډېره متاثره شوې۔

د صوبايي حکومت له خوا رسنيو ته د ورکړل شويو شمېرو ترمخه په کورمه کې د شيعه ګانو او سنيانو ترمنځ د 21م نومبر راپدېخوا په بېلابېلو انخښتو کې 135 تنان وژل شوي او 170 نه سېوا ژوبل شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG